مړینه (مرګ) وپېژنئ

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 30, 2021
4 years ago
2,705 views
مړینه (مرګ) وپېژنئ

ژباړه ـ وړانګه اکبر 

 مړینه له ټولو هغو بیولوژیکي دندو څخه یوه نه راګرځېدونکې او دایمي درېدنه ده، کوم چې د یو ژوندي ژوي ملاتړ په غاړه لري. د دماغي مړینې لفظ کله کله د مړینې د قانوني تعریف په توګه کارول کېږي. د پخوانیو ژوندیو ژوو پاتې شوني په نورماله توګه وروسته له مرګه رژېږي یا هم په تجزیه کېدو پیل کوي. مړینه یوه حتمي او نړیواله پروسه ده، چې بلاخره په ټولو ژوندیو ژوو کې پېښېږي. مړینه په ټوله کې له هره پلوه په ټولو ژوندیو ژوو کې د همغږۍ وړ ده. د مړینې کلمه یوازې دې ته نه کارول کېږي، چې یو انسان او یا یو ژوندی ژوی په بشپړه توګه ومړ، د مړینې کلمه د یو ژوندي ژوي په جسم کې د یوې حجرې یا یو نسج له کاره غورځېدو او یا د دندې د نه ترسره کولو لپاره هم کاروو. ځينې څیزونه لکه وایروس چې تر اوسه د یو ژوندي ژوي په توګه نه دی پېژندل شوی وروسته له کاره د غورځېدو نه شونې ده، چې د فزیکي زیان لیدنې نوم ورته وکاروو؛ خو د مړینې نوم ورته نه شو کارولای ځکه وایروس یو ژوندی ژوی نه دی. د یوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې د "۱۵۰۰۰۰" انسانانو څخه  زیات هره ورځ مري. ډېری کلتورونه او دینونه د مړینې څخه وروسته د ژوند په هکله بېلابېل نظرونه  او آندونه لري او ځينې کېدای شي د مرګ څخه وروسته دانسان د تېر ژوند په هکله د قضاوت په هکله هم باور ولري. د مړینې مفهوم په مړینه باندې د پوهېدو لپاره د انسانانو لپاره یوه کلي (کونجي) ده؛ خو ډېر علمي او بېلابېل تعبیرونه د مړینې د مفهوم لپاره شتون لري. سربېره پردې د مړینې د مفهوم لپاره د یو رنځپال او حقوق دان له نظره د بېلابېلو تعریفونو د وړاندې کولو له امله یو واحد تعریف ته نه شو رسېدلای. د مړینې په تعریف کې یوه ننګونه له ژوند څخه د مرګ موندل دي. داسې هم ویلای شو، چې مرګ هغه څه ته اشاره کوي، چې ژوند پکې پای ته رسېدلی. د مړینې د کره وخت  پېژندل ګران دي ځکه چې د ژوند د فعالیتونو درېدل په یو وخت کې په عضوي سیسټم کې رامنځته کېږي له همدې امله د مرګ او ژوند تر منځ باید کره حد موجود وي؛ خو دا هم سخته ده، ځکه چې د ژوند د تعریف په اړه لږه پوهه او د نظرونو توافق نشته. دا ممکنه ده چې ژوند د هېښتیا او یا شعور تر اصطلاح لاندې تعریف کړو. کله چې هېښتیا او یا شعوري حالت ودرېد کولای شو ووایو، چې ژوندي ژوي مړه دي. خو ددې لپاره چې وپوهېږو چې ایا ژوی ژوندی دی که مړ د هېښتیا یا شعور د اصطلاح کارول له عیبه پاک نه دی. ځکه ډېری داسې ژوندي ژوي شته چې ژوندي دي خو شعور نه لري لکه یو ژوندینکه ایز ژوي.
