د نړۍ ښکلې ماڼۍ( قصرونه) کوم دي؟

i
imranghani
Author
Oct 31, 2021
4 years ago
2,144 views
د نړۍ ښکلې ماڼۍ( قصرونه) کوم دي؟

 ليکنه- عمران غني ساپی،د نړۍ ښکلې ماڼۍ کومې دي؟

 

تاسو به د ماڼۍ نوم ډېر اورېدلی وي او ډېر به په ماڼۍ کې د اوسېدلو ارمان لرئ او د ډېرو خو لا د ماڼۍ له اوسېدونکو سره يو ډول کينه په زړه کې وي چې ولې هغه په ماڼۍ او زه په جونګړه کې اوسېږم، خو رښتیا دا دي چې تخت او بخت د الله تعالی له لوري دی چې چا ته تخت او چا ته بخت ورکوي خير په هر صورت چې خبرې اوږدې نه شي نن درته د نړۍ په کچه څو مشهورې ماڼۍ در پېژنم، خو د خوښۍ خبره دا ده چې دغو ماڼیو ته عام وګړي هم ورتلی شي او ليدنه ورنه کولای شي که تاسو هم د دغو ماڼیو د ليدلو هيله لرئ، نو د پېژندنې وروسته د خپلې خوښې له ماڼۍ څخه ليدنه وکړئ.

 

۱. باکينګم ماڼۍ

دا ماڼۍ په انګلستان کې موقعیت لري چې د انګلستان سلطنتي کورنۍ غړي پکې اوسېږي د انګلستان د ملکې نوم به مو اورېدلی وي هغه دلته اوسېږي د انګلستان د ملکې او عامو خلکو ژوند ډېر ستر توپير لري، نو همدا ده چې ملکه او د هغې کورنۍ په داسې ځانګړې ماڼۍ کې اوسېږي، په دغې ماڼۍ کې د اوسېدلو د خونو تر څنګ داسې خونې هم شته چې د انګلستان فرهنګي ميراثونه او نور تاريخي اثار پکې ساتل کېږي له دغې ماڼۍ څخه د ليدلو تر ټولو ښه وخت د اوړي موسم دی.

 که تاسو غواړئ چې یوازې د دغې ماڼۍ له بڼ څخه ليدنه وکړئ، نو ټیکټ يې ان تر ۱۶ يورو دی او که د بڼ تر څنګ د دغې ماڼۍ له خونو  هم ليدنه کوئ، نو بيایې ټیکټ ان ۶۰ يورو کېږي.

 

۲. هوا محل ماڼۍ

هوا محل ماڼۍ هم يو له غوره او ښايسته ماڼيو څخه ده، دا ماڼۍ د هندوستان هېواد په جيپور کې موقيعت لري په دغې ماڼۍ کې د سور رنګ لګول شويو کاشيانو د دغې ماڼې د ښکلا په زياتېدو کې اړین رول لوبولی دی او د دغې ماڼې ظاهري ښکلا يې څو برابره زياته کړې ده که د اوړي په موسم کې هندوستان ته لاړئ، نو له دې ماڼۍ ليدنه وکړئ دا ماڼۍ په داسې ډول ډيزاين شوې ده چې تل يې په اطاقونو کې باد چلېږي او اطاقونه يې یخ دي د دغې ماڼۍ څخه د ليدنې ټیکټ يوازې ۲۰۰ هندي کلدارې دی.

 که هندوستان ته سفر کوئ، نو د دغې ماڼۍ نوم در سره ياداښت کړئ.

 

۳. جال محل يا د اوبو ماڼۍ

دا ماڼۍ د هوا محل ماڼۍ څخه لږ وړاندې د سان ګار بهیرې په منځ کې  ودانه ده. دغه ماڼۍ ټول پینځه پوړه ده کله چې اوبه زياتې وي، نو د دغې ماڼۍ پوړه په اوبو کې ډوب وي په اوس وخت کې د دغې ماڼۍ له دننې برخې څخه ليدنه نه شي کېدلای او د لنډ وخت لپاره یې دروازه د ليدونکو پر مخ بنده ده، خو ليدونکي کولای شي د کښتيو په واسطه د دغې ماڼۍ خواته ورشي او له بهر څخه ورنه ليدنه وکړي په اوس وخت (مني) کې د ليدلو تر ټولو ښه وخت د سهار له ۶بجو د ماښام تر ۶ بجو پورې دی، د دغې ماڼۍ په هکله ښه خبره دا ده چې ټیکټ نه لري.

 

۴. وراسا ماڼۍ

و وارسا ماڼۍ او وارسا تړون نوم به مو د تاريخ په کتابونو کې اورېدلی او لوستلی وي دا ماڼۍ د فرانسې په هېواد کې موقعیت لري د نړۍ په کچه دا ښکلې ماڼۍ د فرانسې له انقلاب څخه وړاندې د شاهي کورنۍ د اوسېدلو ځای و. 

