واکسین څه شی دي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 25, 2021
4 years ago
5,922 views
واکسین څه شی دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

کله چې د ناروغيو نومونو اخلو ورسره سم مو د واکسین نوم هم ذهن ته راځي. اصلا واکسین د ناروغيو پر وړاندې د مبارزې يوه غوره وقایوي هڅه ده.  په وروستيو څو کلونو کې د اکثرو ناروغيو لپاره واکسینونه جوړ شوي دي او لا هم هڅې روانې دي، چې نور واکسینونه هم برابر شي. تر څو د هغو ناروغيو مخه ونیول شي، چې انساني ژوند ګواښي. تاسو به په دې لیکنه کې د واکسین په اړه لا ډېر پوه شئ.

 

لنډه تاریخچه

چینایانو د لومړي ځل لپاره په لسمه میلادي پېړۍ کې د واکسینونو لومړنۍ بېلګې کشف کړې. وروسته په "۱۷۹۶ز" کال کې "ادوارډ جنر" پوه شو، چې په "غوا" کې د "چیچک" ناروغۍ ضعیفه بڼه کولای شي انسان له دې ناروغۍ وژغوري. د نوموړي دا څېړنې تر دوو کلونو خپره شوه. په دې توګه د لومړي ځل لپاره د یوې مشخصې ناروغۍ واکسین جوړ شول. له دې کبله د واکسین نوم هم له لاتیني "واکا" یعنې "غوا" څخه اخیستل شوی.

 

واکسین څه شی دي؟

که څه هم واکسین ډېر پخوا کشف شوي؛ خو د کرونا له خپرېدو سره سم "واکسین" یو ځل بيا د ټولو خلکو د پام وړ وګرځېد او هڅې پیل شوې، چې د کرونا ضد واکسین جوړ شي. په پایله کې همداسې وشول او د درملو جوړولو څو لویو کمپنیو واکسینونه جوړ کړل.

واکسین بدن ته دا وړتیا ورکوي، چې د ځانګړې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه وکړي. په دې معنا چې د "کرونا" واکسین، د کرونا ضد، د زېړي واکسین د "زېړي" ضد دي او نور واکسینونه هم د مشخصو ناروغيو مخنیوی کوي. 

شاید تاسو ته هم پوښتنه پیدا شوې وي، چې واکسین له څه شي جوړېږي؟ د واکسینو قطرات اصلا د ناروغۍ رامنځته کوونکو موادو څخه جوړېږي؛ خو په دې توپیر چې دا یې کمزورې شوې بڼه وي او د ناروغۍ د رامنځته کولو پر ځای د ناروغیو مخنیوی کوی. په دې معنا چې بدن ته د ناروغۍ پر وړاندې د مقابلې توان ورکوي. یعنې بدن تحریکوي، ترڅو د ناروغۍ مقابله وکړي.

 

واکسین څنګه جوړېږي؟

کله چې بدن ته ناروغي زېږوونکي عوامل (میکروب، وایروس، قارچ او ...) ورسېږي؛ نو سمدستي بدن غبرګون ښيي. د ناروغۍ پر وړاندې د مقابلې لپاره انتي باډي جوړوي او ناروغي له منځه وړي. 

همدې ټکي ته په کتو واکسین هم جوړېږي. د ناروغۍ پیدا کوونکي (عامل) کمزورې شوې بڼه بدن ته د قطرو او ستنو له طریقه داخلېږي. په دې توګه بدن انتي باډي جوړوي او د ناروغۍ مخه نیسي. البته د ناروغۍ د عامل ترڅنګ ځينې نور مواد هم له واکسینونو سره ګډېږي.

Related Articles

Aug 04, 2024
2,643 views

مرض های بانجان رومی

معرفی مختصر درباره امراض های بادنجان رومی یا بادنجان سرخ چندین مرض وجود دارد که بالای بادنجان رومی حمله میکند فقط میخواهم یکی از این مرض ها را برای شما دهاقین و باغداران عزیز بطوری خلاصه معلومات بدهم.مرض قرغنه بادنجان رومی یا بادنجان سرخ:مرض قرغنه با...

Feb 26, 2022
2,068 views

فطرت

استاد غضنفر پخپل ژباړل شوي کتاب کې د "فطرت" تر عنوان لاندې دا حکایت لیکلی: "دوه راهبان د ويالې په غاړه ناست وو، کاسې يې وينځلې. په دې منځ کې يې يو لړم وليد چې اوبو ته لوېدلی او ډوبېږي دا يوه راهب لاس ور ورغځاوه، لړم یې را وایست. لړم د راويستلو په شېب...

Jun 22, 2021
2,600 views

مذهب او انقلاب

لیکوال: خبیب علي مذهب د ټولنیز انحطاط له ختمېدو څخه شروع کیږي. په انساني تاریخ کې چې کله هم استبداد او بې نظمي اوج ته رسېدلې، مذهب سر را پورته کړی او د انقلاب او بدلون هڅه یې کړې ده. د مذهب او انقلاب له همدې ګډولې څخه تهذیب او تمدن زېږیدلي چې د ملتو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,758 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,145 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,044 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...