د "ملګرو ملتونو" سازمان ولې رامنځته شو؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 24, 2021
4 years ago
2,714 views
د "ملګرو ملتونو" سازمان ولې رامنځته شو؟

ليکنه ـ رياض مقامزی

کله چې هم په نړۍ کې لویې پېښې وشي، لوی بدلونونه رامنځته شي، په هېوادونو کې جګړې وي او یا هم غیر تصوري سیاسي بدلونونه رامنځته شي. ورسره سم د نړېوالې ټولنې غوښتنې اورو/لولو. تاسو ته به هم پوښتنه پیدا شوې وي، چې دا څه ډول سازمان دی او کوم کارونه کوي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي. 

 

پېژندنه

د "ملګرو ملتونو" اصطلاح د لومړي ځل لپاره د امریکا متحده آيالاتو ولسمشر "فرانکلین روزولت" لخوا په "۱۹۴۲ز" کال کې وکارول شوه. دې سازمان ته په انګلېسي ژبه کې "United Nation" وايي، چې اکثراً د "UN" په مخفف سره ښودل کېږي. ددې سازمان له ګڼو موخو څخه یې نړېوال ثبات، د هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی، په نړۍ کې د بدلونونو په اړه غور کول د یادولو وړ دي. د لا ښې پېژندنې لپاره یې لنډه تاریخچه لولو. 

 

تاریخچه

وړاندې له دې چې د ملګرو ملتونو سازمان جوړ شي، د نړيوالو ستونزو د حل په موخه د ګوتو په شمېر ادرسونه موجود وو. چې له ډلې یې سور صلیب او د "۱۸۹۹م"، "۱۹۰۷م" کلونو کنوانسیونونه د یادولو وړ دي.

مګر کله چې د لومړۍ نړېوالې جګړې فاجعه رامنځته شوه، د پاریس سولې کنفرانس، ملتونو ټولنه د هېوادونو ترمنځ د ثبات لپاره رامنځته شو. دې سازمان وکولای شول یو څه تغیرات راوړي. مګر د دویمې نړېوالې جګړې مخنیوی یې ونشوای کولی.

له دې وروسته په "۱۹۴۵م" کال کې د پنځوسو هېوادونو استازي په سن فرانسیسکو کې راټول شول او د ملګرو ملتونو د سازمان منشور یې جوړ کړ. بالآخره د "۱۹۴۵م" کال د اکټوبر په څلرويشتمه نېټه دا سازمان رسماً تأسیس شو. ترڅو په نړېواله سطحه د ستونزو د حل يو ادرس اوسي.

 

کوم فعالیتونه کوي؟

د ملګرو ملتونو نړېوال سازمان په نړېواله کچه فعالیتونه ترسره کوي. د هېوادونو ترمنځ د شخړو مخنیوی، د نړېوالو ستونزو حلول او ورته نور مسایل تر غور لاندې نیسي. په اوس وخت کې ملګري ملتونه لاندې موخې لري.

  • د غربت ختمول
  • د روغتيا تضمين
  • د لوږې ختمول
  • با کیفیته زده کړې
  • پاکو اوبو ته د انسانانو لاسرسی
  • پاکه انرژي
  • اقتصادي وده
  • نړېواله سوله
  • د اقلیمي بدلون څار او ...

 

رسمي ژبې

په ملګرو ملتونو کې رسمي ژبې عبارت دي له: انگلېسي، فرانسوي، روسي، چینايي، هسپانوي او عربي. خو تر ډېره پکې له انګلېسي او فرانسوي ژبو کار اخیستل کېږي. مګر که د کوم هېواد استازی یا ویناوال په یادو ژبو نه پوهېږي، نو باید یو ژباړن له ځان سره ولري.  

 

بودیجه

پوښتنه دا ده، چې یاد سازمان بودیجه له کومه کوي. دا ځکه چې دوی ډېر ستر ستر فعالیتونه کوي، نو باید ډېرې پیسې هم ولري. تاسو ته باید واضحه وي، چې د دې سازمان بودیجه غړي هېوادونه ورکوي. په ځانګړې توګه امریکا ددې ټولنې له لویو تمویلوونکو هيوادونو څخه ګڼل کېږي. 

 

غړي هېوادونه

هر هېواد چې علاقه ولري کولای شي، ددې سازمان غړیتوب ترلاسه کړي. اوسمهال د نړۍ "۱۹۳" هېوادونو یې غړیتوب لري. مګر په دومره توپیر چې په دوی کې پنځه هېوادونه ډېر واک لري. دا هېوادونه عبارت دي له: امریکا، چین، روسیه، فرانسه او انګلستان. یاد هېوادونه کولای شي د يو ځانګړي صلاحیت له مخې نړېوالې پرېکړې وننګوي/لغوه کړي. دې ځانکړي صلاحیت ته "ویټو" ویل کېږي. 

 

څو نورې مهمې یادونې

د "ملګرو ملتونو" نړېوال سازمان اوسمهال په نړۍ کې تر ټولو ستر سازمان دی. دوی په ټوله نړۍ کې د کډوالو، اوبو، خوړو، اقتصاد، اقلیم او ... نورو برخو کې د شته ستونزو د هواري لپاره کار کوي. همدارنګه که په نړېواله سطحه کومه ستونزه پېښېږي دوی یې په عمومي ناستو کې تر بحث لاندې نیسي او پر حللارو یې غور کوي.

البته هېره دې نه وي، چې د کارونو د سم ترسراوي لپاره بېلابېلې کمېټې لري، ترڅو ټولو کارونو ته منظمه رسیدګي وشي. تر ټولو پیاوړې کمېټه پکې د "امنیت شورا" ده. دوی د نړېوال امنیت په برخه کې د ستونزو د حل لارې چارې ارزوي.

Related Articles

Oct 17, 2023
1,413 views

له افغانستانه د مغزونو فرار

له افغانستانه د مغزونو فرار عمران اختر د مغزونو فرار یوه اصطلاح ده چې د لوړ مهارت لرونکي اشخاصو د  هغه پیښو روښانه کولو لپاره کارول کیږي چې خپل هیواد پریږدي ترڅو بل چیرې غوره فرصتونه ولټوي. په افغانستان کې له څو کلونو راهیسې د مغزو فرار یوه مهمه مس...

Jan 05, 2021
4,135 views

 توبرکلوز؛ نښې او لاملونه یې څه دي!؟

ژباړه - رياض مقامزی توبرکلوز یوه عفوني ناروغي ده، چې معمولا ځيګر تر اغېزې لاندې راولي؛ دا ناروغي د نورو عفوني ناروغيو په پرتله په نړۍ کې دویمه وژونکې ناروغي ده. یوازې په "۲۰۱۵م" کال کې شاوخوا "۱،۸" میلیونه وګړو د همدې ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه...

Oct 15, 2023
1,425 views

غازی امان الله لور شهزادګی وفات شوه

‏د غازي امان‌الله خان لور شهزادګۍ هندیه د ۹۵ کالو په عمر د ایټالیا هیواد  پلازمېنې روم کې وفات شوه. شهزادګۍ هندیه په ۱۲۲۹ز کال کې هغه مهال زېږېدلې وه، چې غازي امان‌الله خان او مېرمن یې ملکه ثریا د هند په ممبیي ښار کې د جلاوطنۍ ژوند کاوه، وروسته بیا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,770 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,146 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,054 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...