انټرپول پولیس څوک دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 28, 2021
4 years ago
3,064 views
انټرپول پولیس څوک دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نړېوال نظم او سیسټم په چوکاټ کې انټرپول هم یو خورا مهم نوم دی. موږ په دې لیکنه کې هڅه کړې ده، چې تاسو ته ددې ادارې اړوند مهم او موثق معلومات چمتو کړو. د لیکنې تر پایه به پر ډېرو نویو مسایلو آګاه شئ. 

 

نړېوال پولیس څوک دي؟

د "نړېوالو پولیسو" اصطلاح هغو کسانو ته کارول کېږي، چې له "انټرپول" سازمان سره پر دندو بوخت وي. په حقیقت کې "Interpol" د نړېوالو جنایي پولیسو "International Criminal Police Organization" د نوم لنډيز دی. ددې سازمان بنسټ په "۱۹۲۳ز" کال کې د اروپا لویې وچې په "اتریش ـ Austria" هېواد کې کېښودل شو. د پولیسو دا سازمان هڅه کوي، چې په په نړېواله کچه د لویو مجرمینو پر وړاندې مبارزه وکړي او همدارنګه په غړو هېوادونو کې د خاصو شرایطو له کبله د عمومي امنیت په ټینګښت کې هم مرسته کوي.

په لومړيو کې لږ هېوادونه ددې سازمان غړي وو؛ خو وروـ ورو ډېرېدل. په "۱۹۲۸ز" کال کې ددې سازمان د غړيو هېوادونو شمېر "۳۴" ته ورسېد، تر دې چې اوسمهال د افغانستان په شمول "۱۹۵" هېوادونه یې غړیتوب لري. 

کله چې دویمه نړېواله جګړه پیل شوه، ددې سازمان فعالیتونه هم وځنډېدل؛ خو د جګړې له پای وروسته چې جنايي جرمونه زیات شول یو ځل بیا ددې سازمان فعالیت ته لاره هواره شوه او په "۱۹۵۶ز" کال کې ورته اساسنامه او مقررات وټاکل شول.

تاسو ته د لا ډېرو معلوماتو لپاره باید ووایم، چې تر "۱۹۸۹ز" کال پورې د انټرپول عمومي مرکز د فرانسې په پاریس ښار کې و؛ مګر اوسمهال د همدې هېواد په ليون ښار کې موقعیت لري. همدارنګه په لومړيو کې انګلېسي، فرانسوي او هسپانوي ددې سازمان رسمي ژبې وې؛ خو په "۱۹۸۹ز" کال کې د کويټ هېواد په غوښتنه عربي ژبه هم ور اضافه کړای شوه. ددې کار یو علت دا هم ګڼل کېږي، چې د عربي ژبو هېوادونو غړيتوب او اغېز پکې په ډېرېدو دی. 

 

 

کوم وظایف او صلاحیتونه لري؟

د نړۍ ټولې ادارې او سازمانونه په یوه ځانګړې دایره کې دنده ترسره کوي. انټرپول هم همداسې حدودات لري، که څه هم د انټرپول اصلي تمرکز پر عمومي امنیت، ترورېزم، طرحه شويو جنایتونو، جنګي جرمونو، د پیسو مینځلو (سپينول)، کمپيوټرې جرایمو، د وسلو پر قاچاق او مخدره توکو دی؛ خو له دې ورهاخوا په نړېواله کچه دا فعالیتونه هم کوي.

  • په نړۍ کې د پولیسو چارو څارنه
  • د غړو هېوادونو د مجرمينو اطلاعاتي ذخيره جوړول
  • د فرهنګي او لرغونو آثارو د قاچاق مخنیوی
  • د پولیسو لپاره فني او تخصصي سیمینارونه او کنفرانسونه جوړول
  • د مجرمینو په نيولو کې د ارتباط او هماهنګۍ رامنځته کول
  • اړوند هېواد ته د هغوی د مجرم سپارل 
  • په نړېواله کچه د مخدره توکو د قاچاق مخنیوی
  • د لویو پلان شوو غلاوو مخنیوی او د غلو نیول 
  • د هویت په برخه کې د جعلکارۍ کشفول
  • د اسنادو جعلکاري معلومول
  • د ورکو شوو کسانو په موندلو کې هڅه
  • د کشف شوو جسدونو معلومول
  • د مجرمینو بین اللمي څار
  • په غړیو هېوادونو کې د مجرم نیولو لپاره چټک ارتباطي پُل جوړېدل او ...

 

ددې پولیسو نوی مشر څوک دی؟

د انټرپول نوی رئيس "جنرال احمد ناصر الرئیسي" نومېږي. نوموړی د عربي متحده اماراتو (UAE) اوسېدونکی دی. شنونکي پر دې باور دي، چې "انټرپول سازمان" تر ډېره پر عربي متحده اماراتو تکیه کوي، دا ځکه چې انټرپول خپل اکثریت مالي تمویل له همدې هېواد څخه ترلاسه کوي. نو ځکه خو داسې وضعیت رامنځته شوی.

د بشري حقوقو نړېوال مدافعین پر دې ټاکنې خوښ نه دي، دا ځکه چې پر "الرئیسي" د شکنجې او د خلکو پخپل سري زنداني کولو تورونه دي. آن تر دې چې د نوموړې خلاف په پنځو هېوادونو کې شکایتونه هم ثبت دي. یو له دې هېوادونو څخه فرانسه هم ده، چرته چې ددې سازمان عمومي مرکز هم موقعیت لري.

Related Articles

Jul 24, 2020
2,908 views

خوږه شکره (Diabetes Mellitus)

د نورمال اشخاصو په وینه کي د ګلوکوز(sugar) اندازه په سهار وختي کي (تش نس) د 70 او 110 mg/dL تر منځ ده. له خوراک څخه وروسته د لمړي او دویم ساعت تر منځ د ګلوکوز مقدار د 100 څخه تر 140 mg/dL پورته کېږي او تر خوراک دوه ساعته وروسته بیرته نورمال حالت ته ر...

Apr 28, 2022
6,031 views

د روژې فضیلت

لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري د روژې فضیلت   د روژې مبارکه میاشت په اسلام کې له ځانګړي فضیلت څخه برخمنه ده. روژه چې د اسلام له پنځو بناوو څخه درېیمه بنا ده، رسول اللهﷺ فرمايلي دي: "بنِيَ الإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ، شَهَادَةِ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا...

Jun 04, 2023
1,470 views

عمر رض په چغو ژړاه واقعه

*امیر المؤمنین حضرت عمر رض ولې په چيغو چيغو وژړل؟*     *امير المؤمنين حضرت عمر فاروق (رض) په مسجد نبوي كښې ناست وو، او دمسلمانانو په ورځنيو چارو بوخت و.* *يو دنګ ځوان چې سپيره ويښتان او سپيره مخ يې وو، خيرن كالي يې اغوستي او تڼۍ يې هم څو ځايه شکيدلې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,484 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,090 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,857 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...