د کرونا ضد درمل جوړ شول

R
Riaz Muqamzai
Author
Oct 04, 2021
4 years ago
1,772 views
د کرونا ضد درمل جوړ شول

 ليکنه ـ ریاض مقامزی

 کرونا هغه ناروغي ده، چې په څه کم دوو کلونو کې، د نړۍ په لر او بر کې سلګونه زره انسانان ووژل. ددې وژونکې ناروغۍ د مړینې ارقام ځکه لوړ وو، چې د مخنیوي لپاره یې واکسین او معالجې ته یې درمل نه وو. همدارنګه ددې وایروس بدلېدونکې بڼه ددې سبب شوه، چې روغتیاپالان پرې ژر دقیقې و نه شي کړای، له همدې کبله ګڼ شمېر انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. مګر څه موده وړاندې یې واکسینونه جوړ شول او اوس ـ اوس د کرونا ضد درملو د جوړېدو خبر هم ورکول کېږي. دا په دې معنا چې ددې خطرناکې ناروغۍ لمن نوره په ټولېدو ده.

 د کرونا درمل
 د "۲۰۱۹ز" کال په وروستیو کې له چین څخه د "کرونا" په نوم وایروسي ناروغي خپره شوه او ډېر ژر د نړۍ نورو سیمو ته ورسېده. ددې وبا له کبله نږدې ټوله نړۍ له سخت بشري، اقتصادي او روغتيايي ناروین سره مخ شوه.
 د ناروغۍ اصلي لامل د "کرونا" په نوم د وایروسو کورنۍ څخه د یوه وایرس خپرېدل و، چې وروسته د کوویډ نولس "COVID19" په نوم ونومول شو. د ناروغۍ له خپرېدو وروسته د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې یې په اړه څېړنې پیل شوې، چې په پایله کې یې د چین، هند او امریکا په ګډون ځينو هېوادونو واکسینونه جوړ کړل. مګر دا چاره کافي نه وه او هڅه کېدله، چې درمل یې هم جوړ شي؛ بالاخره همداسې وشول.
 د درملو جوړولو لويو شرکتونو "مِرک ـ Merck" او "ریجبیک بیوتراپیټیکس ـRidgeback Biotherapeutics" ـ چې دواړه په ګډه کار کوي ـ اعلان وکړ چې د کرونا ضد درملو یې قانع کوونکي پایلې لرلې. دوی ویلي، چې ډېر ژر به د "امریکا د خوړو او درملو سازمان" څخه وغواړي، چې درملو ته یې اجازه ورکړي، تر څو په روغتونو کې ناروغانو ته تجویز کړای شي.
 دا درمل "مولنوپیراویر" نومېږي، چي کولای شي د مړینې او بستري کېدو خطر ۵۰% (پنځوس سلنه) را کم کړي. که دا درمل رسما تائيد شي، نو ډېره هیله مندي شته، چې د ډېرو انسانانو ژوند به وژغورل شي. خو دا هم د هېرولو نه دي، چې ددې ویروس په اړه لا هم څېړنې روانې دي؛ ممکن په نورو هېوادونو کې هم ددې ناروغۍ ضد درمل جوړ شي.

Related Articles

Feb 28, 2023
1,528 views

د کمپیوټري سافټویرونو فری ویب سایټونه

د کمپیوټري سافټویرونو مفت یا ( free) ویب سایټونه کله چې تاسو غواړئ د کمپیوټر سافټویرونه راډاونلوډ کړئ نو په لاندې ویب سایټونو کې سرچ ورکړي.  1- Getintopc.com تر ټولو ښه یې همدا دی چې د انسټالولو او اکټیویټ(activation ) کولو مکمله طریقه هم په ویډیو...

Mar 08, 2021
4,931 views

څنګه کولای شو صبر ولرو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنیز ژوند کې د صبر او زغم لرل خورا مهم دي. که موږ زغم او صبر ولرو خپله ذهني آرامي مو به ساتلې وي او چې ذهني سکون موجود وي نو انسان خپلې ټولې چارې په ښه شکل تنظیمولای شي. د صبر او زغم په اړه چې زه څومره مطالعه لرم، دا کوم څیز...

Nov 26, 2020
3,507 views

ولې ډاکټران نبض ګوري ؟

نبض د روغتېا د څرنګوالي ښودونکې ېوه مهمه هنداره ده . که ستاسې نبض منظم او د ټکانونو شمېر ېې معیاري وي نو مانا ېې دا ده چې ستاسې روغتېا ( په ځانګړي ډول زړه او وينې سيستم ) په ښه حالت کې ده . خو که چېرته د نبض ټکانونه غېر منظم او شمېر ېې تر معیاري اندا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,448 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,077 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,835 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...