پر ځان باور مو څنګه پیاوړی کړو؟

i
imranghani
Author
Sep 17, 2021
4 years ago
3,494 views
پر ځان باور مو څنګه پیاوړی کړو؟

لېکنه: شکېبا نادري، پر ځان باور مو څنګه پیاوړی کړو؟

انسانان ځینې وخت په ژوند کې له دومره ستونزو سره مخ شي چې له هرڅه ناهیلي شي، ځان باوري له لاسه ورکړي، همدا بې باوري د دې لامل کېږي چې دوی له خپلو ټاکلو موخو شاته پاتې شي، خو هغه کسان چې له ستونزو سره مبارزه کوي، پرځان باور لري، له ستونزو وېره نه لري ژر بریالي کېږي. دا بریا هغه وخت شونې ده چې موږ ځان باوري ولرو. 

که تاسې هم غواړئ ژر مو خپلو موخو، بریاوو او هیلو ته ورسېږئ  هڅه وکړئ چې ځان باوري مو پیاوړی کړئ. موږ په دې لیکنه د ځان باوري د پیاوړتیا لپاره څو اړینې کړنې تشریح کړې دي هیله ده چې تر پایه یې ولولئ او ګټه ترې واخلئ.

 

۱. په اوس مهال کې ژوند وکړئ!

هغه کسان هېڅکله خپلو هيلو ته نه شي رسېدلای چې په تېره مهال کې ژوند کوي، د تېرو شویو پېښو لپاره پښېماني کوي او یا هم د راتلونکې لپاره اندېښنه کوي د دوی دا کړنه د دې لامل کېږي چې یې ځان باوري له لاسه ورکړي او خپلې کمزورتیا ته

 وده ورکړي.

 

۲. تل مثبتې جملې ووایئ!

د دې پر ځای چې منفي خبرې وکړئ او ځان ناهیلی کړئ مثبتې او د هیله مندۍ جملې وکاروئ لکه، مه ووایئ! چې زه تر پسرلي نه شم درتلی. ووایئ! چې زه وروسته له پسرلي درځم. مثبتې جملې او مثبت اندونه زموږ ځان باوري پیاوړی کوي، خپلو موخو او هیلو ته مو نږدې کوي.

 

 

۳. خپلې بریاوې مو ولیکئ!

په ژوند کې مو چې هرې بریا ته رسېدلې یئ که هغه کوچنۍ لکه په ټولګي کې لومړی مقام اخیستل وي او که لویه لکه، په  کانکور کې د لومړي مقام اخیستل وي، هره یوه یې ولیکئ او په ډېر ویاړ یې هر سهار ګورئ، دا کړنه مو ځان باوري ورځ تر بلې پیاوړی کوي او د راتلونکې لپاره درته یوه نوې لاره پرانېزي.

 

۴. نه ویل زده کړئ!

ډېری وخت موږ هغه کړنې ترسره کوو چې زړه مو نه غواړي لامل یې هم دا دی چې نه ویل مو نه دي زده د دې لپاره چې څوک له ځان څخه خپه نه کړو داسې کړنو ته اړ کېږو چې  وروسته بیا راته ستونزې جوړوي، موږ باید نه ویل زده کړو هغه وړانديزونه چې په خوښه مو نه وي باید په ډېر درناوي ورته نه ووایو او رد یې کړو نه ویل مو  پرځان باور ډېروي، ترڅنګ یې د پیاوړتیا او خپلواکۍ احساس راکوئ.

 

۵. هېڅکله ځان له نورو سره مه پرتله کوئ!

 د کمزورتیا یوه نښه دا ده چې ځان له نورو سره پرتله کړئ، کمزوری انسان تل د نورو د بریاوو لپاره خپه کېږي وایي ولې زه نه شم بریالی کېدلای؟ ولې هغوی ښه کور، موټر، زده کړې او داسې نور لري خو زه یې نه لرم، داسې انسانان تل په اندېښنو کې وي، د دوی او بریا ترمنځ واټن ورځ تر بلې ډېریږي او په بشپړه توګه ځان باوري له لاسه ورکوي.

 

 

۶. کوچنۍ او ټاکلې موخې ولرئ!

هېڅکله داسې موخې مه ټاکئ چې رسېدل ورته ناشوني وي، داسې موخې مو ناهیلې کوي چې رسېدل ورته اسانه نه وي تل داسې موخه وټاکئ چې ورته ورسېږئ او د بریا احساس وکړئ پرځان باور وکړئ  حتماً مو هیلو ته رسېږئ.

په ژوند کې هېڅ داسې کړنه نه شته چې موږ یې ترسره نه شو کړای. حضرته محمد ﷺ فرمایي چې الله ﷻ هېڅکله خپلو بندګانو ته دې داسې کړنې امر نه کوي چې د هغه له وس څخه وتلې وي بلکې د هغه څه امر ورته کوي چې کولای یې شي، موږ هم باید داسې موخې ونه ټاکو چې ناهیلي او له ژوند نه مو زړه توري کړي تل باید پرځان باور ولرو، ځانته ډاډ ورکړو او د ځان لپاره مثبتې جملې وکاروو.

Related Articles

Sep 20, 2023
2,133 views

The Life and Legacy of our Beloved Prophet Muhammad (Peace Be Upon Him)

Millions of people all across the world continue to be inspired by the amazing journey that was the Prophet Muhammad's (peace be upon him) life. His life is a tribute to faith, kindness, and unshakable dedication to the divine message. He was born in...

Mar 02, 2022
1,704 views

د دوو سویانو ښکار

لیکنه ـ ریاض مقامزی  حکايت دی، چې شاگرد خپل استاد ته وویل: زړه مې دې بل استاد ته هم ورشم او بل هنر هم زده کړم. ته څه مشوره راکوې؟  استاد ورته وويل: هغه ښکاري چې غواړي په يوه وخت دوه سويان ښکار کړي، کور ته خالي لاس راځي.   د حکایت درسونه هر کار...

Dec 20, 2020
3,555 views

له ماشومانو سره په سلوک کې کومو ټکو ته باید پام وشي؟

موږ او تاسو په ټولنيز ژوند کې د لویانو ترڅنګ له ماشومانو سره هم په اړيکه کې یو. دوی د ټولنې یوه معصومه او مينه ناکه طبقه ده. خو همدا ماشومان د څو کلونو په تېرېدو سره د نورو ماشومانو روزونکي کېږي. که تاسو نن دوی هر ډول وروزئ سبا ترې باید هماغسې توقع و...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,461 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,084 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,843 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...