د غاښونو د چیچلو لاملونه

i
imranghani
Author
Nov 02, 2021
4 years ago
3,779 views
د غاښونو د چیچلو لاملونه

 لیکنه: شکېبا نادري، د غاښونو د چیچلو لاملونه

 

 

هره ناروغي بېلابېل لاملونه لري، کله چې یو انسان ناروغیږي لومړی د هغې ناروغۍ نښې یې په بدن کې معلومېږي لکه، د شکر ناروغي چې تر ټولو ښکاره نښه یې د ناروغ ډنګرېدل دي. موږ په نننۍ لیکنې کې د یوې داسې ناروغۍ په اړه معلومات وړاندې کوو چې تر اوسه یې خلک په اړه دومره معلومات نه لري، ان تر دې چې خلک دې ناروغۍ ته د ناروغۍ په سترګه نه ګوري او پر وړاندې یې ډېره بې پروایي کوي،

دا هغه ناروغي ده چې ډېره په ماشومانو کې لیدل کېږي، خو په لویانو کې هم شته.

د غاښونو چیچل یوه غیر ارادي کړنه ده، چې د غاښونو د ماتېدو، لنډېدو او سوري کېدو لامل کېږي، اوس کېدای شي تاسو ته دا پوښتنه پیدا شوې وي چې ولې ځینې خلک د خوب پر مهال غاښونه چیچي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې ویلای شو چې د غاښونو چیچل بېلابېل لاملونه لري چې هر یو به په ترتیب سره بیان کړو هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱-  اندېښنه کول

اندېښنه کول جوړ انسان ناروغوي، ژوند یې لنډوي، زړوي یې او په سلګونو نور زیانونه لري د دې ټولو زیانونو تر څنګ یې بل زیان دا دی چې د غاښونو د چیچلو لامل کېږي، دا کړنه ډېری وخت د خوب پر مهال تر سره کېږي، د خوب پر مهال د دې کړنې کنټرول ستونزمن کار دی، ځکه انسان نه پوهېږي چې غاښونه چیچي.   

 

۲- سټرس

کله چې یو انسان تر ډېر فشار لاندي وي په بېلابېلو ناروغیو اخته کېدلای شي چې له دې ناروغیو څخه یوه هم د غاښونو چیچل دي، شه ده چې له سټرس څخه ځانونه لرې وساتئ.

 

۳- غوسه 

له حد نه زیاته غوسه هم د دې لامل کېږي چې یو انسان د خوب پر مهال خپل غاښونه وچیچي، نو هڅه وکړئ چې ځان له ډېر غوسه کېدلو څخه وژغورئ او د غوسې پر وخت خپله غوسه کنټرول کړئ.

 

۴- د درملو خوړل 

د درملو خوړل تل د انسان لپاره د ګټې ترڅنګ ګڼ شمېر زیانونه هم لري لکه د معدې درد هغه کسان چې د هرې عادي ناروغۍ پر مهال درمل خوري ډېر د معدې په درد اخته کېږي،  له همدې ښکاري چې درمل خوړل د دې زیانونو سره سره د غاښونو د چیچلو لامل هم کېږي هغه درمل چې د غاښونو د چیچلو لامل کېږي لکه، د اروایي ناروغیو درمل، د زړه د ناروغیو درمل او داسې نور... نو موږ باید د ډاکټر له مشورې پرته د  درملو له خوړو څخه ډډه وکړو.

 

 ۵- بې خوبي او ستړیا

دا هغه دوه نور لاملونه دي چې په انسانانو کې د غاښونو د چیچلو او خرابېدو لامل کېږي، نو موږ باید له ډېرې ستړیا او بې خوبه کېدلو څخه ځانونه وساتو.

 

څنګه کولای شو د دې ناروغۍ مخنیوی وکړو؟

د دې ناروغۍ تر ټولو اسانه او غوره درملنه دا ده، هغه کسان چې غاښ چیچي باید خپل خوب منظم کړي او د دې ترڅنګ باید سپورټ وکړي، سپورټ د هرې ناروغۍ لپاره تر ټولو ښه درملنه ده.

 

لیکنه: شکېبا نادري

Related Articles

Jan 18, 2022
1,985 views

کابریکا - وروستۍ برخه

لارې خرابې وې د شپې ۹ بجې کیدونکې وې د چک ولسوالۍ تر غرنیو سیمو را ورسیدل… د شپې ۱۲ بجې - چک وردګ، زمان خیل ټول غلي ناست وو، ملا صیب وویل:- نور په آرامه زړه ویده شئ په یوه نیم ساعت کې کابل ته رسیږو، خو حجابونه مه ایسته کوئ ترڅو ما ندي ویلي، فاطمې س...

Aug 08, 2020
3,195 views

که غواړئ بریالي اولادونه ولرئ

که غواړئ بريالي اولادونه ولرئ پر څلورو څيزونو ډېر تمرکز وکړئ.ښه خواړه، سپورټ، زدکړې او هنر.په ماشومانو کې ښه خواړه، سپورټ، فزيکي فعاليتونه او هنري کارونه د ذهني ودې او خلاقيت کبل ګرځي چې د ماشوم پر هر ډول زدکړو ژور او مخامخ اغېز لري.په ورزشي او سپورټ...

Oct 08, 2021
2,189 views

عبدالرزاق قورنه څوک دی؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی نوبل د نړۍ تر ټولو ارزښتناکه جايزه ده، چې له "۱۹۰۱م" کال را په دې خوا هر کال د سويډن هېواد له خوا پياوړيو او نوښتګرو علمي، ادبي او سياسي څېرو ته د دغه هېواد د پاچا په لاس ورکول کېږي. سږ کال ددې جایزې د ادبیاتو برخه ښاغلي "عبدالرز...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,308 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,295 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,485 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...