مديريت Management

محمدمشال مشال
Author
Aug 08, 2020
5 years ago
2,893 views
مديريت Management

دوهمه برخه

قدرمنو مينوالو د مديريت د زده کړي په دوهمه برخه کي د مديريتي نقشونو او مديريتي مهارتونو سره به اشنا سو.

 

لومړۍ موضوع:مديريتي نقشونه

د مديريت دعلم د څېړونکي هنری منتسبرګ په نظر په يو سازمان کي د مدير لس ځانګړي نقشونه دي چي دا نقشونه په دريو ګروپونو کي ترتيب سوي دي چي عبارت دي له:

١-ارتباطي نقش(د تشريفاتي څېرې نقش،د رهبر نقش او د اړيکو نيولو نقش)

٢-معلوماتي نقش(څارونکي نقش،خپرؤنکي نقش او وياند نقش)

٣-دتصميم نيوني نقش(تشبت نقش،مشکلاتو حل کوونکﺉ نقش،مذاکره کوونکي نقش او دسرچينو اختصاصولو نقش )

 

ارتباطي نقش Interpersonal role

په دې نقش کي،يو مدير په سازمان کي د همږغۍ رامنځته کولو،کارکوونکو سره د متقابل عمل کولو او سازمان ته د کاري جهت ټاکلو او ورکولو په موخه ترسره کېږي. 

ارتباطي نقش پر درې ډوله دی:

اول-تشريفاتي نقش

مدير دخپل سازمان د معرفت په تشريفاتي مراسمو کي د سازمان په نماينده ګي برخه اخلي.

دوهم-د رهبر نقش

کله چي يو مدير د سازمان په داخل کي د پرسونل د استخدام،مشورې،لارښووني او تشويق په موخه سرته رسوي.

دريم- د اړيکو نيولو نقش

يعني مدير د سازمان په داخل او بهر کي د افرادو،ګروپونو او سازمانونو سره اړيکه ټينګوي. د اړيکو ټينګولو پوهه درلودل. 

 

معلوماتي نقش Informational role

معلوماتي نقش پر درې ډوله دی:

اول- څارونکی نقش

د سازمان داخل او بهر څخه با ارزښته معلومات راټولول، تحليلول او د استفادې لپاره چمتو کول. مثلاً وخت پر وخت راپورونه کتل.

دويم- خپرونکی نقش

يعني د سازمان اړوندو څانګو او کارکوونکو ته د سازمان نوي نوښتونه،عمومي اطلاعات او نور اړوند معلومات رسوي لکه دجلسو ترتيبول.

دريم- د وياند نقش

يعني د سازمان اړوند معلومات د سازمان بهر نورو خلکو ته او نورو سازمانونو ته رسول لکه د سازمان د ودي، پلان او پاليسۍ په اړه معلومات.

      د تصميم نيوني نقش Decisional role

د تصميم نيوني نقش پر څلور ډوله دی:

اول- د تشبت نقش

د سازمان په اړوند پلټنه کول په کوم ځای کي کوم ځانګړي فرصتونه په لاس کي لرو او کومو برخو کي نويو پروګرامونو ته اړتيا ده.

دوهم- د مشکلاتو حل کوونکﺉ نقش

د سازمان په داخل کي د ستونزو او شخړو لپاره د حل لاره پيداکول او مناسبه پرېکړه کول. 

دريم- د سرچينو د اختصاصولو نقش

هغه تصميمونه دي چي د سازمان سرچينې څرنګه ووېشي،څوک د چاه سره اړيکي ولري او د کوموڅانګو لپاره بودجه وټاکل سي. 

څلورم- د مذاکره کوونکي نقش

د سازمان دباندي د خلکو،ګروپونو او نورو مديرانو سره د خپل سازمان په استازيتوب د يو تړون په هکله او يا کله ناکله د سازمان په داخل کي دځينو څانګو سره د متقابله همکاريو په اړه مذاکره ترسره کړي. 

         

 2-دوهمه موضوع:مديريتي مهارتونه

مديريتي مهارتونه په درې ډوله دي:

اول- تخنيکي مهارتونه

کله چي يو کار په خاص مهارت سره ترسره سي او يا کوم خاص تخنيک (ماشين آلاتو)څخه استفاده وسي. ټيټ پوړو مديرانو لپاره دا مهارت زيات مهم دی ځکه د کارکوونکو او ماشين الاتو سره مستقيمه اړيکه لري. 

