د یک ټلویزیون سره د ملي ثبات ټولنې بنسټګر او د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د مرکې مهم ټکي

H
Hikmatullah Yousafzai
Author
Nov 21, 2021
4 years ago
1,414 views
د یک ټلویزیون سره د ملي ثبات ټولنې بنسټګر او د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د مرکې مهم ټکي

د یک ټلویزیون سره د ملي ثبات ټولنې بنسټګر او د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د مرکې مهم ټکي:
1. هغه کسان چې اوس په ښاغلي غني زیات انتقادونه کوي، د جمهوریت پر مهال تر ټولو زیاته چپلوسي همدوی کوله، موږ هغه وخت چپلوسي نه کوله او اوس پسې خبرې نکړو.
2. درې رنګه بېرغ یو قوم، قبیلې او ګوند پورې اړه نلري، بلکې یو ملت او د افغانستان ستر تاریخ پورې اړه لري، د افغانانو د ژوند یوه برخه ده، هیله مند یم چې دې برخه کې طالبان د ملت غږ واوري، ځکه دا بېرغ د افغانانو ویاړ او افتخار دی.
3. له هېواده بهر د شوراګانو جوړیدل هیڅ نتیجه نه ورکوي، ځکه د شوراګانو جوړونکي چې په وطن کې وو، څه یې وکړل؟
4. هره داعش سلفي دی، خو هر سلفي داعش ندی، نو باید طالبان دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
5. زلمي خلیل زاد په اړه هیڅ افغان مثبت نظر نلري، متاسفانه افغانستان سره یې ډیر عقدوي برخورد یې کړی، تاریخ به یې په اړه قضاوت وکړي.
6. له افغانستان څخه چې کوم کسان ځي، ځینې یې ډوډۍ نلري، ځینې ژوند نلري او ځینې کار روزګار نلري، نو ځکه وطن پریږدې، خو مینه یې له وطن سره همېش شته.
7. زه په دې باوري یم چې دې شلو کالونو نظام کې چا کار کړی وي، مستقیم او غیرې مستقیم ورته ګټه رسیدلي وي، ټول د نیمګړتیاوو او لاسته راوړنو شریکان دي، یو کس ته هیڅکله مسؤلیت او امتیاز باید ورنکړل شي.
8. ولسمشر غني په کار پوه شخص وو، وطن سره یې مینه وه، خو متاسفانه په ټیم کې د تعهد کچه کمه او د فردي امتیازاتو برخه زیاته وه، اکثریتو یې غوښتل چې سیستم د ځآن لپاره وڅرخوي.
9. موږ هیڅکله د خپلو سرتېرو قربانۍ نشو هیرولی، دوی د نظام د ساتلو لپاره خپلې سینې سپر کړې وې.
10. ولسمشر په داسې حال کې افغانستان څخه ووت، چې ټول وطن سقوط کړی وو، که پاتې هم وو، نه ژغورل کېده، خو د پاتې کېدو طرفداره یې زیات وم، طالبانو هم باید اطمنان ورکړی وو.
11. جمهوریت د ماتې درې اړخونه وو.
لومړی : ملي او ولایتي شورا اکثریت غړو، سیاسیون، مدني ټولنو، احزابو، رسنیو او ځینو نورو تر وروستۍ ورځې پًورې د جمهوریت تخریب وکړ.
دویم : نړیوالې ټولنې وروستیو کې نظام ته د لاس ورکولو پر ځآی نظام له شاه څخه په چاړه ووهه.
درېیم : په افغانستان کې شکست او د جمهوریت ماتېدل درېیم لامل د دوحیې تړون څخه پیل شو.
12. داعش افغانۍ پدیده نده، داعش افغاني فکر نلري، افغانانو کې نفوذ نلري، داعش وحشت کوي، وژنه کوي چې افغانان ورسره سخت مخالفت لري، په څو ولایتونو کې ستونزې شته، خو د افغانستان لپاره یې لویه اندېښنه نه ګڼم.
13. افغانستان باید د نورو د ګټو قرباني نشي، طالبان باید د ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ توازون په نظر کې ونیسو، تر دې وړاندې موږ د نیمګړې توازون قرباني شوي وو.
14. تر دې وروسته د نظامونو د لمنځه وړلو پر ځای باید د نظامونو تقویت لپاره کار وشي، ځکه نظام څخه لباس ندی، چې د جامو په څېر یې بدل کړو، نور باید نظامونه بدل نه، د اصلاح لپاره یې کار وکړو.
15. نړۍ د افغانستان له جګړې ستړې ده، د حکومت او نړۍ ترمنځ اړیکې نږدې شوي، پیل شوی تګ راتګ مثبت ټکی دی، طالبان هم باید نړۍ سره تعامل وکړي، ځکه فقر ورځ تر بلې زیاتیږي او فقر دی چې ولس نورو لارو ته ګرځوي، خو نړۍ هم باید افغانان هیر نکړي.
16. طالبانو ته مشوره ورکوم چې د سیستم د ښه پرمخ وړلو لپاره زموږ مثبتې کړنې پیاوړې کړي او نیمګړتیاوې حل کړي، خو که پاملرنه ونکړي، نو ستونزې زیږیدلی شي.
17. د بون په کنفرانس کې که طالب او حزب اسلامي دعوت شوی وو، نن به ملي ځواک او نظام نه وو لمنځه تللې، نو طالبان دې هم تجربه واخلي او هیڅ افغان ته دې هم په عادي نظر نه ګوري.
18. اوسنۍ سرپرسته کابینه د قومي اړخ له مخې همه شموله ده، خو د سیاسي اړخ څخه همه شموله نده، ځکه یواخې د طالب ایډیالوژۍ ته ځآی ورکړل شوې.
19. د نجونو د تعلیم بحث باندې موږ خفه یو، هیله لرم چې په دې برخه کې چې څومره ژر کیږي، ښوونځي په ټولو ولایتونو کې په پوره توګه پرانیستل شي.
20. نړۍ طالبانو باندې شرط اېښي چې بیان ازادۍ، نورو جنګیالیو سره د اړیکو نه لرلو، بشر حقوقو ته درناوي او همه شمول حکومت رامنځته کېدو برخه کې اقدامات وکړي.
21. په تېرو درې میاشتو کې په ټول هېواد ک ېنسبي امنیت رامنځته شوی، خو د خدماتو برخې ته له درې میاشتې نور انتظار هم پکار دی، خو طالبان هم باید دې برخه کې هڅه وکړي، ځکه جوړ سیستم ورته پرېښودل شوی دی.
22. زه د یوې متوسطې کورنۍ پورې ارتباط لرم، دې ولس ماته عزت را کړی، کله چې په ښه ورځ کې له دوی سره وم، نو ژمن یم چې په هر حالاتو کې د همدې هېوادوالو په خوا کې اوسم، که هر چرته لاړ شو، زړونه مو له وطن او افغانانو سره تړلي دي.
23. نوې حکومت کې را ته د دندې وړاندیز ندی شوی او اراده هم نلرم، خو د نظام ملاتړ کوم، ځکه زه د وسله والې جګړې سخت مخالف یم، دا ځکه چې افغانستان درې ځلې جوړه اردو لمنځه تللې، نه غواړم چې بیا جګړې ته لاړ شو، نو هڅه کوم چې د منلو، زغملو او تفاهم لاره تعقیب کړم.
24. ننګرهار کې مې طالبانو ته په ټوکه کې وویل چې جوړ ولایت او سیستم مې در وسپاره، هیله ده خراب یې نکړئ، له دوی سره مې په لومړیو خبرو کې په ملي وحدت، افغانستان د ټولو ګډ کور، امنیتي ځواکونو درولو او تعلیم باندې ټینګار وکړ.
25. د هغه ورځې په هیله یم چې طالبان خپلې سینې پراخه کړي او د سیاستمدارانو په ګډون ټول افغانان وطن ته را وګرځي او پّه ګډه د افغانستان د ابادۍ لپاره کار وکړو.
د لوستلو څخه مو مننه!
عطاالله خوږیاڼی

