کوم خواړه د وزن د زیاتوالي لامل کېږي؟

i
imranghani
Author
Oct 23, 2021
4 years ago
5,031 views
کوم خواړه د وزن د زیاتوالي لامل کېږي؟

لیکنه:شکېبا نادري،کوم خواړه د وزن د زیاتوالي لامل کېږي؟

 

 

الله ﷻ انسانانو ته بېلابېل وزنونه ورکړي دي. ځینې لوړ او ځینې ټیټ دي، ځینې ښایسته او ځینې بدرنګ دي او دا هغه څه دي چې الله ﷻ خپلو بنده ګانو ته د یوه نعمت په بڼه ورکړي دي او موږ پکې هېڅ ډول بدلون نه شو راوستلای.

خو ډېرې داسې نورې کړنې شته چې موږ یې په ترسره کولو سره خپل ښایست دوه برابره کولای شو، لکه ځینې کسان لوړ قد نه لري، خو وزن یې ورځ تر بلې ډېریږي او د دوی د ښکلا د له منځه تلو لامل کېږي، دوی کولای شي هغه کړنې ترسره کړي چې خپل وزن مناسب او د خپل قد سره برابر وساتي.

که تاسې هم همدا ډول ستونزې لرئ، زموږ دا لیکنه له تاسو سره د دې ستونزې په حلولو کې مرسته کولای شي. هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ!

موږ په دې لیکنه کې د هغو خوړو په اړه چې د انسان د وزن په زیاتولو کې اړینه ونډه لري او په چټکتیا سره مو د وزن د زیاتوالي لامل کېږي معلومات وړاندې کوو، که تاسې هم د وزن له ډېروالي ستړي یاست او نه غواړئ نور مو وزن زیات شي، نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ! 

 

۱. سوپ

ډېری هغه کسان چې نه غواړي چاغ شي د نورو خوړو پر ځای له سوپ څخه ګټه اخلي. دوی په دې اند دي چې سوپ به مو د وزن په زیاتوالي کې کومه اغېزه ونه لري، خو د دوی دا فکر بېخي غلط دی سوپ یو له هغو  خوړو څخه دی چې د وزن په زیاتولو کې مهم رول لري او ډېر ژر مو د وزن په زیاتوالي کې بدلون راولي، خو سابه لرونکی سوپ مو بیا د وزن د کمولو لپاره ګټور دی.

 

۲. پیزا

پیزا هم د هغو خوړو له ډلې څخه ده چې د وزن په زیاتولو کې مستقیمه  اغېزه لري، خلک پیزا ته د سپکو خوړو په سترګه ګوري، ان تر دې چې له ډوډۍ څخه مخکې یې هم خلک خوري، خو دا هغه خواړه دي چې په کم وخت کې د انسان وزن دوه برابره کولای شي په ځانګړې توګه د پیزا پېروی چې د انسان وزن په ډېرې چټکیتا سره زیاتولای شي.

 

۳. کچالو 

کچالو هم له هغو خوړو څخه دي چې د انسان وزن زیاتوي هغه کسان چې نه غواړي وزن یې زیات شي، نو کچالو دې نه خوري د شپې پر مهال د کچالو خوړل په لږ وخت کې د انسان وزن ډېر زیاتولای شي.

 

۴. وریجې

وریجې هغه خواړه دي چې د ډېری انسانانو خوښېږي، کله چې کومې  مېلمستیا ته ځي، نو نه شي کولای چې ځان کنټرول کړي غواړي هرومرو وریجي وخوري، خو دوی له دې بې خبره دي چې وریجې یې د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.

 

۵. د مېوو اوبه

ډېری کسان د دې په خاطر چې وزن یې زیات نه شي د مېوو له خوړو ډډه کوي، خو د دې لپاره چې کمزوري نه شي د مېوو پر ځای د هغو اوبه یا جوس څښي، دوی به دې نه پوهېږې چې د مېوو اوبه له مېوو څخه د وزن په زیاتولو کې ډېره ونډه لري او ډېر ژر مو وزن زیاتوي.

 

۶. وچې مېوې 

وچې مېوې هم د دې لامل کېږي چې په کم وخت کې مو وزن ډېر زیات شي هغه کسان چې غواړي وزن یې زیات نه شي، نو د وچې مېوې له خوړولو څخه د ځان وساتي.

د دې ټولو خوړو ترڅنګ ډېری داسې نور خواړه هم شته چې په کم وخت کې مو وزن ډېرولای شي. 

که نه غواړئ چې وزن مو زیات شي د دې خوړو له خوړولو څخه دې ډډه وکړي.

Related Articles

Aug 27, 2021
4,580 views

انګور مو له زړښت څخه ژغوري

ژباړه ـ ریاض مقامزی  انګور یو له خوندورو مېوو څخه ده، چې د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې پيدا کېږي. ددې مېوې یوه ښه ځانګړنه دا ده، چې په بېلابېلو بڼو وده کوي او ګڼ شمېر اقسام لري. همدارنګه که انګور وچ کړای شي، نو ممیز ترې لاسته راځي. تاسو به په دې لیکنه د...

Feb 28, 2023
1,536 views

د کمپیوټري سافټویرونو فری ویب سایټونه

د کمپیوټري سافټویرونو مفت یا ( free) ویب سایټونه کله چې تاسو غواړئ د کمپیوټر سافټویرونه راډاونلوډ کړئ نو په لاندې ویب سایټونو کې سرچ ورکړي.  1- Getintopc.com تر ټولو ښه یې همدا دی چې د انسټالولو او اکټیویټ(activation ) کولو مکمله طریقه هم په ویډیو...

Nov 06, 2021
2,082 views

د "ګورکي" لنډ ژوندلیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی د روسي ادبیاتو د لومړي قطار په لیکوالو کې د "ګورکي" نوم هم ډېر بارز دی. نوموړی په کوچنیوالي کې یتیم شو او پالنه یې سپین سرې نیا ته ور تر غاړې شوه؛ خو ډېر ژر د غم بلې څپې په مخه کړ او روزونکې یې هم د تل لپاره له دې نړۍ سترګې پټې ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,522 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...