د چاپلین لنډ ژوندلینک

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 23, 2021
4 years ago
2,698 views
د چاپلین لنډ ژوندلینک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په سینیمايي نړۍ کې چې کله هم د کومیډیکو (خندوونکو) فلمونو او ویډيوګانو خبره کېږي؛ نو ورسره سم د "چاپلین" نوم هم اخیستل کېږي. نوموړی د نړۍ نامتو کوميډين (ټوکمار) و. که څه هم چاپلین په یوې بېوزلې کورنۍ کې پیدا شوی و؛ خو د خپل پیاوړي استعداد او زحمت پر مټ یې وکولای شول چې ټوله نړۍ یې وپېژني او ځان ته يو آسوده ژوند برابر کړي. په دې لیکنه کې یې په اړه هر اړخیز معلومات لولستلای شئ.

 

لنډ ژوندليک

په سینمایې نړۍ کې د کوميډۍ د برخې ددې نوموتي شخصیت بشپړ نوم چارلي چاپلین "Charles Chaplin" دی. هغه د "۱۸۸۹ز" کال د اپرېل په شپاړلسمه نېټه د انګلستان په "والورس" کې وزېږېد.

مور به یې په قهوه خانو کې سندرې ویلې او په دې توګه به یې د خپل ژوند مصارف پوره کول. پلار یې هم هنرمند و او په تمثیلي پارچو کې به یې رول لوباوه؛ خو د والدینو ژوند یې خوږ نه و. ځکه چې د چاپلین پلار به ډېر شراب څښل او تل به نشه و. له همدې امله، کله چې چاپلین یو کلن و، مور او پلار یې سره جلا شول.

چاپلین یو مشر ورور هم درلود، چې "سیدني" نومېده؛ خو دا یې ناسکه ورور و. په دې معنا چې د چاپلین مور وړاندې له یو بل کس سره واده کړی و، سیدني د هماغه اولاد و. په هر حال کله چې سیدني یو کلن و مور و پلار یې سره بېل شول. په دې توګه د چاپلین مور ته د دوو اولادونو روزنه او پالنه ور تر غاړې شوه.

په لومړيو کې د چاپلین مور کولای شول د ژوند مصارف پوره کړي؛ خو د وخت په تېرېدو یې اواز خرابېده او ورو ـ ورو له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوه. په داسې حال کې چې د چاپلین پلار د خپل اولاد د نفقې لپاره مرسته هم نه کوله. د چاپلین مور اړه شوه، چې پر خپل طلاق شوي خاوند عریضه وکړي؛ مګر دا دعوه یې هم وبایلله.

پر له پسې سختو بېوزلیو ددوی ژوند ډېر تریخ کړ. له همدې امله چاپلین اړ شو، چې په پنځه کلنۍ کې کار پیل کړي. هغه په هنري ډګر کې د خپل کار د پیل په اړه وايي: "یوه ورځ چې زه به پنځه کلن وم، مور مې په صحنه کې سندرې ویلې، دا چي غږ یې خراب شوی و؛ ټولو پرې وخندل. خو مدیر چې مخکې یې زه په ترنم لیدلی وم، دريځ ته ولېږلم. ما چې سندره وویله ټولو خلکو خوښه کړه او ډېرې پیسې یې راباندې وشیندلې. همدا شپه زما د مور د هنر د پای او زما د پیل شپه شوه."

 

د ژوند ناخوالې

  • کله چې د چاپلین پر کورنۍ سخته غریبي راغله، مور یې له خپلو جامو چاپلین او سیدني ته کالي جوړ کړل. دا چې کالي یی د ښځينه وو و، نو ټولو ګاونډيانو به پرې خندل.
  • د ډېر غربت له وجې د غریبو خلکو روزنتون ته واستول شول، تر څو هلته یې پالنه وشي. خو دلته هم ډېره موده نه وو؛ بیا یتیم خانې ته ولېږل شول.
  • څه موده وروسته یې پر مور عصبي چپې راغلې او لېونۍ شوه. له همدې امله چاپلین پلار ته وسپارل شو؛ پلار یې له بلې مېرمنې سره واده کړی و. هغې به له چاپلین سره هېڅ ښه سلوک نه کاوه.
  • له څه وخت وروسته مور یې له درملنې وروسته ښه شوې وه. خیاطي یې کوله. چاپلین اضافه ټوټې پلورلې، چې خلکو به پرې رشخند کاوه.
  • د ډېرې بې وزلې له امله چاپلین ښوونځي پرېښود او په بېلابېلو ځايونو کې به یې مزدوري کوله. صفاکاري، ورځپاڼې پلورل او ... نورو ډېرو ځايونو کې یې کار وکړ.

خو له دې ټولو ناخوالو سره ـ سره هغه د ژوند ستونزو ته تسلیم نه شو. پر له پسې هڅه یې کوله او د تیاتر نړۍ ته یې مخه کړه. ډېر ژر د خلکو پام ور واوښت او ټولې نړۍ وپېژنده. په دې توګه یې ډېرې کارنامې پخپل نوم ثبت کړې. 

