د نړۍ سوکاله (آرامه) هیوادونه

A
Arsalan Hemat
Author
Sep 19, 2021
4 years ago
2,220 views
د نړۍ سوکاله (آرامه) هیوادونه

د نړۍ سوکاله (آرامه) هیوادونه:

د سولې او اقتصاد انسټیټیوټ (موسسې) د نړۍ تر ټولو سوکاله (آرامه) هیوادونه څرګند کړي دي. په وروستیو ۱۵ کلونو کې نړیواله آرامتیا ۲٪ سلنه کمه شوې ده او مهاجرت ( له خپل هیواد څخه وتل د ښه ‌ژوند لپاره) په بې سارې توګه زیاتوالی یې موندلی دی. یادې موسسې د نړۍ ۱۶۳ هیوادونه د سولې او اقتصادي ارزښتونو پر بنسټ او  د جنایي جرمونو او خطرونو د کچې پر بنسټ معرفي کړي دي، چې له هغو څخه ۱۰ تر ټولو سوکاله هیوادونه پدې لیکنه کې به یې و پیژنۍ او بشپړ لیست به یې هم وګورۍ:

۱ . آیسلنډ:

د آیسلنډ خلک د شپې آرامه خوب کوي ځکه د نړۍ تر ټولو سوکاله (آرامه) هیواد کې ژوند کوي. آیسلنډ هیواد پرله پسې ۱۴ کاله کیږي چې د نړۍ په سوکاله (آرامه) هیوادونو کې په لومړۍ درجه (شمېره) کې دی. آیسلنډ هیواد بې له ځمکني، هوایي او بحري ځواکونو د (۳۶۵،۰۰۰) نفوس سره د جنایي جرمنو تر ټولو ټيټه کچه، غوره د زده کړې (تعلیمی) سیسټم، د غوره  او ښه ژوند کولو سیمه ده. د دندو او عوایدو په برخه کې او د انساني او بشري ارزښتونو په برخه کې د نړۍ تر ټولو غوره هیواد دی.

۲ . نیوزیلنډ: 

 نیوزیلنډ د ۲۰۱۷ م کال راهیسې د نړۍ د سوکاله هیوادونو په لیست کې دویم ځای لري. په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې نیوزیلنډ هیواد د څلورمې درجې څخه ښکته شوی ندی. نیوزیلنډ هیواد د ننه او په بهرنۍ کچه، نظامی او ټولنیز ښه ژوند او امنیت په برخه کې یو غوره هیواد دی. نږدې ۵ میلیونه نفوس یا خلک پکې ژوند کوي. نیوزیلنډ د روغتیا (صحت) په برخه کې تر ټولو ښه هیواد دی. د دندو، عوایدو او د زده کړې (تعلیمي) سیسټم په برخه کې هم یو له غوره هیوادونو څخه دی. د کورنو او ملکیتونو د پېر او پلور په برخه کې يو څه ستونزې لري، ځای اخیستنه پکې لږ څه ګرانه ده. د بډای (شتمنو) او غریبو خلکو واټن پدې هیواد کې ۲۰٪ سلنه دی. 

۳ . ډنمارک:

ډنمارک ۵ کاله پرله پسې له ۲۰۱۱ – ۲۰۱۶ م کلونو کې د نړۍ سوکاله (آرامه) هیوادونو کې یې دویم ځای درلود او له ۲۰۱۷ – ۲۰۲۰م کلونو کې یې پنځم ځای درلود. په ۲۰۲۱ م کال کې یې دریم ځای خپل کړی دی. ډنمارک هیواد سفر کولو او ژوند کولو لپاره یو ښه هیواد دی. سیاسي ثبات، د وینا (بیان) آزادۍ (خپلواکۍ) او د بشري او انساني حقوقو په برخه کې ډنمارک یو پيژندل شوی هیواد دی. د عوایدو مساوات او د نیکمرغه ژوند کولو په برخه کې ډنمارک په وار وار یو غوره او ښه هیواد شمېرل کیږي.

