د پاکستان اوسنی اقتصادي وضعیت

H
Hikmatullah Yousafzai
Author
Nov 18, 2021
4 years ago
3,598 views
د پاکستان اوسنی اقتصادي وضعیت

په دې لیکنه کې د پاکستان په اوسني اقتصادي وضعیت او د هغې پر عواملو مو بحث کړی، که وخت لرئ را سره پاتې شئ.!
پاکستان د سیمې هغه هېواد دی چې د اقتصاد له پلوه، تر بل هر وخت زیات ځپېدلی او سولیدلی دی، دا هېواد د لسیزو په اوږدو کې په دې نه دی توانیدلی چې اقتصادي ریفورم یا اصلاحات راوړي او د چین، بنګله دېش او هندوستان په څېر په تولیدي سکټور کې په ارزانه نرخ لوړ کیفیت توکي تولید کړي
ددې ترڅنګ پاکستان په دې نه دی توانیدلی چې د خپل صنعت لپاره د ارزانه او متداومې انرژۍ وسیلې برابرې کړي چې په دې سره ددې هېواد د تولید نرخ لوړیږي او په نړیوال بازار کې سیالي هم نشي کولی
په پاکستان کې سیاسي او امنیتي وضعیت بې ثباته شوی، چې په دې سره په دې هېواد کې بهرنۍ پانګه اچوونه هم کمه شوې ده، په دې هېواد کې د صادراتو او وارداتو تر مینځ کسر لوړ شوی دی، چې نږدې وخت کې دا کسر ۴۰،۶ ته لوړ شوی دی، دې هېواد ته په ډېره کمه اندازه ډالر راځي او په زیاته اندازه ترې بهر کیږي
په پاکستان کې بیې ډیرې لوړې شوي دي او انفلېشن یې هم پورته روان دی، دې حالت هلته د عامه وګړو په ژوند او عاید هم اغېز کړی دی، په دې مانا چې د عامه هوساینې په برخه کې ستونزې راولاړې شوي دي
په پاکستان کې د کورنۍ او بهرنۍ پورونو کچه هم لوړه شوې ده، نږدې څو ورځې وړاندې ددې هېواد رسنیو خپاره کړل چې پر دې هېواد د بهرني پور مجموعه څه د پاسه ۱۲۲ ملیارده ډالرو ته رسېدلې ده
پاکستان وروسته تر دې چې د خپل مالي وضعیت د سمون په خاطر د پیسو د نړیوال صندوق یا IMF څخه د پور غوښتنه وکړه، د نورو شرطونو ترڅنګ یو شرط دا هم و چې د پاکستانۍ د روپۍ ارزښت به د ډالر پر وړاندې ټیټ ساتي چې بیا پاکستانۍ روپۍ په بې ساري توګه ولوېده، ددې ترڅنګ مرکزي بانک یې په زیاته اندازه روپۍ نشر کړې، کله چې په بازار کې ډالرو ته تقاضا زیاته شوه، نو پاکستانۍ روپۍ خپل ارزښت لا نور د لاسه ورکړ په داسې حال کې چې مرکزي بانک یې په کافي اندازه ډالر نه درلودل ترڅو بازار ته یې وړاندې کړي او روپۍ پرې راونیسي چې په مصنوعي ډول د روپو ارزښت ساتلو کې هم پاتې راغلل
همدارنګه وروسته تر دې چې پاکستان د سیپک پروژې موضوع مرموزه ساتلې وه یاد هېواد د امریکا د سختو فشارونو سره مخ شو چې بیا د پیسو نړیوال صندوق هم د امریکا د غوښتنې مطابق نه غوښتل دا پورونه د سیپک پروژې لپاره چې د چین او پاکستانو د ګټو پروژه ده مصرف شي، بیا یې سعودي، چین، امارت او مالیزیا ته د پور اخیستلو په خاطر مخه کړه خو هغې هم چندان ګټه ونه کړه
دا چې د پاکستان صادارتي سکټور په نړیواله سطحه د سیالۍ وړتیا نه لري، بې کچې پوره وړی هم دی او د تاریخ د تر ټولو بد اقتصادي وضعیت تجربه کوي، اړ دی چې خپل نظامي او پرمختیایي لګښتونه کم کړي او د نورو ګاونډیو په څېر مثبت، سوله ییز او پرمختیایي سیاست خپل کړي ترڅو اقتصادي ثبات خپل کړي، که داسې ونشي ددې سخت حالت جبران یې ظاهراً سخت او ان ناشونی بریښي.

درنښت

حکمت الله یوسفزی

Related Articles

Apr 04, 2023
1,325 views

Steel Hook سیخ چنګک کړل

#موضوع: د سیخ چنګک (Steel Hook) اندازي محاسبه په مختلفو زاویو bend،  او overlap حالت کې محاسبه.#ژباړن. استاد صابرشاه صابريکله چې یو سیخ په مختلفو زاویو لکه °90, °45 او °180درجو سره سیخ کوږ شوي وي یا چنګک یې اخیري برخه کې جوړ شوي په لاندې ډول اضافه طو...

Feb 04, 2022
1,973 views

د مینې پیغمبر

لیکوال ـ خبیب علي د نړۍ په تاریخ کې یوازې څو تنه داسې تېر شوي چې د بنیادم د اخلاقو په جوړولو کې یې برخه اخیستې ده. په دې کې د یونان سقراط او افلاتون، د چین کنفوسیوس، د هند ګوتم بده او نور شامل دي. د اخلاقو په دې ټولو مصلحینو باندې (د نورو امتیازونو...

Jan 13, 2021
2,515 views

بلاخره فارغ شوم!

شکر ربه!بلاخره فارغ شوم!فراغت یعنې د زده کړې غر فتح کول،او د لازیاتو مسؤلیتونو پیل!د دنیا هره خوشحالۍ یوه ګرانه او قیمتي مرغلره ده چې د مقصد په لمن کې موندل کیږي. د ژوند پیل او د لا نورو ګړندیو ګامونو اخېستلو لپاره، نن راته لاره هواره شوه، او د کابل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,810 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,159 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,089 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...