 بله ستونزه چې د شعور او هېښتیا په اصطلاح کې شتون لري هغه د ساینسپوهانو، ارواپوهانو او فېلوسوفانو د تعریفونو سره نه همغږي ده. سربېره پر دې د ډېری دینونو او عقایدو پېروان په دې عقیده دي، چې مړینه د شعور او هېښتیا د پای ته رسېدو سبب نه دی. د مړینې نور تعریفونه د بیولوژیکي کړنو په څرنګوالي راڅرخي لکه: کله چې یوه ژوندۍ هستي د بیولوژيکي دندو یوه نه ګرځېدونکې درېدنه تجربه کړي نو مړینه واقع کېږي. دا تعریف په انسان پورې هم اړوند دی داسې چې مړینه یوه نه ګرځېدونکې پروسه ده. په کوم کې چې یو کس دا وړتیا له لاسه ورکوي، چې د یو انسان په څېرواوسېږي. ددې له پاره چې د انسان د مړینې شېبه په کره توګه تعریف شوې وای د تاریخ له نظره دا بلکل یوه خیالی نظریه وه. د زړه د ټکان درېدل او د ساه د اخیستلو نه شتون به مرګ ګڼل کېده په داسې حال کې چې اوس موږ په دې پوهېږو چې د CPR او د Defibrillation (یو کنټرول شوی او له پاملرنې سره مل بریښنایي شوک دی، چې د سینې د دیوال او یا د دسینې دعضلاتو له پاسه په زړه واردېږي تر څو د زړه نارمل ریتم رامنځته کړي) په پرمختګ سره پورته تعریف ناسم دی. ځکه چې د زړه د ټکان له منځه تلل او د ساه ورکېدل کله کله د پورته پرمختګونو په شتون کې بیا ځلي د رغېدو وړ دی. د مړینې دا ډول چې پکې د زړه ټکان او د ساه اخيستل له درېدو سره مخ کېدل د DCDD په نوم یاد شو دا مخفف د The circulatory definition of death څخه اخیستل شوی چې معنا یې د مړینې د دوران تعریف دی. هغه چا چې د DCDD په هکله یې توضیح ورکړې وه، په دې باور و، چې دا تعریف د قناعت وړ دی. ځکه چې کله چې یو کس د وینې د دوران او د ساه د اخیستلود دندې له دایمې بایلنې سره مخ شي نو مړینه هرومرو ده چې رامنځته شي. ددې تعریف انتقاد کوونکو داسې نظر وړاندې کړ کله چې د ذکر شوو برخو دندې په دوام لرونکې بڼه کېدای شي کار پرېږدي نو دا په دې معنا نه ده، چې حالت د بدلون وړ نه دی ځکه کله چې CPR تطبیق شي نو کس کولای شي چې ژوند وکړي. CPR د انګرېزۍ ژبې له Cardio pulmonary resuscitation  څخه اخیستل شوی او معنا یې د د زړه او د سږو بیاځلي ژوندي کول دي. سربېره پردې که زړه او سږي له کاره ولوېږي د نورو ډېرو ژوند بخښونکو لارو چارو څخه کار اخیستل کېږي، لکه د غړو پیوند او artificial pacemaker.
 په اوس وخت کې که خبره د مړینې په هکله شي نو رنځپالان د دماغي مړینې او یا بیولوژیکي مړینې نوم کاروي تر څو یو کس د مړپه نوم ونوموي. خلک هغه وخت مړه ګڼلی شو، کله چې د هغوی د دماغو برېښنایي کړنې ودرېږي. دا په دې معنا چې د دماغو د برښنایي کړنو درېدل د هیښتیا یا شعور د پای ته رسېدو ښودنه کوي. 