دوهم-بشري مهارتونه

يعني يو مدير ددې وړتيا ولري چي په يو ځانګړي ګروپ کي په ښه توګه دنده ترسره کړي او په ځانګړې توګه منځ پوړي مديران ډېره ګټه ترې اخيستلای سي. 

دريم-مفهومي مهارتونه

يعني يو مدير د سازمان په کارونو کي منسجم والی او همږغي رامنځته کړي او پوه سي چي د ادارې مختلفي شعبې څرنګه يو له بل اړيکي لري. دا مهارتونه د لوړ پوړو مديرانو لپاره زيات مهم دي. 

 

همدارنګه د امريکا د مديريت د ټولني لخوا هم څلور مهارتونه وړاندي سوي دي چي عبارت دي له: 

اول-مفهومي مهارتونه

يعني د اداري ستونزو د حل قدرت درلودل،د لاس لاندي کارکوونکو د نوښتونو لپاره چاپيريال برابرول،د ادارې ستونزمن ځايونه او ستونزمن حالات پېژندل او تدابير نيول، دخپلي ادارې دټکنالوجۍ په اړه کافي معلومات درلودل.

دوهم- د مفاهمې مهارتونه

په شفاهي يا ليکلې بڼه خپل مفکوره يا خبره نورو ته پا اسانۍ د انتقالولو وړتيا درلودل،په سازمان کي خپل اعتبار ساتل،نورو ته غوږ نيول او د ضرورت په وخت کي په ډاډه توګه د پوښتنو کولو وړتيا درلودل او د مذاکرې مهارت درلودل.

دريم- د اغېزناکتوب مهارتونه

يعني د اداري موخو د لاسته راوړلو لپاره د کارکوونکو سره همکاري کول،په يوه وخت کي د څو دندو د ترسره کولو وړتيا درلودل،مهمو کارونو ته لمړيتوب ورکول او د کارونو د ترسره کولو لپاره د وخت او زمان په پام کي نيول. 

څلورم- شخصي مهارتونه

د نورو په کارونو د څار مهارت درلودل،په مختلفو ځايونو کي د مختلفو خلکو سره د کار مهارت درلودل،د ادارې دداخلي اړيکو د تنظيم مهارت درلودل، د بهرنيو ادارو سازمانونو سره د اړيکو ساتلو مهارت درلودل او په يو ګروپ کي د کار مهارت درلودل. 

 

د دوهمي برخي پای 

په دريمه برخه کي به د مديريتي دندو په اړه معلومات ترلاسه کړی.

 

Related Articles

Dec 09, 2021
2,988 views

خپله اراده داسې پیاوړې کړئ

لیکنه ـ ریاض مقامزی په شخصي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې د بریا له شرطونو څخه یو هم د پیاوړې ارادې لرل دي. که تاسو پیاوړې اراده ولرئ پرته له شکه کولای شئ خپلې موخې ترلاسه کړئ او ډېر ژر به پخپل ژوند کې د بریا خوند ووینئ؛ مګر که برعکس کمزورې اراده لرئ....

May 13, 2023
1,657 views

سُرخاب بند - لوګر

۱۷. د سُرخاب بند - لوګر:دا بند د لوګر په محمدآغه ولسوالۍ کې پر سُرخاب سیند جوړ شوی. د ګوګل مپ انځورونو کې په ۳۴.۱۴۱۲۹۲ ، ۶۹.۲۲۰۲۷۲ د لیدو وړ دی. د دې سیند اوبه د لوګر له ختیځ غرونو سرچینه اخلي او په محمدآغه ولسوالۍ کې، د لوګر اصلي سیند چې کابل ته بهې...

Nov 07, 2020
2,320 views

د کېلې روغتيايي ګټې

کېله په نړۍ کې یو له ډېرو مصرفېدونکو مېوو څخه ده. لوی صادروونکي هېوادونه یې هندوستان او چین دي. د کېلې د ګټو په اړه زیاتې څېړنې شوي دي. ددې مېوې د روغتيايي ګټو په اړه د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي، چې هره ورځ د یوې کیلې خوړل د وينې د کمښت، فشار (سټريس) ا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...