To start downloading books

Please sign in or create an account.

Ketabton 4 years ago 3,281
د هیواد په پرمختګ کی د ټکنالوژی اغیزه

د هیواد په پرمختګ کی د ټکنالوژی اغیزه

انسانان د تاریخ په اوږدو کی کمال ته د رسیدو لپاره د علم په لټون کی دی. په علمی او څیړنیزه برخه کی معلوماتی ټکنالوژي خورا زیاتی آسانتیاوی او سهولتونه رامنځ ته کړی چی انسانانو سره یی د علمی ځواک په ګړندی کولو برخه کی ډیره مرسته کړی.

د شلمی پیړی له نیمایی را په دیخوا ټکنالوژي پیل او تر اوسه ګړندی پرمخ روانه ده. د لومړی ځل لپاره د کمپیوټر له جوړیدلو سره د انسانانو په ژوند کی یو ستر بدلون منځ ته راغی، وروسته بیا د معلوماتو شریکولو او اړیکو ټینګولو په برخه کی ټکنالوژی له بشریت سره ستره مرسته کړی او دا ترټولو لویه لاسته راوړنه بلل کیږی.

په همدی لړی کی له لری لاری د معلوماتو شریکولو او لیږد رالیږد کی انټرنټ د انسانانو په ژوند کی د نښلولو په برخه کی د ارزښت او پام وړ پرمختګ په چټکی سره رامنځ ته کړ، په نړی کی د ډیجیتل ټکنالوژي د همدی تحول په اوږدو کی ځینی فرصتونه، نیمګړتیاوی، امیدونه او ډارونی هم شتون لری.

ډیجیتلی پرمختګ هغه څه دی چی انسان له خپل جوړ شوی مهارت څخه شاته پاتی کیږی د انسانانو په غوښتنه یا نه غوښتنه د ژوند یو نوی بشری پړاو ته ورننوځی او جوړیږی.

ټکنالوژي د صنعت او تجارت په پرمختګ او پراختیا برخه کی ځانګړی رول لری چی غوښتونکی یا رانیونکی په اسانی سره کولای شی خپلو د اړتیا وړ توکی په اسانی او کیفیت سره ترلاسه کړی په همدی ډول د توکو پلورونکی هم په خورا اسانی سره په دی توانیږی ترڅو په کمه بیه خپل توکی غوښتونکو ته په وخت وښایی او ورسوی.

داسی انګیرل کیږی د ټکنالوژي په برخه کی به اقتصاد چی اصلی هدف او دنده یی د تولید او توضیح په برخه کی ده ځینی پراختیایی نظریی شتون ولری، خو داسی نه ده. د اقتصادی پوهانو له اړخه ټکنالوژي د دی پوهنځی لپاره – که وغواړو له فنی اصطلاحاتو ګټه پورته کړو یوه بهرنی امریه ده په دی معنی چی له اقتصادی نظریی بهر ځانته چوکاټ کی خپل ځای لری.

نن ډیری ټکنالوژي د زیاتو څیړنو په ترڅ کی لاسته راځی چی د نړی په هره برخه کی اړوند څیړونکی پری بوخت دی. له لږو شته منابعو څخه ډیری ګټی اخیستنی ته ټکنالوژي ویل کیږی په همدی برخه کی ژوره اړتیا ده چی زمونږ په هیواد کی د علمی او څیړنیزو موسساتو په جوړونه او ساتنه کی حکومت خپلواکه بودیجه ځانګړی کړی.

د معلوماتی ټکنالوژي جامع تعریف داسی ده چی (د معلوماتو، توکو او تخنیکونو چی له علمی تجربو یی زیرمه اخیستی وی او د سیستمونو، خدماتو او محصولاتو په پراخوالی کی ورڅخه ګټه اخیستل کیږی وایی.

نن ورځ زموږ هیواد کولای شی د صنعتی او تازه صنعتی هیوادونو بلخصوص د آسیا شرقی او لاتین امریکا هیوادونو د پرمختګ په مطالعی سره د هغوی د پرمختګ په رازونو پوه شی. د دغو هیوادونو د تجربو په مطالعی سره دی پایلی ته رسیدلی شو چی زموږ هیواد د نوی ټکنالوژی په پیل کولو او مدرنی ټکنالوژی په انتقال سره په اقتصادی برخه کی ډیر پرمختګ شونی دی او هم په سیاسی، اجتماعی او اقتصادی برخو کی خپلو مصارفو ته کموالی ورپه برخه کړی چی په پایله کی یی د هیواد پرمختګ لا د چټکوالی لور ته بیایی.

