د ژړا حيرانوونکي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Nov 13, 2021
4 years ago
4,024 views
د ژړا حيرانوونکي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

نږدې هر انسان د خپل ژوند په اوږدو کې د بېلابېلو عواملو له کبله اړ کېږي چې وژاړي. په یاد ولرئ، چې دا کومه د اندېښنې وړ خبره نه ده، بلکې یو طبیعي چاره ده. ژړا د خوښيو، خفګان او نورو عواملو پر وړاندي د انسان د بدن یو طبیعي غبرګون دی، چې ځینې ګټې هم لري. په دې لیکنه کې پر همدې ګټو خبرې شوي دي.

 

لومړی| سکون مومئ!

شاید تاسو ته عجیبه ښکاره شي؛ خو ژړا واقعا یو لوی نعمت دی. له ژړا وروسته چې انسان کوم سکون او آرامي مومي خورا قیمتي دي. روانپوهان آن په ځينو شرایطو کې خپلو ناروغانو ته د ژړا اجازه ورکوي او پرېږدي چې ناروغ یې آرامي حاصله کړي. آيا تاسو هم کله له ژړا وروسته سکون موندلای؟ 

 

دویم| دردونه مو آرامېږي!

یوې څېړنې ښودلې ده، چې د عاطفي اوښکو له څڅېدو سره سم په بدن کې اکسي توسین او اندورفین ترشح کېږي. دا دواړه مادې کولای شي بدن له عاطفي او جسمي دردونو خلاص کړي. که ژاړئ نو د دردونو دواړه ډولونه مو ختمېږي.

 

درېيم| فشار او سټریس له منځه وړي

سټریس او فشار له خطرناکو رواني اختلالاتو څخه ګڼل کېږي، چې کولای شي نورې رواني ستونزي هم وزېږوي. په داسې حال کې چې ځینې پوهان پر دې باور دي، چې ژړا د فشار په کنټرول کې ګټور ثابتېږي. د یادونې وړ ده، چې په دې اړه لا ډېرې څېړنې روانې دي. 

 

څلورم| خوب مو راحت کېږي! 

په "۲۰۱۵ز" کال کې ترسره شوو څېړنو ثابته کړې ده، چې په ماشومانو کې ژړا د هغوی د ښه او آرام خوب سبب کېږي. البته دا لا نه ده ثابته شوې چې په لویانو کې هم دا خبره صدق کوي که نا؛ خو ځینو خلکو چې د شپې لخوا یې ژړلي وو، د ښه او آرام خوب درلودل تائيد کړي دي. ايا تاسو هم دا تجربه لرئ؟

 

پنځم| د تنفس لپاره ګټوره ده

په نوو زېږېدلو ماشومانو کې ژړا د هغوی د تنفس په ښه والي کې مرسته کوي. کله چې ماشوم د مور په رحم کې وي، اکسیجن د نامه له لارې ترلاسه کوي. خو وروسته له زېږون څخه ژړل له هغه سره مرسته کوي چې سږي یې فعال شي او د تنفس کولو نوې لاره زده کړي.

 

شپږم| د سترګو دید پیاوړی کوي

روغتياپالان پر دې باور دي، چې ژړا کولای شي د انسان د سترګو دید ښه او پیاوړی وساتي. البته دا کار د اوښکو له امله وي، ځکه چې اوښکې د انسان سترګې مرطوبې ساتي او دا د دید لپاره خورا ګټور بلل کېږي.

 

په یاد ولرئ!

دا ګټې هېڅکله په دې معنا نه دي، چې تاسو دې تل وژاړئ. له دې څخه موخه دا ده، چې کله ناکله ژړل ستاسو لپاره ډېرې ګټې لري. که کله ناهیلي یئ او یا هم له کومې بلې ستونزې سره مخ وئ او ژړل مو، نو مه خفه کېږئ. شاید ځينې ګټې یې هم در ورسېږي.

Related Articles

Jan 26, 2021
2,297 views

هغه وخت رایاد شو خو اوس هغه شور او هاها نشته!

یو وخت مو داسې شورماشور او هاها جوړه وه چې نن یې ارمان راشي پلار به را ګټله موږ به خوړه خو نن د زده کړو او دندو له امله، ورورنه له ما، زه له ورورنو او پلار له زموږ ټولو، داسې سره لرې لرې شوو چې اوس یې راته زغمل سخت دي په یاد مو وي چې کورنۍ تر هر څه ا...

Feb 13, 2022
3,179 views

راډيو څنګه اختراع شوه!؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی   که څه د انټرنیټ او نورو ټکنالوژيکو پرمختیاوو له امله راډيو خپل پخوانی ارزښت او اورېدونکي له لاسه ورکړي؛ خو لا هم په لرې پرتو سیمو او آن ځينو ښارونو کې ګڼ شمېر خلک یې په مینه اوري. په هر حال؛ نن د فرورۍ ديارلسمه ده، چې د راډیو...

Dec 28, 2020
2,578 views

د قوانينو د انفاذ مراحل!

ليکنه:  ولي الله حنيفي  هر وخت چې يو قانون وضع کېږي، لاندې مرحلې طی کوي، د تسويد مرحله، د تدقيق مرحله، د تصويب مرحله، د توشېح مرحله، د نشر مرحله، د مهلت مرحله او د انفاذ مرحله، چې په لاندې ډول يې د بحث لاندې نيسو.  ۱: تسويد مرحله: د تسويد مرحله د ق...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,496 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,092 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,864 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...