څنګه خپل عاشق یا معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړو؟

i
imranghani
Author
Nov 22, 2021
4 years ago
3,693 views
څنګه خپل عاشق یا معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړو؟

لیکنه: شکېبا نادري، څنګه خپل عاشق یا معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړو؟

 

مینه د هر بل احساس په څېر هغه  احساس دی چې د هر نارینه او ښځینه په وجود کې شته دی او د وخت په تېرېدو سره پیاوړی کېږي. له هغه وخت څخه چې یو ماشوم وزېږېږي، کله چې وږی شي ژاړي، همدا ژړا یې هغه مینه ده چې د ماشوم او مور ترمنځ شتون لري. 

مینه یوازې دا نه ده، چې یو هلک به یې له نجلۍ سره لري او یا د یوې نجلۍ مینه له هلک سره، مینه بېلابېل ډولونه لري لکه، له خدای ﷻ سره مینه، له انسانانو سره مینه، له حیواناتو او داسې نور شیانو سره مینه کېدلای شي.

 موږ په دې لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه خپل عاشق/ معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړئ.

ډېری هلکان یا نجونې مئینېږي، خو د دې جرات نه لري یا نه پوهېږي چې څنګه خپله مینه مقابل لوري ته څرګنده کړي، نو د تل لپاره یې مینه همداسې نیمګړې پاتې کېږي، که تاسو هم له داسې ستونزې سره مخ یاست، نو زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

۱. د منونکو (تاییدی) جملو کارول

کله مو چې غوښتل خپل عاشق/ معشوقې ته خپله پټه مینه څرګنده کړئ لومړی باید د هغوی له هرې خبرې سره همغږي وښیئ، تر څو مقابل کس په دې پوه شي چې خبرې او پرېکړې یې تاسو ته د منلو وړ دي او درته ارزښت لري.

۲. وخت تېرول

کله چې غواړئ یو کس ته خپله مینه څرګنده کړئ، باید خپل ډېر وخت له هغه/ هغې سره تېر کړئ، له وخت تېرولو څخه مو موخه نږدېوالی نه دی، کېدای شي له لرې واټن څخه هم تاسو دا کړنه د ټلیفون له لارې ترسره  کړئ، تر څو ستاسو عاشق/ معشوقه په دې پوه شي چې تاسو غواړئ له هر چا څخه ډېر له دې یا ده سره وخت تېر کړئ.

۳. ډالۍ ورکړئ

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ډالۍ ورکول عامه خبره ده، هر څوک کولای شي خپلو ملګرو، خپلوانو، ټولګیوالو او داسې نورو کسانو ته ډالۍ ورکړي، نو تاسو هم کولای شئ چې د خپلې مینې د څرګندلو لپاره تر ټولو اسانه لار وټاکئ یعنې خپل عاشق/ معشوقې ته ډالۍ ورکړئ، اړینه نه ده چې دا ډالۍ د قېمتي وي اړینه داده چې داسې یو شی و اوسي چې ترې ګټه واخلي او له هر ځل ليدو وروسته یې تاسو په یاد شئ. 

۴. مرسته کول 

هڅه وکړئ چې تل په هغو کارونو کې چې دوی (عاشق/ معشوقې) ته ستونزمن وي ور سره مرسته وکړئ، په غم او خوښئ کې یې د ګډون هڅه وکړئ، تر څو دوی ستاسو په شتون کې د ارامۍ احساس وکړي.

کېدلای شي د دې ټولو کړنو تر څنګ د مینې د څرګندولو نورې لارې هم شته وي، خو موږ په یادې لیکنې کې تاسو ته هغه اړینې کړنې یادې کړې دي، چې په تر سره کولو سره به یې ارومرو ستاسو عاشق/معشوقه ستاسو مینې ته متوجه شي او یو عکس العمل به وښیي.

Related Articles

Jul 08, 2020
4,078 views

زموږ د خپګان او ناکامۍ څلور لوی لاملونه کوم دي؟

ځينې خلګ له ژونده نارضه وي، او فکر کوي چې ګواکي ټول مشکلات يوازې دوی تيروي، خو داسې نه ده د نړۍ ټول خلګ مشکلات لري، د نړۍ ټول خلګ له ستونزو سره مخ کېږي، خو د هغوی د برياليتوب لامل دا دى چې لاندې څلور خاصيتونه يې حذف کړي؛ راځئ دا څلور ځانګړتیاوې وپيژن...

Jul 26, 2023
1,663 views

سوځيدنه

*سوځيدنه* له #سوځېدلو وروسته بايد څه وکړو؟- په بېړه ناروغ د سوځېدلو له ځای يا شي څخه لېري کړئ- پر سوځېدلي ځای تومړې او يا مازي سړې اوبه د ۱۰ يا ۲۰ دقيقو لپاره توی کړئ. يخی او يا ډيري يخې اوبه بايد استعمال نشي- له سوځېدلي ځای ځخه ګېڼه او زيور لېري کړ...

Dec 17, 2022
1,758 views

مادي او معنوي تمدونونه په انساني تاریخ کي تیر سوي او دوام لري!

مادي او معنوي تمدونونه په انساني تاریخ کي تیر سوي او دوام لري! ۱:- مادي تمدون: د بشر په تاریخ کي د مادي تمدون څپرکۍ په لومړي ځل مسلمانانو د اندلُس (اوسنۍ هسپانیا) په سپین ښار کي خلاص کړ، چي د قرطبې، زهراء، اشبیلیه ماڼۍ د مسلمانانو د هماغه وخت د تمدو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...