د بیلګی په ډول زمونږ هیواد کولای شی د جنوبی کوریا، تایوان، مالیزیا، برازیل، او مکزیک هیوادونو له تجربو څخه په ګټی اخیستنی د بهرنی ټکنالوژی په پیرولو او واردولو سره سالم مدیریت کولای شی او د هیواد پرمختګ په برخه کی مثبت تاثیرات لری.

داخلی او بهرنی عواملو برخی هغه دوه کلیدی او مهم ټکی دی چی اړینه ده له پام څخه لری پاتی نشی. داخلی عواملو څخه منظور له ملی ارادی او عزم څخه عبارت دی چی د هیواد په پرمختګ او بساینه کی ستر رول لری چی د تیر په پرتله اوسمهال زمونږ هیواد په دی برخه کی د تیرو کلونو په پرتله د ډیرو پرمختګونو شاهد دی. له دی سره سره بیلابیل عوامل شتون لری چی په دی برخه کی ملی عزم او ارادی ته زیان ورسوی چی ترټولو اړین فکتور یی امنیت او اړوند نور مسايل دی. 

په کوم هیواد کی چی د اقتصادی پرمختګ ښه عزم او اراده شتون ولری او همدی اصل ته په پاملرنی سره پروګرام جوړونه او سرمایه ګذاری شتون ولری او حکومت د همدی اصل په پلی کولو سره د زیرمو په جوړولو مخ په وړاندی حرکت وکړی د معلوماتی ټکنالوژي په وجود کی دننه موثره عواملو څخه په ګټه اخیستنی د هیواد پرمختګ برخه کی ستر بدلونونه رامنځ ته شی. له بهرنی عامل څخه مقصد، د بهرنی پانګه اچونی مستقیم شتون او ډیروالی په هیواد کی دی چی دا عامل کولی شی د ټکنالوژي په واردولو برخه کی ستر رول ولوبوی.

د بهرنی پانګه اچونی موثرو عواملو څخه کولای شی د پانګه اچونی امنیت، د لیږد رالیږد مصارف، د بازار اندازه او مناسبه زیرمو ته په هیواد کی اشاره وکړو چی هر شخص په یو ډول کولای شی په هیواد کی مستقیمه پانګه اچونه زیاته یا کمه کړی او په همدی ډول د ټکنالوژی په موثریت زیاتوالی یا کموالی کی خپله برخه ولری او په همدی ډول لومړی دولت بیا ټول خلک اړینه ده په هغه مسیر کی ځان عیار کړی او هغسی پروګرامونه طرحه کړی چی عوامل تقویت کړی تر څو د بهرنی پانګه اچونی واردیدل هیواد ته چی په تیرو څو کلونو کی یی منفی اغیزی هم لرلی په نظر کی ونیول شی، زیات شی ترڅو د هغو په واردیدلو سره په ټکنالوژی باندی مثبتو تاثیراتو سره د هیواد د پرمختګ مسیر لا ګړندی کړی.

نن ورځ هغه هیوادونه چی وکولای شی په خپلو داخلی تولیداتو کی له نوی ټکنالوژی ګټه پورته کړی په اسانی سره کولای شی د خپلو تولیداتو په برخه کی مصارف سپما وکړی چی  له همدی مزیت څخه په ګټه اخیستنی خپل توکی بهرنیو بازارنو ته ولیږدوی زموږ هیواد هم کولای شی د همدی اصل په پام کی نیولو سره په خپلو مصارفو کی سپما رامنځ ته کړی او خپل سهم په بهرنیو بازارنو کی لوړ کړی. د بیلګی په ډول زمونږ هیواد کولای شی د زراعت په برخه کی چی زموږ بهرنیو صادراتو کی ډیر سهم لری له نوی ټکنالوژي څخه په ګټه اخیستنی خپل تولیدات له لږو زیرمو څخه زیات تولید کړی او خپل تولیدی مصارف راکم کړی او له دی لاری، په بین المللی بازارنو کی خپل سهم پیدا کړی او په اقتصادی برخه کی د خپل پولی واحد ارزش لوړ کړی او په ټوله کی د هیواد په مثبت بدلون او پرمختګ کی لوړ ګامونه پورته کړل شی.

