د راشد خان ارمان پېژندګلوي

i
imranghani
Author
Nov 20, 2021
4 years ago
2,772 views
د راشد خان ارمان پېژندګلوي

لیکنه: شکېبا نادري، د راشد خان ارمان پېژندګلوي

زموږ د هېوادوالو ټول ژوند په جګړو کې تېر شوی، ټول هېوادوال مو د سولې او هوساینې لپاره تږي دي، تل د یوه هوسا ژوند هیله لري، غواړي د نورو هېوادنو د وګړو په څېر یو ارامه او له خوښیو څخه ډک ژوند ولري.

خو له دومره ستونزه سره سره بیا هم هڅه کوي چې پرمختګ وکړي او ځان له نورو هېوادونو سره برابر کړي چې تر ټولو غوره بېلګه یې زموږ د کرېکټ ملي لوبډله او د هغه لوبغاړي دي.

 موږ په دغې لیکنې کې د نړۍ په کچه د غوره لوبغاړي 'راشد خان ارمان' د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې د نامتو توپ اچونکي او اتل په اړه تاسو ته معلومات درکوو، که تاسو هم د راشد خان ارمان مینه وال یاست او غواړئ په اړه یې پوه شئ، نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

 راشد خان ارمان د افغانستان د ملي لوبډلې هغه لوبغاړی دی چې د هر افغان په زړه کې ځانګړی ځای لري، راشد د خپل ځانګړي استعداد په مرسته وکولای شو چې په ډېر کم عمر کې ځان د نړۍ له نامتو کرېکټرانو سره برابر کړي او د نړۍ خلکو ته دا ثابته کړي چې افغانان څومره تکړه دي.

 راشد خان د ۱۹۹۸ کال د سپټمبر په ۲۰ نېټه په ننګرهار ولایت کې زېږدلی دی، راشد خان یو ښی لاسی توپ اچونکی لوبغاړی دی، اوس مهال د راشد خان عمر ۲۳ کاله دی، په فوټبال کې د راشد خان د خوښې لوبغاړی رونالډو دی، د راشد خان د خوښې ځای مالډیو هېواد دی، د خوښې سندرغاړې یې لیلا خان ده، د ده د خوښې فلمي سټوری امیر خان دی، هغه اپ چې راشد خان ورڅخه ډېره ګته اخلي واټسپ دی، سر بېره پر دې راشد خان ارمان وایي چې په بېکاره وختونو کې غواړم ډېر خوب وکړم. 

د راشد خان ارمان لوبې

 راشد خان خپله لومړۍ یو ورځنۍ نړيواله لوبه د زمبابوې پر وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې ترسره کړه، په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې یې هم لومړۍ لوبه د زمبابوې پر وړاندې په ۲۰۱۵ کال کې تر سره کړه او په شل اوریزو لوبو کې یې هم خپله لومړنۍ لوبه د زمبابوې پر وړاندې تر سره کړې ده.

 

هغه لوبډلې چې راشد خان پکې لوبې کړې دي؟

 راشد خان په بېلابېلو لوبډلو کې لوبې کړې دي لکه، د افغانستان ملي لوبډله؛ شپږیزه لکه، بند امیر لوبډله، کابل بازان لوبډله، بوست ساتونکي لوبډله، د پاکستان غوره لیګ(پي. اېس. اېل) لکه، کویټه ګلاډیاټورس لوبډله او لاهور قلندرس لوبډله ؛ د بنګلدېش غوره لیګ لکه، کومیلا ویکټورینس لوبډله؛ د اسټرالیا غوره لیګ (بېک بش/BBl) لکه، اډلیډ سټرای کرس لوبډله او په داسې نورو لوبډلو کې لوبېدلی دی.

 

په بېلابېلو لوبو کې د راشد خان ارمان د منډو شمېر 

د راشد خان ارمان ۷۴ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې تر سره کړې دي او په دې لوبو کې یې ۱۰۰۸ منډې کړې دي، په دغو یو ورځنیو لوبو کې یې په یوه لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې ۶۰ ناسوځېدلې منډې دي او ۱۴۰ ویکټې یې اخیستې دي.

۵۶ شل اورېزوې نړیوالې لوبې یې تر سره کړې دي او ټولې منډې یې ۱۸۲ دي او په یوه لوبه کې یې ډېرې منډې ۳۳ منډې دي او ۱۰۳ ویکټې یې پکې اخیستې دي. په ټوله کې خان ۲۸۹شل اوریزې لوبې کړي دي او منډې یې ۱۳۱۵دي، خو په یوه لوبه کې یې ډېرې منډې ۵۶ ناسوځېدلې منډې دي او ۴۰۰ ویکټې یې اخیستې دي. پینځه ټېسټ لوبې یې هم کړې دي، منډې یې ۱۰۶ او په یوه لوبه کې ډېرې منډې ۵۱ او ۳۴ ویکټې یې اخیستې دي.    

 

په نړیواله کچه د راشد خان ارمان ریکارډونه

۱. د نړۍ په کچه په شل اوریزو لوبو کې راشد خان تر ټولو ځوان لوبډل مشر(کېپټان) و، په دې وخت کې د راشد خان عمر د ۲۰ کلونو او ۳۵۰ ورځو و. 

۲. راشد خان ارمان د نړۍ په کچه په یو ورځنیو لوبو کې هم د تر ټولو ځوان لوبډل مشر(کېپټان) په توګه ټاکل شوی و، دا مهال د راشد خان عمر د ۱۹ کلونو او ۱۶۵ ورځو و.

۳. راشد د نړۍ په کچه په یو ورځینیو لوبو کې درېیم غوره بالېنګ اووه ویکټې او ۱۸ منډې (۱۸/ ۷) 

۴. خان په نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ۵۰ چټکې منډې کړې دي او ۱۰۰ ویکټې یې اخیستې دي.

Related Articles

Apr 18, 2022
2,244 views

لعل شهباز قلندر څوک و؟

 صوفیانودهند په نیمه وچه( بر صغیر) کې داسلام دسپيڅلي دین دخپریدولپاره دسوله ایزې اوښو اخلاقو له لارې ډیرې لاسته راوړنې درلودلې دي ،په دغو صوفیانو کې حضرت معین الدین اجمیري چې په خواجه غریب نوازاو اجمیري سره شهرت لري ، سترپښتون صوفي حضرت قطب الا قطاب...

Jan 05, 2023
914 views

نگاهی مجدد به ضرورت حجاب || A renewed look to the necessity of hijab

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar حجاب که در لغت به معنای پوشش است، در مفهوم معروف آن غالباً به پوشش زنان گفته می‏شود، در حال که پوشش یک واژه‏ی عام است و با استفاده از اصول...

Feb 13, 2022
3,208 views

راډيو څنګه اختراع شوه!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که څه د انټرنیټ او نورو ټکنالوژيکو پرمختیاوو له امله راډيو خپل پخوانی ارزښت او اورېدونکي له لاسه ورکړي؛ خو لا هم په لرې پرتو سیمو او آن ځينو ښارونو کې ګڼ شمېر خلک یې په مینه اوري. په هر حال؛ نن د فرورۍ ديارلسمه ده، چې د راډیو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,810 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,159 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,089 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...