څنګه د سپینو زرو له اصل توب څخه ځان ډاډه کړو؟

i
imranghani
Author
Nov 06, 2021
4 years ago
2,990 views
څنګه د سپینو زرو له اصل توب څخه ځان ډاډه کړو؟

 لیکنه: شکېبا نادري، څنګه د سپینو زرو له اصل توب څخه ځان ډاډه کړو؟

دا ښکاره خبره ده چې د ښځینه وو ګاڼې ډېر خوښېږي، که هغه سره زر وي، که سپین زر وي او یا د غمیو شیان وي، خو په اوس مهال کې د سرو زرو بیه دوه برابره لوړه شوې ده او ډېری خلک د دې وس نه لري چې ویې پېري، نو د سرو زرو پر ځای سپین زر اخلي.

 سپین زر د هغو ګاڼو له ډلې څخه دي چې د انسان پر لاس، ګوتې او غاړې د نورو ګاڼو په پرتله ښایسته ښکاري او ډېری ښځې یې خوښوي.

 د سپینو زرو پېژندل دومره اسانه کار نه دی، ځکه داسې مسلکي کسان شته داسې ګاڼې جوړوي چې د سپینو زرو سره یې په ډېرې سختۍ سره توپیر کېږي.

 موږ په دې لیکنه کې تاسو ته د سپینو زرو د اصل توب د پېژندلو څو لارې درښیو، که غواړئ چې څوک مو تېر نه باسي او د سپینو زر پر ځای درباندې اوسپنه ونه پلوري، نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

۱. په سپینو زرو کې لیکل شوې شمېره باید وګورئ!

د سپینو زرو د پېژندلو تر ټولو غوره لاره دا ده چې په خپلې پلورل شوې ګوتې، غاړکۍ او یا لاس بند کې لیکل شوې شمېره یا نښه وګورئ که دا شمېرې ۹۲۵، ۸۰۰، ۹۰۰ او یا د انګلیسي ژبې S توری و چې

silver یا sterling 

څخه اخیستل شوی دی او موږ ته د سپینو زرو اصل توب راښیي او ۹۲۵ شمېره هم د دې ښکارندویي کوي چې په دې ګوتې کې تر ۹۲.۵ سلنه پورې سپین زر کارول شوي دي، دا نښې موږ ته د سپینو زرو اصل توب را ښیي.

 

۲. د غږ په واسطه

 دویمه لاره د سپینو زرو د اصل توب د پېژندلو لپاره د هغو غږ دی. کله چې موږ غواړو د سپینو زرو ګوتې، لاس بند او یا د هر بل شي اصل توب معلوم کړو باید دا سپین زر په زور سره په یوې اوسپنې ووهو، په یوې اوسپنې باندې د سپینو زرو په وهلو سره موږ ته دا څرګندېږي چې دا سپین زر اصل دي او که نه، ځکه چې اصل سپین زر چې کله پر اوسپنې ووهل شي غږ یې اوږد او دروند وي او ان تر دوو ثانیو دوام کوي، خو د اوسپنې او نورو عادي شیانو غږ لنډ او سپک وي.  

 

۳. د اهنربا په واسطه

اصل زېورات لکه سره زر او سپین زر په اهنربا نه سریښېږي، کله چې غواړئ د سپینو زرو اصل توب څرګند کړئ باید هغه اهنربا ته نږدې کړئ که اهنربا ونیول نو باید پوه شئ چې دا سپین زر نه، کومه بله عادي اوسپنه ده. 

 

۳. د یخک یا یخ په واسطه

د سپینو زرو یوه ځانګړنه دا ده چې د نورو اوسپنو په پرتله یې د تودوخې کچه لوړه ده، نو کله مو چې غوښتل د سپینو زرو اصل توب معلوم کړئ باید له یخک یا یخ څخه ګټه واخلئ، یوه ټوټه یخک واخلئ او پر سر یې د سپینو زرو ګوته، لاکت او داسې نور توکي کېږدئ که سپین زر اصل وي نو ډېر ژر به دا یخک په اوبو بدل شي او که اصل نه وي نو په ډېرې اوږدې مودې کې به دا یخک اوبه شي.

 

۴. د سپینونکي یا وایټکس په واسطه

د سپینو زرو د معلومولو لپاره تر ټولو اسانه لاره دا ده چې پرې وایټکس واچوئ، که سپین زر وي خو په خپل حالت به پاتې شي او که اوسپنه یا کوم بل څه وي، نو رنګ به یې تور شي.

 

۵. د بوی په واسطه

کله مو چې غوښتل د سپینو زرو اصل توب څرګند کړئ باید هغه بوی کړئ، سپین زر کوم ځانګړی بوی نه لري، خو هغه شیان چې د سپینو زرو په شان له عادي اوسپنې څخه جوړ شوي وي، بیا یو ډول بوی لري، نو کله مو چې د خپلې ګوتې، غوږوالۍ، لاکت او داسې نورو بوی احساس کړ پوه شئ چې دا سپین زر نه، بلکې کومه عادي اوسپنه ده.

 

۶. له یوه مسلکي کس څخه مرسته وغواړئ!

که ټولې یادې شوې کړنې مو تر سره کړې، خو بیا هم پوه نه شوئ چې دا سپین زر اصل دي او که نه، نو اوس باید له یوه داسې کس څخه مرسته وغواړئ چې د سپینو زرو له جوړولو او پېژندلو سره بلد وي. هغه کس د سپینو زرو د اصل والي په برخه کې درسره مرسته کولای شي. 

پر دې سربېره داسې نورې کړنې هم شته چې موږ یې په ترسره کولو سره کولای شو د سپینو زرو په اصل توب پوه شو، خو تر ټولو اسانه او غوره لارې همدا دي چې پورته مو په لیکنې کې یادې کړې. هیله ده چې دا لیکنه د ټولو لوستونکو لپاره ګټوره او په زړه پورې وي!

لیکنه: شکېبا نادري

Related Articles

Apr 12, 2021
1,682 views

از يك سوراخ، بيست بار گزيدن

از يك سوراخ، بيست بار گزيدن مصطفی عمرزی  مردم ما مي گويند: «آدم از يك سوراخ، دوبار گزيده نمي شود.» در كنار آوردن اين مطلب كه مردم ما به آن اعتقاد دارند و در زنده گي به آن توجه مي كنند، نمي توان نيانديشيد كه زمامداران ما چرا از اين همه فرهنگ و اندرز...

Sep 20, 2023
1,344 views

Land of Mountains and Dreams: Stories from Afghanistan Poem

In a land where mountains touch the sky so high,A place of wonder, where tales never die.Afghanistan's the name, where stories find their way,A land of ancient wonders, where dreams hold sway. From Kabul's bustling streets to Kandahar's warm embrace...

Aug 09, 2020
14,674 views

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په هم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,416 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,070 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,817 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...