د بدیو پر وړاندې غبرګون داسې وښيئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 22, 2021
4 years ago
2,313 views
د بدیو پر وړاندې غبرګون داسې وښيئ!

له بدۍ سره د مقابلې لارې

لیکنه: لېمه دلیل

 موږ او تاسو په ټولنیز ژوند کې له ډېرو داسې کسانو سره مخ کېږو، چې موږ په بېلابېلو طریقو سهواً یا قصداً ځوروي. پوښتنه دا ده، چې مونږ باید د دوی پر وړاندې له کوم عکس العمل څخه کار واخلو؟؟
 بدیو ته ځواب معمولا په یو له دې لاندې شکلونو څخه وي.

 لومړی| له بدو سره په بدترو مقابله کول
 څوک چې له دې ډول ځواب نه کار اخلي بدو ته په بدترو ځواب ورکوي. مثلاً: که چا ورته یوه څپېړه ورکړه دوی یې په مقابل کې دوه یا زیاتې ورکوي.

 دویم| بالمثل مقابله کول
 په دې کې چا سره چې بدي وشي، دوی په عادلانه ډول په هماغه شکل ورته ځواب ورکوي. مثلاً که څوک یې یوه څپېړه ووهي، دوی یې هم یوه څپيړه وهي.

 درېيم| عکس العمل نه ښودل؛ مګر په زړه کې خفه کیدل
 په دې که شخص د بدي کوونکی په مقابل کې هېڅ عکس العمل نه ښیي؛ مګر پخپل زړه کې ورڅخه خفه کېږی؛ خو خپل خفګان کنټرولوي او اجازه نه ورکوي چې د غچ اخیستلو باعث وګرځی.

 څلورم| هم بخښل هم په زړه کې نه خفه کېدل
 په دې ډول کې نه یوازي دا چې مقابل لوری بخښو؛ بلکې خپل زړه کې هم ورته خفګان او کینه نه نیسو او په بزرګوارۍ سره یې له خطا تېرېږو.

 پنځم| بدی په ښېګڼې سره ځوابول
 په دې ډول کې هم مقابل لورۍ بخښو او هم زړه کې ورته کینه نه نیسو. تر ټولو مهمه دا چې زړه کې لا مینه هم ورسره کوو او هڅه کوو چې د بدۍ په مقابل کې ورته ښه خبره وکړو، دعا وکړو، ورته ډالۍ ورکړو او یا ورسره مرسته وکړو.

 اوس که دې عکس العملونو ته وګورو لومړی یې د ”ظلم او تیري“ دوهم  یې د ”عدالت“ او درې نور یې د ”احسان“ عکس العملونه نومولی شو.
 لومړی ځواب د ظلم او تیري دی، چې هېڅ عاقل او اخلاقي انسان سره نه ښایي چې داسې عکس العمل دې وښيي. دوهم ځواب د عدالت دی، چې دا یو منلی ځواب دی؛ خو هغه انسان چې له اخلاقو او معنویاتو له پلوه واقعا لوړ او پورته وي هڅه کوي، چې دې درېیو نورو ځوابونو څخه (احسان) څخه کار واخلي. ريښتوني اخلاقي انسانان نه ظلم کوي او نه په عدالت کې توقف کوي؛ بلکې هغوی بدیو ته په احسن ډول سره چې مقابل کې یې نیکي کول دي ځواب ورکوي.
 احسان هم له لومړی درجې نه تر درېیمې پورته ځي چې آخري یې تر ټولو سخته وي او دا د ډېرو عالي انسانانو صفت دی.
 بدیو ته مناسب ځواب د احسان ځواب دی او هغې کې هم هغه لوړه مرتبه احسان یعني بديو ته په نیکۍ ځواب ورکول دي. بې له شکه دا د هغو خلکو ځواب دی، چې د اخلاقي او معنوي ودې لوړو پوړیو ته رسېدلي وي. دوی په پوره صبر او متانت سره د نورو بدیو ته په نیکۍ او مهربانۍ ځواب ورکوي.
 هغوی چې د احسان د ځوابونه نه کار اخلی لاندې شرطونه باید په نظر کې ونیسي.

  • د دوی احسان باید د ضعف او بې وسۍ له وجهې نه وي. دوی احسان په داسې حال کې کوي چې د غچ اخیستلو پوره توانایي هم لري.
  • د نورو د خطاوو بخښل باید د ځان د تحقیر باعث و نه ګرځی او انساني کرامت تر پښو لاندې نه شي.
  • عفو او بخشش باید په دې ډول وي، چې د مقابل لوري د ګستاخۍ او جسارت سبب و نه ګرځي.
  • واقعي عفو هغه ده، چې یو ډول روحي تحول په مقابل لوري کې راولي او د هغه د هدایت سبب وګرځي.

 اوس تاسو ووایئ، چې د بدیو ځواب به څنګه ورکوئ؟

Related Articles

Mar 21, 2021
2,940 views

هغه جملې چې ژوند مو بدلولای شي!

ليکنه ـ رياض مقامزی دا ځل به د فرانسې هېواد نوبل جايزه ګټونکي ليکوال اناتول فرانس ((Anatole France)) په ويناوو کې د ژوند درسونه وڅېړو. “خطا او اشتباه يو انساني کار دی، مګر تکرار يې حيواني کار دی.” که د وينا ژورو ته ځير شو، نوموړی انسانانو ته دوه پ...

May 26, 2022
5,578 views

ناول څه ته وایي؟

ناول څه ته وایي؟ لیکنه او راټولونه: شکېبا نادري په ټوله کې ادبیات په دوو سترو برخو ویشل شوي چې یوه یې منظومه او بله یې منثوره برخه ده. په منظومه برخه کې یې شعر، نظم او داسې نور راځي او په منثوره کې یې لنډه کیسه، ناول، رومان، داستان او داسې نور چوکا...

Jun 22, 2021
2,600 views

مذهب او انقلاب

لیکوال: خبیب علي مذهب د ټولنیز انحطاط له ختمېدو څخه شروع کیږي. په انساني تاریخ کې چې کله هم استبداد او بې نظمي اوج ته رسېدلې، مذهب سر را پورته کړی او د انقلاب او بدلون هڅه یې کړې ده. د مذهب او انقلاب له همدې ګډولې څخه تهذیب او تمدن زېږیدلي چې د ملتو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,773 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,147 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,055 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...