د انګیلا میرکل (انګلا مرکل) لنډ ژوند لیک

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 06, 2021
4 years ago
2,102 views
د انګیلا میرکل (انګلا مرکل) لنډ ژوند لیک

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په پرمختللو ټولنو کې مېرمنې له نارینه وو سره اوږه په اوږه د خپل هېواد او ټولنې د پرمختګ لپاره کار کوي. مېرمنې نیمه نړۍ تشکیلوي او ددوی مشارکت د ژوند په ټولو چارو کې خورا مهم دی. که دوی ته د زده کړو او دندو اسانتیاوې برابرې شي، نو کولای شي آن هېوادونه رهبري کړي؛ تر ټولو ښه بېلګه یې "انګیلا میرکل" کېدای شي. راځئ ددې پیاوړې مېرمنې پر ژوند او هڅو لا ډېر پوه شو.

 

میرکل څوک ده؟

انګیلا میرکل د المان په تاریخ کې لومړنۍ ښځينه صدراعظمه (لومړۍ وزیره) شمېرل کېږي. د نوموړې بشپړ نوم "Angela Dorothea Merkel" دی؛ خو نږدې ټوله نړۍ یې د "انګیلا میرکل" په نوم پېژني. د نوموړې تخلص هم یوه کیسه لري. وړاندې له دې چې واده وکړي، تخلص یې "کاسنیر" و. خو په پوهنتون کې د "اولریش میرکل" په نوم له یوه هلک سره معرفي شوه او په "۱۹۷۷م" کې له نوموړي سره تر واده وروسته یې خپل تخلص "میرکل" ته بدل کړ. په داسې حال کې چې ددوی ګډژوند ډېر دوام و نه کړ او سره جلا شول؛ خو تخلص یې تر اوسه هم هماغسې پاتې دی. 

د المان دا پیاوړې سیاستمداره او د اروپا د بیا رغونې اتله د "۱۹۵۴ز" کال د جون په اوولسمه نېټه د جرمني په هامبورګ کې وزېږېده. نوموړې د برلین دېوال تر نړېدو وروسته په "۱۹۸۹م" کال کې د سیاست نړۍ ته مخه کړه او ډېر ژر یې شهرت وموند. د سخت کار او ښه فکر له امله یې وکولای شول په "۲۰۰۵م" کال کې د المان د صدارت چوکۍ ترلاسه کړي. له نږدې شپاړلس کاله بریالي ماموریت وروسته اوس ددې وخت دی، چې چوکۍ خپل ځايناستي ته پرېږدي. 

 

د میرکل زده کړې

"میرکل" لا کوچنۍ وه، چې کورنۍ یې شرقي المان ته کډواله شوه او نوموړې په یوه اطرافي سیمه کې لویه شوه. ویل کېږي، چې په ماشومتوب کې پر زینو له ختلو وېرېده؛ خو په ښوونځي کې به یې همېشه لومړۍ درجه خپلوله. نوموړې غوښتل چې د خپلې مور په څېر ښوونکې شې؛ خو داسې و نه شول. 

وروسته له ښوونځي یې په "لیپزیگ" پوهنتون کې د فزیک په برخه کې زده کړې وکړې. له پر له پسې زده کړو وروسته یې په "۱۹۸۶م" کال کې خپله دوکتورا ترلاسه کړه. 

 

شخصي ژوند

لکه څنګه چې مو وړاندې وویل د ميرکل مور یوه ښوونکې وه او پلار یې کشیش و. نوموړې د خپلې کورنۍ لومړنۍ اولاد ده. میرکل دوه ځلې واده کړی. لومړی یې له "اولریش میرکل" سره په "۱۹۷۷م" کال کې واده وکړ؛ خو له پنځه کلن ګډ ژوند وروسته په "۱۹۸۲م" کې سره بېل شول. دویم ځل یې له "یواخیم زاور" سره په "۱۹۹۸م" کې واده وکړ او تر اوسه ګډ ژوند لري. باید ووایم، چې میرکل له دواړو ودونو څخه کوم اولاد نه لري. خو اوس د خپل دویم خاوند له دوو زامنو او خپل خاوند سره ژوند کوي (زاور له انګیلا میرکل وړاندې بله مېرمنه درلوده.)

 

د میرکل په اړه ځيني نور جالب معلومات

  • ویل کېږي یوه ورځ ترې خبریال وپوښتل، ولې تل تکراري جامې اغوندې؟ ویې ویل: زه ماډله نه یم، بلکې د دولت کارمنده یم.
  • میرکل په اشپزۍ کې هم ښه وړتیا لري. په ځانګړې توګه د الوچو خوندور کېک چمتو کولای شي. ملګري یې هم د نوموړې د اشپزۍ ستاینه کوي.
  • له خپل دویم خاوند سره یې اړیکې ګونګې دي. هغه له میرکل سره ډېر کم لیدل کېږي او له ټلویزیونونو سره مرکې هم نه کوي. په "۲۰۰۵م" کال کې خو آن د میرکل د لوړې په مراسمو کې یې هم ګډون نه و کړی.

Related Articles

Aug 01, 2021
4,468 views

د شعر توکي

د شعر توکي رياض مقامزی شعر دی چې له ښه زړه به وتلی وي ښکلی عبارت چې هنر هـــــــــم لري                                      “   پسرلی” وړاندې له دې چې د شعر پر توکو وغږېږو، اړينه ده چې شعر وپېژنو. ((شعر)) عربي کلمه ده، چې معنی يې (پوهه، درک، فه...

Aug 30, 2023
1,391 views

آیا د کمپيوټر پاسورډ مو هېر کړی

آیا د کمپيوټر پاسورډ مو هېر کړی؟ تاسي ته مالومه ده په اوسني وخت کي کمپیوټر ته ډېره اړتیا لیدل کیږي او استعمالول یې هم ډېر سوی دی. اوس دهرچا سره او په هر دفتر کي کمپیوټر وي خو د کمپیوټر استعمالول بې له کومي ستونزي نه وي ، له دغو ستونزو څخه یوه لویه س...

Aug 30, 2021
3,272 views

د جوبايډن لنډ ژوندلیک!

ژباړه ـ ریاض مقامزی امریکا د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو څخه ده. ددې هېواد قوي اقتصاد، پوځ او سیاست ددې سبب شوی، چې په نړيواله کچه یو له اغېزناکو هېوادونو څخه وشمېرل شي. له همدې کبله یې ولسمشر هم د ځانګړي قدرت خاوند وي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې هېو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,511 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...