 نښې
 د مړینې نښې په لاندې ډول دي کوم چې د ګرمې وینې لرونکو ژوو په بدن کې رامنځته کېږي:

  • د ساه د اخیستلو درېدل یا د ساه نه اخیستل.
  • د زړه درېدل چې کوم نبض شتون ونه لري.
  • دماغي مړینه چې عصبي کړنې شتون ونه لري.

 

هغه مرحلې چې وروسته له مرګه پېښېږي:
 د پوستکي د رنګ پیکه کېدل چې له مړینې څخه ۱۵-۱۲۰ دقیقې وروسته رامنځته کېږي، چې ورته pallor mortis بولو. د لاتینې ژبې له  pallor  د کم رنګه یا خاسف کېدو او mortis د مړینې په معنا ده اخیستل شوې ده او د مړینې څخه وروسته لومړۍ مرحله ده. دا په هغه خلکو کې رامنځته کېږي، چې سپین پوستي وي.
 د بدن د تودوخې کموالی چې وروسته له مړینې رامنځته کېږي او دا یو ثابت کموالی دی. د تودوخې دې کموالي ته algor mortis ویل کېږي، چې د لاتینې ژبې له algor  چې د سوړوالي په معنا او mortis د مړینې په معنا ده اخیستل شوی دی.
 وروسته له مړینې د مړي نهایات یعنې پښې او لاسونه کلکېږي چې دې نښې ته rigor mortis ویل کېږي،  چې د لاتینې ژبې له rigor دکلکوالي په معنا او mortis دمړینې په معنا ده اخیستل شوی دی.
 د بدن په شا تخته د وینې ټولیدل هم د مړینې څخه وروسته رامنځته کېږي چې دې نښې ته livor mortise وایي دا هم د لاتینې ژبې له livor  یعنې آبي ته ورته رنګ او mortis د مړینې په معنا دی اخیستل شوی دی.
 خوسا کېدل چې د تجزیه کېدو لومړی پړاو دی دې پړاو ته .putrefaction ویل کېږي.
 تجزیه کېدل چې هر څه په جسم کې په کوچنیو ټوټو ویشل کېږي چې له یو ځواکمن او نه خوښوونکي بوی سره مل وي دې پړاو ته decomposition ویل کېږي.
 په سکلیټ بدلېدل کوم چې د تجزیه کېدو وروستی پړاو دی او ټول نرم انساج په تجزیه اخته شوي وي او یوازې سکلیټ پاتې وي دې پړاو ته skeletonization ویل کېږي.
 د مړینې څخه وروسته بل پړاو د fossilization په نوم دی چې سکلیټي پاتې شوني تر یوه اوږده وخته ساتل کېږي.

 هېره دې نه وي، چې ددې لیکنې بله مهمه برخه "د مړینې لاملونه" تر عنوان لاندې خپرېږي. 

Related Articles

Oct 19, 2021
4,509 views

دا کړنې مو د سترګو دید کمزوری کوي

ژباړه ـ ریاض مقامزی د انسان د بدن هر غړی د ځانګړي اهمیت او دندې درلودنکی وي. د سترګو په مرسته کولای شو چې نور خلک او اشیا ووینو. که چېرې د ساتنې په اړه یې بې غوره شو، لرې نه ده چې د لیدلو ځواک مو کمزوری شي او د شیانو له "نه لیدلو" یا "ضعیف لیدلو" به...

Dec 12, 2022
1,299 views

Dowry's maximum in Afghanistan's applicable laws || سقف مهریه در قوانین نافذه افغانستان

سقف مهریه در قوانین نافذه افغانستان نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) بلند بودن مهریه که یکی از نگرانی‏های آقایان و به تبع آن یکی از دلایل به تأخیر افتادن ازدواج‏ها شمرده شده، نیاز به بحث و تبیین از مواد قوانین را به...

Sep 08, 2021
2,848 views

ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښېږي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښوي؟ سینګار کول د ښځو د خوښې کړنه ده، ډېری ښځې خو په دې باور دي چې سینګار د ښځو سلیقه ده، هغه ښځې چې سینګار نه کوي له ځان نه یې لاس پر سر دي، د ځان لپاره وخت نه لري، خو د نارینه وو بیا د ښځینه وو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,482 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,090 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,856 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...