د طبي تشخیص تاریخچه

W
Wranga
Author
Oct 15, 2021
4 years ago
1,658 views
د طبي تشخیص تاریخچه

طبي تشخیص تاریخچه د طبي تشخیص تاریخچه د لومړي ځل لپاره په لرغوني مصر کې د امهوتب په دوران کې او په یونان کې د هایپوکراټ په دور کې په ډېرۍ تیزۍ او چټکۍ سره رامنځته شوه.تشخیص ته رسېدل په تیوریګانو ولاړ وو او دا ټولې تیوریانې په شلمه پېړۍ کې ولیکل شوې. لرغونی مصر: یو مصري طبي کتاب چې د امهوتب په واسطه لیکل شوی او د Edwin smith papyrus په نوم یادېږي او د میلاد څخه مخکې د ۲۶۳۰ څخه تر ۲۶۱۱ کې لیکل شوی،د ناروغیو د درملنې لپاره د تشخیص یا موندنې لومړی میتود وو چې ګام ورته اخیستل شوی وو. لرغونې بابیلونیا (Babylonia): بابیلونیا ته د سویل لویدېځې اسیا لرغونې امپراتوري هم وایي.لومړنی بابلی کتاب چې د طبي تشخیص په هکله لیکل شوی وو چې لیکوال یې esagil-kin-apli دی د میلاد څخه ۱۰۶۹ نه تر ۱۰۴۶کاله مخکې یې ژوند کاوه او د کتاب نوم یې the diagnostic handbook د یوې ناروغۍ د منطق،فلسفې او معقولیت په هکله پکې وضاحت ورکړل شوی وو. په دې کتاب کې منطقي دلایل موجود وو تر څو د یوې ناروغۍ ټول لیدل شوي حالات تشخیص کړي.نوموړي د میرګي د بیلابیلو ډولونو نښې تشریح کړې وې او هغه خواړه چې په تشخیص پورې اړوند وې او د ناروغۍ په موندلو کې يې مرسته کوله هم ذکر کړې وې.دا دواړه طریقې د لومړي ځل لپاره د بابلیانو په طب کې رامنځته شوې. لرغونی چین: د بابلیانو او مصریانو د طب څخه مخکې چینایانو د سنتي طب یوه مقاله وړاندې کړې وه، دغه مقاله په لومړۍ او دویمه پېړۍ پورې اړوند ده. څلور تشخیصیه میتودونه هر یو تفتیش،اوریدل، بویول، نبض او تحقیق یا د پوښتنو مطرح کول د چینایانو په همدې سنتي مقالې پورې اړوند ده او په اوس وخت کې ورڅخه کار اخیستل کېږي. لرغونی یونان: وروسته له دوه سوه کلونو له تېرېدو څخه هایپوکراټ د ناروغیو او ارثیت تر منځ تړاو مطالعه کړ.په ورته چارې سره Pythagoras د مېټابولېزم او ارثیت ترمنځ تړاو په هکله وغږېد نو له همدې له امله طبي انجمن د جنیتیک په اهمیت او د طب له اصلي بهیر سره یې اړیکې ته ډېر ارزښت ورکوي. اسلامي نړۍ: عرب رنځپال ابوالقاسم الزهروي په خپله التسریف نومې لیکنه کې د هیماټولوژي په هکله لیکل کړي.هیماټولوجي د وینې مطالعې ته ویل کېږي.هغه لومړۍ شرحه د هیموفیلیا په هکله ورکړه په کوم کې چې د سویلي هسپانیې نارینه وو خپل ژوند د یو کوچني ټپ له کبله له لاسه ورکړی وو.بل رنځپال چې ابو علی سینا نومېده د ۹۸۰ او ۱۲۵ کلونو ترمنځ یې ژوند کاوه د طب قانون په نوم یې یو کتاب په ۱۰۲۵ کې لیکلی وو. منځنۍ دوره: په دې دوره کې رنځپالانو ډېری بېلابېلې لارې چارې کارولې تر څو د څلورو خلطونو توازن په بدن کې وساتي دا څلور خلطونه عبارت دي له uroscopy چې دا یو تر ټول ډېر کاریدونکی خلط وو په یوروسکوپي کې د تشو میتیازو ازموینه ترسره کېده او ددې په واسطه یې ناروغۍ تشخیصولې.رنځپالانو به د ناروغانو تشې میتیازې په یو فلاسک کې چې د matula په نوم یادېده او د جوړښت له نظره ډېر ځانګړی وو او د څلورو برخو درلودونکی وو چې عبارت دی له :ګردۍ برخه،superficies یا سطحي برخه، substantia،او fundus چې دې هرې برخې د بدن د هرې برخې سره اړیکه لرله اچولې.ګردۍ برخې یې له سر سره اړیکه لرله،superficies برخې له سینې یا ټټر سره اړیکه لرله،substantia یې له ګېډې سره اړیکه لرله او فنډس یې د تناسلي او بولي سیسټم سره اړیکه لرله.تشې میتیازې د څلورو معیارونو په واسطه کتل کېدې:رنګ ،غلظت،بوی، او د رسوباتو شتون.رنځپالانو به تشې میتیازې نظر همدې څلورو معیاراتو ته په کتو سره په matula کې اڅولې تر څو وګوري چې ستونزه د بدن په کومه برخه کې شتون لري.هغوی همدارنګه د حجامې په واسطه د وینې ازموینې تر سره کولې هغه وینه چې د بدن څخه ویستل شوې وه او یا په یو ټیوب کې اچول شوې وه دهماغې وینې لزوجیت او رنګ به یې لیده. دوینې رنګ او لزوجیت به دا ښکاره کاوه چې ایا ناروغ خو به کومه بیړنۍ ،لویه او ځنډنۍ ناروغي نه لري؟ رنځپالانو به د ناروغ نبض هم کاته چې دې ته palpation ویل کېږي دغه تخنیک به په ډېرې پاملرنې سره چې د نبض اندازه(په نرخ) به پکې یاداښت کېده ترسره کېده د نبض چټکتیا او ځواک هم پکې معلومېده. د نجوم پوهنې یا ستور پېژندنې په واسطه تشخیص د ناروغیو د تشخیص تر ټول کم کاریدونکی میتود وو او هغه داسې چې تشخیص د سپوږمۍ په موقعیت پورې اړوند وو چې دا موقعیت د ستورو سره تړلی وو چې د دوی هر موقعیت به د بدن بیلابېلو برخو ته اړوند کېده لکه :سر،سینه،مټ او داسې نور. ۱۹ پېړۍ:د نولسمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې پوه برتانوي فزیولوجسټ مارشال هال په طب کې د تیوریانو او تمرین تر منځ په یوې تړلې اړیکې ټینګار وکړ. هغه په ۱۸۱۷ کال کې د on medicine په نوم کتاب ولیکه او په ۱۸۳۴ کال کې یې د principles of diagnosis په نوم کتاب ولیکه. د طبي تشخیص تاریخچې په ۱۹ پېړۍ کې ډېر پرختګ وکړ.