۴ . پرتګال:

پرتګال د امنیت او سولې په برخه کې د نړۍ له غوره هیوادونو څخه شمیرل کیږي. په ۲۰۱۴م کال کې دا هیواد د اتلسم ځای څخه پنځم ځای ته د نړۍ سوکاله (آرامه) هیوادونو کې راغی. پرتګال د ملکیتونو، ښه ژوند، فردي امنیت او محیطی امن په برخو کې یو ښه او غوره هیواد دی. پرتګال د ښه ژوند کولو لپاره یو په زړه پورې هیواد دی.     

۵ . سلوانیا:

په یوې پخوانۍ کیسې (داستان) کې راغلي دي چې کله خدای (ج) د نړۍ ځمکې وېشلې، د سلوانیا په خلکو یې ډیر رحم کړی دی او د جنت یوه برخه یې ورکړې ده. د سلوانیا هیواد ۲ میلیونه نفوس لري. د دې هیواد نیمه برخه په ځنګلونو پوښل شوې ده. د لامبو (آببازۍ) او غره ختلو (کوهنوردۍ) ډیر ښه ځایونه لري. دا هیواد په یو کال کې ۵ درجې د نړۍ سوکاله هیوادونو لیست کې مخکې راغلی دی. سلوانیا یو سوکاله (آرامه) هیواد په اروپایي هیوادونو کې دی. 

۶ . اتریش:

اتریش پر ځمکه چاپېر د ۹ میلیونو نفوس په درلودلو سره وروسته له سړې جګړې خپلې سرحدي لیکې د ختیځ او لویدیځ تر مینځ د لویې اروپا په مینځ کې وغځولې. د اروپایي ټولنې یو نوی هیواد او د ناټو تړون په نه ګډون سره بیا هم د خپلو ګاونډیو هیوادونو سره ښې اړیکي او همکارۍ لري. اتریش د ښه ژوند کولو، عوایدو، دندو او ملکیتونو (کورونو) په برخه کې ښه ځای لري، خو ټولنیزې او فکري نا آرامتیا هم پکې په وروستیو کلونو کې پکې لیدل کیږي. د نورو هیوادونو خلکو مهاجر کیدل دې هیواد ته هم یو څه ستونزې جوړې کړې دي.

۷ . سویس (سویزرلنډ):

سویس په یوې لسیزه کې تل د نړۍ ۱۰ سوکاله (آرامه) هیوادونو کې ځای لري، اوس په اوویم ځای کې دی. په امن، امنیت او ټولنیزو چارو کې سویس یو غوره هیواد دی. اته نیم میلیونه خلک پکې ژوند کوي. سویس د وسلو یو صادرونکی هیواد دی چې په اقتصاد یې ډیره اغېزه لري. سویس د انسانی او بشري، عوایدو، روغتیا (صحت)، زده کړې (تعلیم)، او چاپیریال نظم او ساتنه کې یو له غوره هیوادونو څخه دی. د ښځو او سړیو د برابرۍ په برخه کې د کار او عوایدو لاسته راوړنې له پلوه د نورو ځینو سوکاله (آرامه) هیوادونو څخه شاته دی. د ښځو ونډه پکې د سړیو په پرتله ۵ ځله کمه ده.

۸ . آیرلنډ:

آیرلنډ د نړۍ یو له بډای (شتمنو) هیوادونو څخه دی، ډیر پرمختللی او د خوښیو او نیکمرغیو هیواد دی. په ټولییزه توګه یو سوکاله هیواد دی. د نړۍ ۱۰ سوکاله (آرامه) هیوادونو څخه شميرل کیږي. د بې طرفه نظامي ځواکونو په درلودلو سره یو امن هیواد دی. د کرونا ویروس بحران په پایله کې دې هیواد ته یو شمیر سیاسي او اقتصادي ستونزې پیدا شوې، خو بیا هم هر څه بیرته پکې د نورو هیوادونو په پرتله ښه سم شول.

