د معدې روغتيا مو داسې وساتئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 11, 2021
4 years ago
2,759 views
د معدې روغتيا مو داسې وساتئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

معده د هاضمي سیسټم تر ټولو مهم غړی بلل کېږي. خواړه چې له ستوني تېر شي معدې ته رسېږي او هملته یې د هضم نور مراحل طی کېږي. د معدې روغتيا ځکه مهمه ده، چې د ناروغۍ په صورت کې یې انسان ګڼې نورې ستونزې پیدا کوي. راځئ، چې ددې مهم غړي د روغتيا پر لارو چارو پوه شو. 

 

د معدې روغتيا

که چېرې ستاسو معده کومه ستونزه پیدا کوي؛ نو ددې ترڅنګ چې ښه احساس به نه لرئ، سر درد، زړه بدوالی، سر ګرځېدل او نورې ناروغۍ به هم تجربه کوئ. بهترینه لاره ده، چې د معدې د سلامتیا لپاره وقایوي لارې چارې وسنجوو. ددې لپاره روغتياپالان ځینې سپارښتنې لري. نو که تاسو هم غواړئ سالمه معده ولرئ دا لارښوونې عملي کړئ. 

 

لومړی| خواړه سم وژوئ 

روغتياپالان تر هر څه وړاندې پر دې ټينګار کوي، چې خواړه باید سم وژول شوي. که تاسو هر څومره ضرور کار لرئ، هڅه مه کوئ چې خواړه یا ډوډۍ پرته له سم ژولو معدې ته ورسوئ. دا چاره په اوږدمهال کې ستاسو معده له ګڼو ستونزو سره مخ کولای شي. ددې ترڅنګ له "ژر ـ ژر" خوراک څخه هم ځان وساتئ. 

د خوړو سم ژول ددې ترڅنګ چې ستاسو د معدې روغتيا تضمينوي د خوړو د اصلي او سم خوند په درک کولو کې هم مرسته کوي. یعنې که تاسو خواړه سم ژوئ تر هغو چې سم یې نه ژوي له خوړو ښه خوند اخیستلای شئ. 

 

دویم| له خوړو وروسته سمدستي مه ویده کېږئ!

ځینې خلک دا عادت لري، چې د خوړو له خوړلو وروسته ژر ویدېږي. په داسې حال کې چې ډاکټران دا چاره د معدې د روغتيا لپاره خورا خطرناکه بولي. له خوړو وروسته سمدستی ویده کېدل، ددې ترڅنګ چې ستاسو معده له ناروغیو سره مخ کوي د خولې بدبويي هم پیدا کولای شي. نو که د معدې روغتيا مو غواړئ له خوړو وروسته ژر مه ویدېږئ.

 

درېيم| سهار مو په اوبو پیل کړئ

په سهار کې د اوبو څښل ګڼې روغتيايي ګټې لري، چې یو یې هم همدا د معدې سلامتیا ده. هر سهار له خوبه تر پاڅېدو وروسته اول خوله کنګال کړئ او بیا اوبه وڅښئ. په دې توګه به مو د معدې روغتيا پر ځای وي. همدارنګه په سهار نهاره د اوبو، لیمو او وېلني محلول څښل هم ګټور دي. د وزن په مناسب والي کې هم مرسته کوي. 

 

څلورم| له ګاز لرونکو مشروباتو لرې اوسئ!

اکثره خلک پر دې باور دي، چې له خوړو وروسته د ګاز لرونکو مشروباتو څښل ګټور دي او له معدې سره د خوړو په هضم کې مرسته کوي. دا به سمه وي، چې په لنډمهال کې به ستاسو له معدې سره مرسته وکړي؛ مګر څېړنو ښودلې ده، چې ګاز لرونکي مشروبات په اوږدمهال کې ستاسو معدې ته سخت تاوان رسوي. روغتياپالان پر دې باور دي، چې د معدې د روغتيا لپاره باید له دا ډول مشروباتو لرې اوسو.

 

پنځم| ګرم خواړه مه خورئ!

ځينې خلک دا عادت لري، چې څنګه خواړه له اوره را واخیستل شي سمدستي یې خوري؛ خو دوی نه پوهېږي، چې دا کار ددوی معده له تباهۍ سره مخ کوي. کله ناکله د ګرمو خوړو خوړل دومره زیان رسوونکي نه وي؛ مګر همېشه والی یې جدي روغتيايي ستونزې پېښوي.

 

شپږم| ورزش وکړئ!

د ورزش له ګټو ټول خبر یو. د ورزش ښه والی په دې کې دی، چې د بدن ټولو غړو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه رسوي، چې په دې کې معده هم شامله ده. که تاسو هم د خپلې معدې روغتيا غواړئ، په خپل مهالوېش کې ورزش ته هم ځای ورکړئ.

 

اووم| مساله لرونکې خواړه مه خورئ!

دا سمه ده، چې مساله د خوړو خوند ډېروي. مګر هېڅکله باید خوند د بدن د تاوان په بیه وانخلو. کوشش وکړئ پخپلو کورونو کې سپارښتنه وکړئ، چې په پخلي کې دې د مساله جاتو اندازه کمه کړي.

 

اتم| د شپې ډوډۍ کمه خورئ!

د شپې لخوا د کم ډوډۍ خوړلو حکمت په دې کې دی، چې اکثرا انسانان د شپې لخوا استراحت کوي. نو کله چې کوم فزیکي کار نه وي، خواړه ژر نه هضمېږي او که هضم هم شي ترلاسه شوې انرژي نه مصرفېږي په دې توګه د انسان معده له ستونزو سره مخ کېږي او هم د وزن د ډېرېدو سبب کېږي. نو تل هڅه وکړئ د شپې لخوا کمه ډوډۍ وخورئ. یا د استراحت له وخته یې ډېر مخکې وخورئ تر څو معده یې د هضم کولو وخت ومومي.

Related Articles

Feb 25, 2024
1,021 views

مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان

د مضبوط او دوامداره کانکریټي ساختمان جوړولو لپاره پنځه اړینې خبرې.   یو مداومت لرونکی اوسپنیز کانکریټي ساختمان څنګه جوړ کړو.How to  Build A Durable RCC Structure کانکریټ حیرانونکي ودانیزه مواد دي،خو ددې لپاره چې کانکریټ ډیر عمر ولري او مضبوط وي   لا...

Dec 12, 2021
2,215 views

ایا پوهېږﺉ چې د کاري مرکې پر مهال له تاسو څخه کوم ډول پوښتنې کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري ایا پوهېږئ چې د کاري مرکې پرمهال له تاسو څخه څنګه پوښتنې کېږې؟   له پخوا وختونو څخه به چې کله کوم کس دنده اخیستله، نو لومړی به ترې ازموینه اخیستل کېدله، او وروسته له هغې به وړ کس ته دنده ورکول کېده، خو اوس مهال د ازموینې ترڅنګ و...

Jun 02, 2023
1,574 views

کانکریټو کنترول ټیسټونه

د#کانکریټو کنترول ټیسټونه.تازه کانکریټو او سخت شويو کانکړیټو لپاره چې کوم ټیسټونه چې په ساحه یا لابراتوار کې باید اجراء شې په لاندې ډول سره دي:#ترتیب او ژباړه. استاد صابرشاه صابري1. د #تازه اچول شويو کانکریټو لپاره:نمونه اخیستنه.Samplingترکیب( سلمپ،ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,465 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,085 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,845 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...