ګلوکوما څه ډول ناروغي ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 13, 2021
4 years ago
2,476 views
ګلوکوما څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ وړانګه اکبر

ګلوکوما "Glaucoma" د سترګې د هغه ناروغیو له ډلې څخه ده، چې د سترګې د فشار د زیاتوالي له امله رامنځته کېږي. په پایله کې د لیدلو د عصب "optic" د زیانمنېدو او ړوندوالي سبب ګرځي؛ یعنې په سترګه کې د فشار لوړوالی په بصري عصب زور راولي او نوموړی عصب زیانمنوي. په ګلوکوما کې "aqueous humor" چې په اصل کې د *trabeculae ـ *په سترګه کې یو ډول نسجي جوړښت دی، چې د قرنیې د بېخ شاوخوا د ciliary body سره نږدې ځای لريـ په واسطه تخلیه کېږي. دا تخلیه بندېږي او د سترګې په داخل کې فشار لوړېږي. کله چې د سترګې دنننی فشار تر "60mm-hg" پورې لوړ شي؛ نو په "optic disk" کې به د "optic" عصب متراکم شي، یا په بله اصطلاح زور به ورباندې راشي. په اصل کې دا کار ددې لامل ګرځي چې په لیدلو کې پاتې والی رامنځته شي. پایله یې په بشپړ ډول ړوندوالي ته تګ دی.
 په هر حال؛ په لومړیو وختونو کې که چېرې درملنې ته مخه شي، شونې ده چې د جدي لید بایللو او یا د بیا ځلي د ګلوکوما د منځته راتګ څخه مخنیوی وشي؛ خو که ګلوکوما مخکې لاړه شي، درملنه یې ونه شي او "optic" عصب په دوام لرونکي ډول د خطر سره مخ شي نو ړوندوالی رامنځته کېږي. په زاړه عمر کې د "fibrous structures" په واسطه د "trabeculae" د بندوالي څخه ګلوکوما رامنځته کېږي.

 د ګلوګوما ډولونه
 کېدای شي چې ګلوکوما د عمر په هر پړاو کې رامنځته شي. ارثي ګلوکوما په هغه ماشومانو کې لیدل کېږي چې د سترګې د فشار د زیاتوالي سره یو ځای زېږېدلي وي. په شیدو خوړنکو کوچنیانو کې چې کومه ګلوکوما رامنځته کېږي د  infantile glaucoma په نوم یادېږي. که چېرې ګلوکوما د دوه کلنۍ څخه تر دولس کلنۍ یا بلوغت پورې عمر کې رامنځته شي د juvenile glaucoma په نوم یادېږي.
 په ټوله کې ګلوکوما په دوه ډوله ده: primary open-angle glaucoma او primary angle-closure glaucoma .
 primary open-angle glaucoma: لنډیز یېPOAG دی چې د ګلوکوما تر ټولو معمول ډول دی او د ګلوکوما د ټولو پېښو ۸۰ سلنه په بر کې نیسي.د open-angle اصطلاح د تخلیې سیسټم ته اشاره کوي کوم چې د aqueous humor تخلیه په غاړه لري. په حقیقت کې په POAG کې د تخلیې په سیسټم کې کوم چې د AH مایع تخلیه کوي کوم ښکاره او د لیدلو وړ بندوالی نه لیدل کېږي خو د سترګو فشار زیاتېږی او په بصري عصب فشار راځي. ددې ډول ګلوکوما ښکاره لامل معلوم نه دی خو داسې ویل شوي دي چې مایکروسکوپیک بندوالی داسې چې د Limbus څخه لږ لرې بندوالی دی د AH د تخلیې مخه نیسي چې داپه خپل وار سره د سترګې د دننني فشار د زیاتوالي سبب ګرځي.
 primary angle-closure glaucoma: لنډيز یې PACG دی. په دې ډول ګلوکوما کې د AH د تخلیې لپاره په drainage system یا د تخلیې سیسټم کې دلیدلو وړ بندوالی رامنځته شوی وي. په PACG کې Iris د cornea په وړاندې ټېله شوی وي او دah د تخلیې څخه مخنیوی کېږي په پایله کې د څو ساعتونو په اوږدو کې د سترګې فشار لوړېږي.
 د ګلوکوما لاملونه: تر ټولو لوی لامل یې په trabeculae کې د ah د تخلیې خرابوالی دی چې نتیجه یې د سترګې دنننی فشار لوړېدل دي. دویمۍ ګلوکوما د نورو بې نظمیو له امله پراختیا مومي کومې چې په سترګو اغېزې کوي.د دویمۍ ګلوکوما تر ټولو معمول سبب شکره یا diabetes دی. التهاب یا کومه ضربه چې سترګې ته رسېدلي وي هم د دویمۍ ګلوکوما په تر ټولو معمولو لاملونو کې شمېرل کېږي. که چېرې په سترګه کې ځینې درمل زیات شي لکه د corticosteroid زیاتېدل هم د دویمۍ ګلوکوما سبب کې راځي.