Related Articles

Nov 28, 2020
4,552 views

کوم خواړه مو د سترګو نظر پياوړی کوي؟

کېدای شي د ډېرو خلکو په څېر له تاسو سره هم دا پوښتنه وي، چې د سترګو نظر څنګه پياوړی کېږي؟ او کوم خواړه باید وخورو؟ د سترګو د دید (نظر) له پياوړتيا سره د خوړو اړیکه واضحه ده. تاسو کولای شئ له هغو خوړو ګټه واخلئ، چې له ویټامينونو څخه ډک وي. همدارنګه د...

Aug 17, 2022
2,216 views

د پکتیکا زلزلې یا اتومی آزموینی؟

د پکتیکا زلزلې یا اتومی آزموینی؟ لیکنه او څېړنه: محمد رضا رضا  نه می غوښتل یو حرف ولیکم، مګر نن څوومه ده چی د هیواد په سوېل ختیځو برخو کی د ځمکی او غرونو د خوځېدلو په آړه مزخرف خرافات او بې منطقه دلایل اورم، حوصله می ختمه او د مسؤلیت د آدأ کولو په...

Apr 06, 2022
2,290 views

آیا وېره رواني ستونزه ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   آيا پوهېږئ، چې وېره څه ده؟ وېره د فشار پر وړاندې د انسان د طبیعي غبرګون یو ډول دی. موږ ټولو د ژوند په ځینو حالاتو کې وېره تجربه کړې ده؛ مګر په دې لیکنه کې پر دې طبیعي وېرې خبرې نه لرو. بلکې هغه اظطراب (وېره) به وپېژنئ، چې رواني...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,995 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,208 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,205 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...