څنګه خپل عاشق یا معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړو؟

i
imranghani
Author
Nov 22, 2021
4 years ago
3,699 views
څنګه خپل عاشق یا معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړو؟

لیکنه: شکېبا نادري، څنګه خپل عاشق یا معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړو؟

 

مینه د هر بل احساس په څېر هغه  احساس دی چې د هر نارینه او ښځینه په وجود کې شته دی او د وخت په تېرېدو سره پیاوړی کېږي. له هغه وخت څخه چې یو ماشوم وزېږېږي، کله چې وږی شي ژاړي، همدا ژړا یې هغه مینه ده چې د ماشوم او مور ترمنځ شتون لري. 

مینه یوازې دا نه ده، چې یو هلک به یې له نجلۍ سره لري او یا د یوې نجلۍ مینه له هلک سره، مینه بېلابېل ډولونه لري لکه، له خدای ﷻ سره مینه، له انسانانو سره مینه، له حیواناتو او داسې نور شیانو سره مینه کېدلای شي.

 موږ په دې لیکنې کې تاسو ته په دې اړه معلومات درکوو چې څنګه خپل عاشق/ معشوقې ته خپله مینه څرګنده کړئ.

ډېری هلکان یا نجونې مئینېږي، خو د دې جرات نه لري یا نه پوهېږي چې څنګه خپله مینه مقابل لوري ته څرګنده کړي، نو د تل لپاره یې مینه همداسې نیمګړې پاتې کېږي، که تاسو هم له داسې ستونزې سره مخ یاست، نو زموږ لیکنه تر پایه ولولئ!

۱. د منونکو (تاییدی) جملو کارول

کله مو چې غوښتل خپل عاشق/ معشوقې ته خپله پټه مینه څرګنده کړئ لومړی باید د هغوی له هرې خبرې سره همغږي وښیئ، تر څو مقابل کس په دې پوه شي چې خبرې او پرېکړې یې تاسو ته د منلو وړ دي او درته ارزښت لري.

۲. وخت تېرول

کله چې غواړئ یو کس ته خپله مینه څرګنده کړئ، باید خپل ډېر وخت له هغه/ هغې سره تېر کړئ، له وخت تېرولو څخه مو موخه نږدېوالی نه دی، کېدای شي له لرې واټن څخه هم تاسو دا کړنه د ټلیفون له لارې ترسره  کړئ، تر څو ستاسو عاشق/ معشوقه په دې پوه شي چې تاسو غواړئ له هر چا څخه ډېر له دې یا ده سره وخت تېر کړئ.

۳. ډالۍ ورکړئ

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې ډالۍ ورکول عامه خبره ده، هر څوک کولای شي خپلو ملګرو، خپلوانو، ټولګیوالو او داسې نورو کسانو ته ډالۍ ورکړي، نو تاسو هم کولای شئ چې د خپلې مینې د څرګندلو لپاره تر ټولو اسانه لار وټاکئ یعنې خپل عاشق/ معشوقې ته ډالۍ ورکړئ، اړینه نه ده چې دا ډالۍ د قېمتي وي اړینه داده چې داسې یو شی و اوسي چې ترې ګټه واخلي او له هر ځل ليدو وروسته یې تاسو په یاد شئ. 

۴. مرسته کول 

هڅه وکړئ چې تل په هغو کارونو کې چې دوی (عاشق/ معشوقې) ته ستونزمن وي ور سره مرسته وکړئ، په غم او خوښئ کې یې د ګډون هڅه وکړئ، تر څو دوی ستاسو په شتون کې د ارامۍ احساس وکړي.

کېدلای شي د دې ټولو کړنو تر څنګ د مینې د څرګندولو نورې لارې هم شته وي، خو موږ په یادې لیکنې کې تاسو ته هغه اړینې کړنې یادې کړې دي، چې په تر سره کولو سره به یې ارومرو ستاسو عاشق/معشوقه ستاسو مینې ته متوجه شي او یو عکس العمل به وښیي.

Related Articles

Jan 17, 2024
1,881 views

مار چیچل بیړنی حالت

د مار چيچل:په افغانستان کې شاوخوا درې ډوله زهر لرونکې او دوه ډوله بې زهرو ماران ژوند کوي. د افغانستان زهر لرونکې ماران د افعي (وايپر)، کفچه (کوبرا)، هندي مار (کريټ) په نامه ياديږي.هر هغه وخت چې پورته زهر لرونکې ماران انسانان وچيچي وړ وړ شديدي روغتياي...

Apr 30, 2022
1,993 views

د افریقا خړ طوطي

د ډول علمي نوم یې (Psittacus erithacus) ده، د (African gray or gray parrot) په نومونو هم پېژندل کیږي، د توتي ډول ده او په (order Psittaciformes) ډله کې ډلبندي شوی. په ساو ټام، عاج ساحل، ټوله نایجیریا او کامېرون، د کونګون په جمهوریت کې، یوګاندا، تانزا...

Feb 24, 2022
1,867 views

ایا پوهېږﺉ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ سرکه د کومو شیانو د خرابېدو لامل کېږي؟   هر څوک غواړي چې پاک او ښکلی کور ولري، د خپل کور د پاکولو لپاره له بېلابېلو موادو څخه کار اخلي چې یو له دغو موادو څخه سرکه ده. طبیعي او ارزانه سرکه د کور د وسایلو د پاکولو لپار...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,645 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,122 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,964 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...