د وطن ښکلاوې

R
Riaz Muqamzai
Author
Sep 20, 2021
4 years ago
3,785 views
د وطن ښکلاوې

لیکنه ـ ریاض مقامزی

له کورني ژوند او کاري ستړياوو وروسته هر انسان احساس کوي، چې باید یو چېرې په چکر ولاړ شي ترڅو ذهني او فزیکي سکون ومومي. په دې ترڅ کې ځينې خلک لویو ښارونو او ځينې نور بیا د طبیعت غېږې ته د ساعت تېرۍ لپاره پناه وړي. موږ په دې لیکنه تاسو ته د خپل وطن (افغانستان) داسې سیمې معرفي کوو، چې کولای شئ ورشئ او له ښکلاوو یې خوند واخلئ.

 

جنتي سیمې

پرته له شکه چې افغانستان یو ښکلی هېواد دی. طبیعي رنګارنګي یې د هر انسان لپاره زړه راښکونکي دي. پخوا چې وطن امن و، له ګڼو شرقي او غربي هېوادونو سیلانیان به ددې وطن لیدو ته راتلل؛ مګر له بده مرغه وروستيو څلور لسیزو جګړو دا هرڅه ختم او یا کمرنګه کړل.

اوس یو ځل بیا داسې برېښي، چې په هېواد کې جګړه پای ته رسېدلې ده. په دې هیله چې وطنوال نور د ارام ساه واخلي او له امنیت څخه په استفادې وکولای شي د وطن له دې ښکلاوو څخه لیدنه وکړي.

که څه هم زموږ د هېواد ټولې سیمې ښکلې دي؛ مګر بیا هم دلته د هغو ځايونو په اړه لولئ، چې ډېرې پېژندل شوې سیمې دي.

 

نورستان

دا سیمه د هېواد په ختيځ کې پرته ده. ګڼو ځنګلونو، شنو ورشوګانو او رڼو اوبو ددې ولایت ښکلا څو چنده ډېره کړې ده. د همدې ښکلا له امله په وروستیو کې نورستان د "ملي پارک" په نوم ونومول شو. 

که تاسو د هېواد کومې سیمې ته د ورتګ هوډ لرئ نو نورستان تر ټولو غوره انتخاب کېدای شي. د یو فعال سیلاني په توګه د طبیعي ښکلاوو ترڅنګ ددې ولایت له کلتوري او ژبنيو رنګارنګيو څخه هم ډېر څه زده کولای شئ.

خو که نورستان ته سفر کوئ، هڅه وکړئ ځايي خلکو سره اړیکه ولرئ. دا ځکه چې په یاد ولایت کې د هوټلونو ډېر امکانات نه وي. نو هسې نا چې شپې مو په جوماتونو او صحرا شي. 

 

بامیان

د ګران وطن بل ښکلی ولایت (بامیان) دی. دا ولایت د هېواد په مرکزي زون پورې اړه لري. که دې ولایت ته د چکر هوډ لرئ، نو کولای شئ د "بودا مجسمه"، چې تاریخي ارزښت لري وګورئ.  ددې ترڅنګ په یاد ولایت د "بند آمیر" سیمه هم د سیلانیانو لپاره یو مهم او ارزښتمن ځای بلل کېږي. 

 

دره نور او کامه

دا دوه ولسوالۍ په ختيځ کې د پروت ولایت (ننګرهار) اړوندې دي. کامه یوه شنه زراعتي سیمه ده، چې د ښېرازۍ اصلي راز یې د کونړ مست سیند بلل کېږي. ددې سیند په مرسته د کامې ټولې ځمکې خړوبېږي.

دره نور بیا غرنۍ علاقه ده. لوړ غرونه او ګڼې ونې ددې ولسوالۍ ښکلا څو چنده ډېروي. ددې ترڅنګ د یادې سیمې کلتوري جداوالی هم د پام وړ دی. ځايي خلک یې پشه یي ژبې دي. 

 

ځاځي اریوب

دا سیمه په پکتیا ولایت کې ده. تکې شنې سیمې، غرونه او لوی ـ لوی چمنونه ددې سیمې د ښکلا اصلي لاملونه بلل کېږي. د ډېرې ښيرازۍ له کبله یې ځينې خلک "د افغانستان سویزرلینډ" نوموي. که د طبیعت ښکلاوو د لیدلو هيله او ذوق لرئ نو "ځاځي اریوب" بهترین انتخاب کېدای شي.

له دې سره ـ سره کولای شئ له د بدخشان، پروان، سپین غر او نورو ولایتونو د سیمو له طبیعي ښکلاوو څخه هم لیدنه وکړئ. او که د لویو ښارونو د لیدلو علاقه لرئ، نو د کابل، مزار، هرات او جلال آباد نومونه د یادولو وړ دي.

Related Articles

Oct 04, 2020
17,110 views

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو...

May 31, 2023
1,441 views

سلمپ ټيسټ Slump test

د سلمپ ټيسټ Slump testدغه ټيسټ د کانکرېټو د کاري وړتيا د معلومولو لپاره په کار وړل کيږي چې د دغې ټيسټ لپاره د يو نيم مخروطي لوښي څخه چې د قاعدې قطر يې 20cm د سر قطر يې 10cm او ارتفاع يې 30cm وي کار اخيستل کيږي . نوموړي نمونه په يو داسې ځای باندې کيږد...

Mar 13, 2021
3,619 views

ممیز؛ ځانګړنې او روغتيايي ګټې یې

ژباړه ـ ریاض مقامزی ممیز د وچو ميوو له ډلې شمېرل کېږي. اصلا د انګورو له وچولو لاسته راځي. ځينې خلک یې د لمر په واسطه او ځينې نور یې د ماشينونو په واسطه وچوي. له ممیزو په بېلابېلو برخو مې ګټه اخیستل کېږي. دلته به یې په اړه بشپړ معلومات ولولئ! ایا تا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,386 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,322 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,541 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...