Related Articles

Jan 07, 2021
2,920 views

په کاري چاپېريال کې د پرمختګ لارې چارې

لیکنه ـ ریاض مقامزی بشر د خپل ژوند د دوام لپاره اړ دی، چې کار وکړي، زیار وباسي او د خپلو کارونو او زحمتونو پایله وګوري. تقریبا اکثره وګړي د خپل ژوند د بقا او له نورو سره د مرستې لپاره کار کوي. ځينې په خپل کاري ژوند کې ډېر بریالي وي او ژر ـ ژر د پرمخ...

Jul 15, 2022
3,359 views

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ

د لېوه نادِره خویونه دلته ولولۍ ددې څیرونکي ژوي نوم لېوه / شرمښ او ګرګ دی دليوه ښځینه طبقه چې کله دژوند ملګری پيدا کړي ټول ژوند ورسره ملګرې وي او د بل ليوه سره هيڅ ډول اړیکه نه ساتي ، همدارنګه نر ليوه هم دبلي ښځې سره جنسي اړيکي نه ساتي ، له دې امله...

May 04, 2021
2,069 views

ميا شاه جهان

دا سړي۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ميا شاه جهان دي پۀ 1942 كښې د اتمانخيلو پۀ چينه ګئ كښې د ميا حاكم پۀ كور كښې پيدا شوي او پۀ 9 فرورئ 2005 كښې د كور پۀ خواه كښې پۀ بمى چاودنه كښې د دهشت ګردئ ښكار شو ۔۔مياشاه جهان هغه شخصيت وه چې ټول ژوند ئې د اولس خدمت ته وقف كړي و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,489 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,862 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...