 د ګلوکوما نښې
 ـ "POAG" یوه خاموشه ځنډنۍ ناروغي ده یعنې ښکاره نښې له ځانه سره نه لري. هغه نښې چې په دې ډول ګلوکوما کې لیدل کېږي د ناروغۍ په وروستۍ مرحله کې ښکاره کېږي او هغه نښې عبارت دي له:د سترګې د دېوال شاوخوا ته د دروندوالي احساس،سردردي او د لید په دقت او د لیدو په Field کې کموالی رامنځته کېدل دي.
 د PACG لومړنۍ نښې په سترګو او وریځو کې د شدید درد څخه عبارت دی. سردردي، زړه بدوالی، دهر څه خړ لیدل او د څراغ د رڼا چاپېره د رنګه حلقو لیدل هم نورې نښې دي. که چېرې د پورتنیو نښو څخه دوه یې هم ښکاره شي باید ژر تر ژره پاملرنه ورته وشي.
 د ګلوکوما درملنه: درملنه نوموړې ناروغي له منځه نه شي وړلای خو د Optic عصب د زیات زیانمنېدو مخه نیولای شي. درملنه ددې سبب ګرځي چې د سترګې فشار راښکته شي. درملنه یې د سترګو دڅاڅکو یا نوردوایي درملو په ډول جوړ شوي دي چې یا په ترکیبي ډول یا په یوازې ډول ورکول کېږي. که چېرې د سترګې فشار د درملو سره مثبت ځواب ور نه کړ نو جراحي عملیې ته اړتیا پېښېږي.

Related Articles

Jun 02, 2021
3,731 views

د ممیزو روغتيايي ګټې

ممیز د وچو مېوو په ډله کې یوه خوندوره مېوه ده؛ له چایو سره د خوړلو ترڅنګ په ګرمو سیمو کې ترې خوندور شربت هم جوړېږي. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې، له ځينو به یې دلته یادونه وشي. ممیز تر یوه بریده ګلوکوز لري. نو ځکه د وینې لوړ فشار ټيټولای شي او ستاسو د ز...

May 12, 2021
2,123 views

سه مسجد

سه مسجد مصطفی عمرزی با گسترش آیین اسلام، بیش از یکهزار سال می شود که مردم ما در زمینه ی آن، گام برمی دارند. در این آیین نیز با اهم شمردن معنویت، سعی شده انسان ها در یک نظام اخلاقی، زنده گی کنند.  با ظهور اسلام، مساجد از مهمترین مراکز تجمع مسلمانان...

Jan 16, 2023
1,109 views

په خصوصی حقوق کې د کرونا تاوان || Compensation of losses due to Corona in Private law

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar هغه مسله چې نن ورځ هرڅوک، په هر عمر او هر کونج کې اوریدلي او ویره لري د کرونا تراژیدي ده چې یو څوک په مختلفو لارو اخته کوي، مګر هغه څه چې د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,231 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,278 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,419 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...