  • په "۱۹۲۹"، "۱۹۴۱"، "۱۹۴۸" او "۱۹۷۳ز" کلونو کې په بېلابېلو برخو کې د "اسکار" جایزې وګټلې.
  • په "۱۹۵۳ز" کال کې یې د فرانسې د سندرو جوړوونکو او لیکوالو ټولنې افتخاري غړیتوب ورکړ. په همدې کال د فرانسې دولت لخوا یې د "لژیون دونورو" لقب هم ترلاسه کړ.
  • په "۱۹۷۲ز" کې یې د طلایي زمري افتخاري مډال ترلاسه کړ.
  • په "۱۹۷۵ز" کال کې د انګلستان د ملکې لخوا "سر" لقب ورکړل شو.
  • دی چې بېوزلۍ او د ژوند سختیو ته تسلیم نه شو؛ نو تر "۱۹۷۷ز" کال پورې یې نږدې "۵۰۰" میلیونه ډالره سرمایه پیدا کړې وه.

 

د چاپلین خپله کورنۍ

چاپلین د خپل ژوند په اوږدو کې څلور ځله ودونه وکړل. له دې ټولو ودونو څخه یې نهه اولادونه لرل. په دوی کې پنځه نارینه او څلور نجونې دي. هغه د خپلو اولادونو ډېره ښه روزنه کوله او ټولو ته به یې د ژوند مناسب، مساوي او کافي امکانات برابرول. 

 

آثار

چاپلین یوازې یو تمثیل کوونکی نه و؛ بلکې پخپله یې تمثیلونه، نمایشنامې او ... لیکلې. نوموړی د یو ښه سینیمايي لوبغاړي ترڅنک يو ښه لیکوال هم و. ځينې لیکنۍ او فلمي آثار یې عبارت دي له:

  • څلرویشت ساعته شاګرد
  • زما د ژوند داستان
  • د تنحوا په لټه
  • د ښار رڼاوې
  • فلمي ناروغۍ 
  • تر باران لاندې 
  • د هغه غل ملګری
  • د دوو مورچلونو په منځ کې او...

د تمثیل د نړۍ دا نه تکرارېدونکی شخصیت، له ګڼو لاسته راوړنو وروسته د "۱۹۷۷ز" کال د ډيسمبر په پنځه ویشتمه نېټه ومړ. جسد یې په سویزرلینډ کې خاورو ته وسپارل شو. دا ځکه چې چاپلین د ژوند وروستي کلونه هملته تېر کړي دي. په سویزرلینډ کې یې ښکلی او لوی کور پېرلی و.

 

د چاپلین ویناوې

  • ګرانې لورې! هېڅکله هوس مینه مه ګڼه. د خوب په بستره کې یو نارینه هم بد نه وي. 
  • په یو بل پسې مه خاندئ، له یو بل سره وخاندئ.
  • زما تر ټولو ښه ملګرې هنداره ده. ځکه کله چې زه ژاړم هغه نه خاندي.
  • واده کول او د ژوند جوړول د بازار په څېر دی. چې پیسې، اړتیا او هوډ نه لرئ مه ورځئ.
  • نړۍ له ښو انسانانو ډکه ده. که تا یو هم پیدا نه کړ؛ نو لږ تر لږه پخپله ښه انسان اوسه.
  • که زه پېغمبر وای، د خلکو خوښي به مې رسالت او دنده وه. خپلواکي به مې زېری و او د ماشومانو خندول به مې معجزه وه.
  • یوه مڼه راولوېده او د جاذبې پر قانونو پوه شو. په میلیونونه جسدونه راولوېدل؛ مګر بشریت د انسانیت په معنا پوه نه شو.
  • له دښمنانو مو یو ځل وډار شئ او له دوستانو مو زر ځله.
  • پیسې او شتمنۍ شخصیت نه جوړوي.

Related Articles

Dec 19, 2020
1,991 views

فصلنامه ی بنیان اندیشی

فصلنامه ی بنیان اندیشی (معرفی یک نشریه ی مهم) مصطفی عمرزی فصلنامه ی بنیان اندیشی شماره های 1، 2، 3، 4، 5 محل چاپ و انتشار: جمهوری اسلامی ایران در شماره های 2 و 3، نوشته های من(مصطفی عمرزی): «تنقید تاریخ در افغانستان» و «تمایز تاریخی».  اهل تام...

Oct 19, 2021
2,573 views

اقصا جومات

  لیکنه: شکېبا نادري، اقصا جومات الله ﷻ د بنده ګانو د عبادت لپاره ځینې ځایونه ځانګړي کړې دي، چې په دغو ځایونو کې عبادت کول ډېر ثواب لري او دې ځایونه ته جوماتونه ویل کېږي. مسلمانان د خپل عبادت لپاره د نړۍ په هره برخه کې د ځان د عبادت لپاره جوماتونه...

Apr 04, 2023
1,724 views

اوله درجه خښته په ساحه کی

انجنیر صاحبانو اوله درجه خښته په ساحه کي په لاندي مشخصاتو سره پیژندل کیږي.۱: که خښتي سره ووهو باید د فلز ږغ وکي.۲: ښه خښته ډیر سوري یا منفذونه نه لري.۳: شکل یې منظم او څنډي یې منظمي وي.۴: چي ښه تخته سوې یا compact سوې وي ، ښه خښته ورته ویلای سو.۵: اب...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,530 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...