د ژاولې ژوولو روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Dec 01, 2021
4 years ago
2,859 views
د ژاولې ژوولو روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی 

اکثریت خلک فکر کوي، چې  ژاولې د ماشومانو لپاره دي تر څو هغوی پرې غلي کړای شي، یا هم ځينې نور خلک د ژاولو ژوول بې ادبي ګڼي؛ خو څېړنو موندلې ده، چې ژاولې ژوول د انسان جسمي او ذهني روغتيا لپاره خورا ډېرې ګټې لري. ددې ګټو له ډلې یې ځينې په دې ډول دي.

 

لومړی| فشار ختموي

که په ستونزمنو حالاتو کې یئ او یا هم په داسې چاپېریال کې کار کوئ، چې ډېر ذهني فعالیت ته پکې اړتیا وي؛ نو حتما له ځان سره ژاولې ولرئ او ویې ژوئ. ددې کار ګټه دا ده، چې پر تاسو فشار ختمېږي او په کار کې مو له غلطۍ څخه ژغورل کېږئ. تاسو به هم ليدلي وي، چې د سخت فشار پر مهال نړېوال ورزشي لوبغاړي ژاولي ژوي، ترڅو فشار یې کنټرول وي او سمې پرېکړې وکړای شي. 

 

دویم| ذهني تمرکز قایموي 

یوویشتمه پېړۍ د انټرنیټ او ټیکنالوژۍ د اوج پېړۍ ده. په دې زمانه کې ډېری خلک د فزیکي کتابونو پر ځای په موبایل/کمپيوټر کې الکترونیک کتابونه لولي؛ خو دا چاره له ستونزو خالي نه ده. په دې معنا چې په انټرنیټ کې د مطالعه کولو پر مهال فکري تمرکز  ساتل اسانه کار نه دی؛ مګر له نېکه مرغه  څېړنو ښودلې ده، چې پر انټرنیټ/ویبسايټ د مقالو لوستلو پر مهال د ژاولو ژوول فکري تمرکز رامنځته کوي. نو که په الکټرونیکو وسایلو کې مطالعه کوئ، فیلم ګورئ او ... حتما ژاولې هم وژوئ. 

 

درېيم| د خولې وچېدو مخنیوی کوي

د خولې وچېدل یوه ناروغي ده، چې انسان پکې د خولې وچوالی حس کوي او هڅه کوي خپله خوله لمده وساتي. ددې ستونزې د حل لپاره روغتیاپالان د ژاولې ژوولو سپارښتنه هم کوي. کله چې ژاولې ژوئ نو دا چاره ستاسو په خوله کې موجودې غدې ترشحاتو ته هڅوي او په دې توګه ستونزه حلېږي. 

 

څلورم| د غاښونو پاکوالی، سپينېدل او سلامتیا

د ژاولو ژوول پر نورو ګټو سربېره له تاسو سره مرسته کوي، چې غاښونه مو پاک او سپين وساتي. کله چې د غاښونو پاکوالی موجود وي، نو له ناروغۍ څخه به هم په امان کې وي. د ژاولې په ژوولو سره د خوړو هغه ذرات چې په غاښونو کې بند وي، راوځي او حل کېږي. په دې توګه غاښونه له چینجني کېدو او ژېړېدو ژغورل کېږي، چې په پایله کې یې سلامتیا هم تضمینېږي. 

 

پنځم| د وزن کمښت

هغه ژاولې چې کم خواږه وي او یا اصلا خواږه نه لري ستاسو د وزن په کنټرول کې مرسته کوي. دا ځکه چې ژاوله یو ډول مړښت راولي او انسان له ډېر ډوډۍ خوړولو ګرځوي، چې په نتیجه کې د انسان وزن کمېږي.

که د وزن د کمولو په هڅه کې يئ؛ نو ژاولې وژوئ. په ځانګړې توګه روغتياپالان وړاندیز کوي، چې مازیګر مهال ژاولې وژوئ تر څو ژر یې ګټورې پایلې ووینئ. 

 

شپږم| د حافظې پیاوړتيا

وروستیو ترسره شوو څېړنو ښودلې ده، چې د ژاولو ژوول د نورو ګټو ترڅنګ د حافظې په پیاوړتيا کې هم ډېره مرسته کوي. که تاسو خپله او یا مو هم کوم ملګری د حافظې له کمزورۍ شکایت کوي؛ نو د یو انتخاب په توګه له ژاولو هم ګټه اخیستلای شي. البته روغتياپالان پر دوو دلایلو دا خبره کوي، لومړی دا چې ژاولې فکري تمرکز رامنځته کوي د تمرکز رامنځته کېدل د حافظې د پیاوړې کېدو په معنا ده، دویم دا چې د ژاولې په ژولو سره د وینې جریان د سر په برخه کې ښه کېږي، سر ته پوره وینه رسېږي او د حافظې د قوت سبب کېږي. 

 

اووم| په هضم کې مرسته کوي

که له ډوډۍ وروسته د ژاولو ژولو عادت لرئ، خوښ اوسئ. ځکه چې دا چاره په معده کې د اسیدونو د ترشح کېدو سبب کېږي او په دې توګه مو خوړلي خواړه ژر هضمېږي او په بدن کې جذبېږي. نو د یو هضم کوونکي فکټور په توګه هم کولای شئ له ژاولې ګټه واخلئ. 

Related Articles

May 07, 2021
1,716 views

تجارت رسانه یی

تجارت رسانه یی مصطفی عمرزی فضای پس از حاکمیت طالبان، زمینه های زیادی را از جمله برای تجارت گسترده، آماده ساخت. یکی از موارد آن، تجارت رسانه یی ست که در حدود فعالیت نشریه ها، رادیو ها، تلویزیون ها و آژانس های خبری، صورت می گیرد.  حکومت افغانستان که...

Feb 03, 2021
2,779 views

د خبرو پر مهال کومو ټکو ته پام وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنيز ژوند کې غږېدل او له نورو اورېدل بېخي طبیعي خبره ده. موږ ټول انسانان اړ یو، چې د خپلو پيغامونو، غوښتنو او افکارو د انتقال لپاره وغږېږو او له نورو واورو. خو ځينې وخت له خپلو خبرو پښېمانېږو یا هم د کوم بل تن خبرې خوند نه...

Apr 12, 2022
2,912 views

له زخم څخه د وینې بهېدلو د مخنيوي لارې چارې!

ژباړه ـ ریاض مقامزی   زموږ او ستاسې ژوند له بې شمېره پېښو ډک دی؛ ګڼ شمېر عوامل ددې سبب کېدای شي، چې د بدن کومه برخه مو زخمي او وینه بهېدنه پیل شي. که د وینې جریان ژر و نه درول شي، ډېر امکان شته چې زخمي کس خپل ژوند له لاسه ورکړی. همدې مسئلې ته په کتو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,810 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,159 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,089 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...