پر ځان مثبت باور درلودل او غرور/ځانغوښتنې تر منځ توپير

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 27, 2021
4 years ago
2,410 views
پر ځان مثبت باور درلودل او  غرور/ځانغوښتنې تر منځ توپير

لیکنه ـ فاطمه اعظم

 څنګه کولای شو په ډاګه کړو چې ياد کس مغروره دی او که پر ځان باور لري!؟ 

 لومړی بايد دواړه وپيژنو؛
 پر ځان باور او د غرور ترمنځ ډېره نرۍ پوله ده، چې توپير يې ستونزمن نه دی. 

 ځانغوښتنه(غرور)
 د ځانغوښتنې بنسټ دا دی:« زما لپاره ګټل اړين دي، که يې نړۍ بايلي هم کومه خبره نه شته.»
 مغروره انسانان هغوی دي، چې نور خلک کم بولي او هڅه کوي چې د ځان لوی ښودلو حس پياوړی وساتي. دا حس چې په هره طريقه غښتلی کېږي مخ نه ترې اړوي. مغرور وګړي اړيکې نه شي پاللی او د ملګرو له ملاتړ څخه بې برخې وي. 
 د مغرورو وګړو يو خاصيت دا دی، چې هر څومره خبرې کوي، ځان پکې مهم ښيي او د خبرو محور په ځان را څرخوي، که د بل کس په اړه خبرې او بحث وشي په شدت ستومانه کېږي او کېدای شي غوسه هم ورشي.

 مغروره خلک د نورو کسانو په لاسته راوړنو بخيلي کوي.
 مغروره وګړي هغه کسان چې تر دوی زيات باور، وړتيا او استعداد لري نه خوښوي، له دغسې کسانو د خطر احساس کوي او فکر کوي چې د دوی په زيان دي. 

 (پر ځان مثبت باور)
 مثبت باور لرونکي کسان بيا وايي:« ګټل راته اړين دي؛ خو په هغه صورت کې چې نړۍ يې ونه بايلي، موږ دواړه پر يوه وخت کې هم ګټلی شو.» 

 هغه وګړي چې پر ځان باور لري په کوم مجلس کې د ځان په اړه خبرې نه کوي. يا دا چې په لوی لاس د خپل ځان صفت نه کوي؛ بلکې د نورو ستاينه کوي.
 تل د نورو خوښي غواړي او د هغوی په خوښي کينه/بخيلي نه کوي. همدارنګه په څېره کې یې تل موسکا وي او په ښو اخلاقو خلکو سره ناسته ولاړه کوي. 

 خلکو ته نېکې مشورې ورکوي او ځان مشهوره کولو ته ډېره ليوالتيا نه ښکاره کوي.
 کمې خبرې کوي، او د نورو خبرو ته ډېر پام کوي،
 اړیکو په ټینګولو او پاللو کې ځانګړی مهارت لري. 

 نو ځکه وايو چې غرور /ځانغوښتنه منفي او ويجاړوونکې ده.
 او پر ځان باور درلودل مثبت او جوړونکې ده.
 غرور اړيکې له منځه وړي، ځکه پر منفي ارزښتونو ولاړه ده.
 خو مثبت باور درلودلو سره کولای سو اړیکې جوړې کړو او ټينګې وساتو.
 د غرور پر مهال د ګټلو- بايللو پر فلسفه باور وي، خو پر ځان باور درلودونکي کسان بيا د ګټلو- ګټلو پر فلسفه باور لري.

Related Articles

Nov 24, 2020
16,760 views

په ځوانۍ کې د ويښتانو سپينېدل او درملنه

د ويښتانو سپينېدل اکثراً د زړښت معنا ورکوي نو ځکه خو انسان د خواشينۍ احساس کوي؛ مګر دا لا ډېره خواشينوونکې وي، چې په ځوانۍ کې مو ويښتان سپين شي. په طبیعي توګه د سپين پوستو ويښتان نسبت تورپوستو ته ژر سپینېږي. معمولاً په سپين پوستو کې د ويښتانو سپينېدل...

Feb 05, 2021
7,060 views

لنډه کیسه؛ پېژندنه او ځانګړتياوې

لیکنه ـ ریاض مقامزی په لومړي سر کې ادبيات پر دوو سترو برخو وېشل کېږي، چې منثور او منظوم ادبیات یې بولو. ځان پېښې، یونلیکونه، داستانونه، رومانونه، لنډې کيسې او ځينې نور په منثورو ادبیاتو کې د پام وړ ادبي ژانرونه بلل کېږي.  تاسو به له پورته ذکر شوو ا...

May 14, 2021
3,844 views

شېر خان څوک و؟

شیر محمد  خان  نا شر په اصل کې د خروټو د قام مشهور مشر تیر شوی دی، چې نوموړی په شیر خان سره شهرت درلود. کله چې نادرخان د سقاو د زوی پر خلاف جنګیده نو د شیر خان ولسي لښکرو هم د هیواد په شمال کې د سقاو په راپرزولو او د نادرخان په ملا تړ سقاوي لښکرې وځپ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,458 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,084 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,843 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...