لرغوني ځایونه؛ منار جام

i
imranghani
Author
Nov 03, 2021
4 years ago
2,695 views
لرغوني ځایونه؛ منار جام

  لیکنه: شکېبا نادري، لرغوني ځایونه؛ منار جام

 

زموږ ګران هېواد افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې ګڼ شمېره لرغوني او طبیعي ځایونه لري. 

افغانستان څلور دېرش ولایتونه لري هر ولایت یې بېلابېلې لرغونې سیمې لري.

د افغانستان له مشهور ځایونو څخه یو هم منار جام دی چې د غور په ولایت کې موقعیت لري.

 موږ په دې لیکنه کې د همدې لرغوني ځای په اړه تاسو ته معلومات وړاندې کوو، که غواړئ چې د دې منار په اړه معلومات تر لاسه کړئ زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

منار جام چې د غوریانو په پلازمېنه غور کې په یوې غرنۍ برخې کې چې فېروز کوه ورته وایي د شهرک ولسوالۍ په ۶۲ کیلو مېټرۍ کې موقعیت لري. 

دا منار د ۱۱مې او ۱۳مې میلادي پېړۍ ترمنځ جوړ شوی دی، لوړوالی یې تر ۶۵ مېټرو پورې رسېږي او

دغه منار په ۲۰۰۲ کال کې د يونسکو فرهنګي میراثونو د ساتنې مؤسسې له خوا د نړۍ د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې ثبت شو. منار جام د هندوستان د ډهلي د قطب منار څخه وروسته په نړۍ کې دویم لوړ منار دی. د دغه منار جوړښت ډېر د غزني د منارونو په څېر دی، چې د درېیم مسعود د واکمنۍ پر مهال جوړ شوي دي.

 دا منار شپېته منارونه او برجونه لري، د دې منار په ۱۰ کیلو مېټرۍ کې د یهودیانو یوه جرګه (قبرستان)،  یوه نظامي کلا، یوه ماڼۍ او سفالي لوښي پیدا شوي دي، د دې شیانو شتون په دې سیمې کې موږ ته د غوریانو د واکمنۍ ښکاره ثبوت دی دا منار یو له لویو او لرغونو منارونو څخه د افغانستان په لودیځ برخه کې دی، چې نړیوال شهرت لري، د دې منار بهر په ډېرې ښکلې بڼې د قران کریم د ایتونو په لیکلو سره جوړ شوی دی.

د دې منار په منځنۍ برخه کې له لاجوردي رنګ کاشیانو څخه یو ښایسته کمربند جوړ او د سلطان غیاث الدین په نامه ثبت شوی دی، څېړونکو ویلي چې دا منار د افغانستان لومړنۍ فرهنګي اثر دی چې د نړې د فرهنګي میراثونو په نوملړ کې وشمېرل شو او دا یې هم ویلي چې دغه لرغونی او تاریخي ځای د ویجاړېدلو او له منځته تلو په حال کې دی باید د بیارغونې لپاره یې یو کار وکړو، تر څو زموږ دا د نیکو او هېواد نښې له منځه لاړې نه شي.

لیکنه: شکېبا نادري

Related Articles

Apr 06, 2021
1,774 views

اولویت های رسانه یی

اولویت های رسانه یی مصطفی عمرزی از یکی از بزرگان فرهنگی ما پرسیدم که استاد محترم! در این اواخر، کمتر می نویسید؟ با تبسم گفت: نه، چنین نیست! حالم خوب است. منتها در نوبت ایستاده ام. وقتی توضیح خواستم، گفت که نوشته هایش را سر وقت می فرستد، اما مسوولان...

Oct 25, 2021
5,873 views

واکسین څه شی دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی کله چې د ناروغيو نومونو اخلو ورسره سم مو د واکسین نوم هم ذهن ته راځي. اصلا واکسین د ناروغيو پر وړاندې د مبارزې يوه غوره وقایوي هڅه ده.  په وروستيو څو کلونو کې د اکثرو ناروغيو لپاره واکسینونه جوړ شوي دي او لا هم هڅې روانې دي، چې ن...

Nov 18, 2021
2,798 views

صبر

هيڅ ډول سختۍ او تکليف ته مه تسليمېږئ! صبر او لمونځ له تاسو څخه هر ډول سختي او تکليف لرې کولای شي.( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اسْتَعِينُواْ بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ). سورت البقره، ايت: ۱۵۳.ژباړه: ای هغو کسانو چې...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,432 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,075 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,826 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...