وراسا ماڼۍ د پاريس ښار سوېل لویديځ لور ته په ۲۰کيلو مېټرۍ کې پروت دی مجلل او ښايسته باغونه او د اوبو فوارې بل هغه څه دي چې د دغې ماڼۍ ښکلا يې ډېره کړې او ګڼ شمېر ليدونکي ورنه ليدنه کوي وارسا ماڼۍ ته د ورتګ وخت له سه شنبې تر يکشنبې د سهار له ۹ بجو وروسته ښودل شوی دی د دغې ماڼۍ څخه د ليدنې د ټیکټ بیه ۴۰ يورو ده چې په دې ۴۰ يورو باندې د ماڼۍ له ټولو برخو او پروګرامونو (موسيقۍ...) نه ګټه اخيستلی شئ.

 

۵. کنزينګتون ماڼۍ

دا ماڼۍ د انګلستان هېواد په لندن ښار کې موقعیت لري او شاوخوا ۳۰۰ کاله تاريخي مخينه لري دا ماڼۍ هغې سيمې کې ده چېرته چې د انګستان ملکه ويکټوريا خاپوړې کړي دي که  د دغې ودانۍ تعميراتي او هنري ښکلا ستاينه ونه کړو، نو دلته يو شمېر نور عوامل شته چې دغې ماڼۍ ته يې ښکلا وربښلې ده چې يو له هغو څخه په دغې ماڼۍ کې د انګلستان د سلطنتي کورنۍ د شهزاده ګانو اوسېدل دي، دا ماڼۍ هره ورځ د سهار له ۱۰ بجو څخه د مازيګر تر ۶ بجو پورې د ليدونکو پر مخ خلاصه وي او هر څوک ورنه ليدنه کولای شي دغې ماڼۍ ته په ټول کال کې دوې ورځې نه شئ ورتلای، ځکه چې په یوه کال کې  همدا دوې ورځې رخصت وي هغه دوې ورځې د ډېسمبر د مياشتې ۲۴مه  او ۲۶مه نېټه ده دغې ماڼۍ د ليدو ټیکټ وړيا دی خو ځينې له ځانګړو برخو څخه د ليدنې لپاره تاسو بايد ټیکټ وکړئ.

که څه هم یاده ماڼۍ د سلطنتي کورنۍ د اوسېدلو ځای دی، خو بيا هم عام خلک د ورتګ اجازه لري.

 

۶. پټرهوف ماڼۍ

دا ماڼۍ د روسيې هېواد په سنپيټرزبورګ ښار کې موقعیت لري د تزاري روسيې پادشاه پټر کبير د څوارلسم لوی د ښکلي او مجلل قصر  يا ماڼۍ (وارسا) د ليدو څخه وروسته د نوموړې ودانۍ په مقابل کې د دغې ماڼۍ د جوړولو امر وکړ پېټر هوف ماڼۍ چې د وارسا ماڼۍ سياله ګڼل کېږي، له هر اړخه نه له دغې ودانۍ نه کمه نه ده په دغې ماڼۍ کې باغونه، افشارونه، فوارې او... هغه ښايستونه او ښکلاوې دي چې زيات ليدونکي يې ځان ته ورمات کړي دي، د دغې ماڼي دروازه د سهار ۹ بجو څخه د شپې تر ۸ بجو پورې خلاصه وي خو په دننه کې بيا د هرې سيمې او برخې څخه د ليدو وخت توپیر کوي. د دغې ماڼې څخه د ليدلو د ټیکټ بیه ۴۵۰ روسي روبله دی.

Related Articles

Sep 19, 2021
4,501 views

یوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لرې؟

لېکنه: شکېبا نادري، يوه ښځه له خپل خاوند نه کومې تمې لري؟   اللهﷻ ښځینه او نارینه د یو بل د بشپړولو لپاره پیدا کړي دي. یعنې ښځه پرته له نارینه او نارینه پرته له ښځې نیمګړی دی، چې ښکاره بېلګه یې د ادم (ع) او بي بي حوا پیدا کېدل دي. اللهﷻ ښځه او نار...

Dec 27, 2020
3,959 views

ټافل څه دی؟

که تاسو انګلیسي ژبي نه یاست او غواړئ په یو نړیوال معتبر پوهنتون کې زده کړې وکړئ نو اړ یاست چې د ټافل TOEFL ازموینه ورکړئ. TOEFL د Test of English as a Foreign Language مخفف او د نوموړې ازموینې رسمي نوم دی. نوموړې ازموینه د انګلیسي ژبې اړوند ستاسو پوه...

Jul 03, 2022
4,512 views

Essay Organization

Essay writting is often organized according to the Introduction - Body - Conclusion (IBC) pattern. Each part of the essay has specific functions that serve important purposes.   The Inroduction Gets the readers interest States the topic States...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,435 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,076 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,827 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...