۹ . چک جمهوریت:

چک جمهوریت د تېر کال څخه یو ځای لاندې یانې نهم ځای یې خپل کړی دی. په وروستۍ لسیزه کې چک جمهوریت د سیاسي ثبات، فردي امن او نړیوالو اړیکو برخو کې ډیر پرمختګ کړی دی. د ښه ژوند، عوایدو، دندو او د زده کړې په برخو کې ښه ځای لري. ۹۴٪ سلنه خلک یې په زده کړو سمبال دي. په اروپایي هیوادونو کې تر ټولو د بیکارۍ ټیټه کچه (۳،۴٪) سلنه لري. د کرونا ویروس بحران څخه د مخه د بیکارۍ کچه پکې یوازې ۲٪ سلنه وه. دا هیواد لس ۱۰ میلیونه نفوس لري. 

۱۰ . کاناډا:

کاناډا په وروستیو درې پرله پسې کلونو کې د نړۍ سوکاله هیوادونو لیست کې یې شپږم ځای درلود، خو اوس په لسم ځای کې دي. کاناډا یو لوی او پرمختللی هیواد دی. کاناډا د خپل ګاونډي هیواد آمریکا سره که مقایسه (پرتله) شي په دواړو هیوادونو د کرونا ویروس بحران پرې ډیره اغیزه وکړه. آمریکا کې ټولنیزه او نړیواله ناآرمتیا شتون لري په همدې سبب کاناډا یو د ۱۰ سوکالو هیوادونو څخه دی او آمریکا ۱۲۲ ځای لري.

 

*** د نړۍ سوکاله (آرامه) هیوادونو نوم لړ (لیست) کې له بده مرغه زمونږ هیواد (افغانستان) په ۱۶۳ هیوادونو کې په ۲۰۲۱ م کال کې ۱۶۳ مه درجه کې ده. مونږ د پای له خوا او پدې لیست کې یانې په جنګ، ناآرامۍ او ورانۍ کې په لومړۍ درجه کې یو. هیله ده چې زمونږ ګران هیواد (افغانستان) یوه ورځ په لسو سوکاله (آرامه) هیوادونو کې راشي او د دې لیکنې (مقالې) لوستونکي د دې لیدونکي (شاهدان) واوسي. 

یادونه: د دې هیوادونو بشپړ نوم لړ لومړی مې غوښتل چې ولیکم خو لیکنه (مقاله) ډیره اوږده راتلله. که غواړئ چې بشپړ نوم لړ یې وګورئ په ګوګل کې د ۲۰۲۱ سوکاله هیوادونو لیست ولیکئ البته په انګلیسي ژبه نو دا لیست په ډیرو ویب پاڼو کې شته کولای شئ وګورئ. د لیکنې (مقالې) د لوستونکو څخه ډېره زیاته مننه!!!

لیکنه : عبدالرشید “صمد نجاب”  

Related Articles

Sep 18, 2022
2,631 views

شبکوی وسایل څه ته وایی؟

لیکوال: انجنیر ذبیح الله ابراهیمي  |  نیټه: ۲۷/سنبله/۱۴۰۱  شبکوې دیوایسونه له هغو اجزاوو څخه عبارت دی چی کمپیوټر یا نور برقي دیوایسونه یو له بل سره نښلوي چی بیا کولای شی په خپل منځ کی معلومات او منابع لکه پرنټر او د فکس سیستم ماشینونه شریک کړی. ی...

Jan 14, 2021
5,242 views

په خپلوانو کې ودونه؛ کومې روغتيايي ستونزې پيدا کوي؟

لیکنه ـ نګین کرګر د وینې د منفي ګروپ حساسیتونه د وینې د سرو کرویاتو حجرات په سطحه کې داسې مارکرونه لري، کوم چې یوه خارجي حجره د معافیتي سیستم حجرات پېژندلی شي.  یو ددې مارکرونو څخه د ار.ایچ فکتور انتیجن دی. یو کس چی ار.ايچ فکتور انتیجن په وجود کې ل...

Oct 28, 2021
2,053 views

په مطالعه کې''تمرکز'' لرلو اغېز

په  په مطالعه کې د «تمرکز» لرلو اغېز لیکنه: وقار ابراهیمي   ځینې وختونه داسې ډېر پېښېږي چې یو څوک ډېره مطالعه هم وکړي، خو په سم او ټاکل ډول یې ذهن ته مطالعه نه شي سپارلي. له دغې ستونزې زده کوونکي، محصلین، یا نور ډېر عام مطالعه کوونکي مخامخ دي. د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,755 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,144 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,039 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...