په ټوله کی دی پایلی ته رسیږو چی په ټولو برخو کی هم اقتصادی، سیاسی او ټولنیزو برخو کی کیدای شی په ترټولو لږو زیرمو او مصارفو لوړه ګټه ترلاسه شی او په دی برخه کی، اړینه ده چی د وارداتو په عواملو خپله جدی پاملرنه په پام کی ونیسو، ځکه چی ټکنالوژی د هیواد په پرمختګ او بساینه کی ستر رول لری.

 

لیکوال: انجنیر ذبیح الله ابراهیمي

Related Articles

سروی  پل Bridge Surveying

✏سروی  پل: درسروی پل ها موارد آتی در نظر گرفته میشود.1- بازدید بامسئولین.2- مشوره با بزرگان محل.3- فاصله پروژه ازولایت،ولسوالی،بازارویا کدام محل مشهورمنطقه.4- تعین موقعیت پل بامشوره واخذ معلومات از اشخاص فهیم محل.5- تثبیت دوکنارپل.6- سروی ساحه پل به اساس فرمایش دیزاین.7- تعین نقاط اساسی در ساحه.8- معلومات مقدارآب موجوده.9- تعین بلندترین نشان سیلاب...

امتحان د دوو نفرو و، خو پارچه پنځو نفرو حل کړه.

زما چې د ماستري دفاع خلاصه شوي وه او د ديپلوم د اخيستو لپاره مې بايد يوه مياشت انتظار کړی وی.  داچې د کرونا له امله دیری توریستي ځایونه بند وو، نو نه مې شو کولی چې چیرته په چکرلاړ شم. زما لپاره یواځنی ساعت تیری د فلم کتل، کتاب لوستل، انلاین سترنج او ټولنیزي رسنۍ وې. بل دا چې د ماستری په دوره کې مې ډیر کم وخت پیدا کوو چې د 6 یا 7 ساعتو زیات خوب وکړم...

وظايف سرویر (نقشه بردار) در پروژه سرک سازی

✍🏻 | وظايف سرویر (نقشه بردار) در پروژه سرک سازی:————————————————۱- تهیه گزارش روزانه نقشه برداری یا سروی.۲- تحویل لیست استیشن ها مختصاتی مسیر.۳- محاسبه مسیر و کنترل استیشن ها و اعلام نتایج در زمان کمتر.۴- مطالعه اسناد پیشنهادی، بررسی نقشه های مسیر شامل پلان، پروفیل طولی و عرضی با دقت بالا.۵- حفاظت از بنچ مارک و انتقال استیشن کمکی در حد لازم.۶- تطب...

Recommended Articles

که دا عادتونه خپل کړئ له غربت څخه خلاصېږئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی دا به سمه خبره وي، چې شتمني له قسمت سره تړلې ده؛ خو دا خبره هم هېڅکله غلطه نه ده، چې ستاسو عادات په دې برخه کې رغنده رول لري. که تاسو هر څومره ډېرې پیسې ولرئ؛ مګر پر مصرف، پانګونې او نورو لاروچارو پوه نه شئ ډېر ژر به مو غربت د کور تر دروازو ورسېږئ. یا که ډېر غریب هم یئ؛ مګر دا لارښوونې عملي کړي، نو ډېر امکان شته، چې له غربت څخه...

له مطالعې سره څنګه ځان عادت کړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی د هر لوستي ځوان لپاره دوامداره مطالعه ډېره اړينه او مهمه ده. که تاسو دوامداره مطالعه کوئ، ذهن به مو فعال وي او هېڅکله به په وینا کې له بندښت سره مخ نه شئ. ددې ترڅنګ مطالعه ګڼې نورې ګټې هم لري. موږ نه غواړو، چې تاسو ته د مطالعې پر ارزښت وغږېږو. یوازې غواړو، تاسو ته ددې لارښوونه وکړو، چې څنګه دوامداره مطالعه خپل عادت وګرځوو. آیا...

اعصاب په کومو شيانو کمزوري کېږي

د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چاري او فعالیتونه د همدغي ناحیې څخه کنټرولېږي.لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کو. - د سهار چای نه چیښل:هغه خلک چې د سهار چای نه چیښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې دماغ ته په کافي اندازه مواد نه ور رسېږي او دماغ کمزوری کېږي....