ښځې ولې باید حجاب وکړي؟

i
imranghani
Author
Sep 13, 2021
4 years ago
3,800 views
ښځې ولې باید حجاب وکړي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ښځې ولې باید حجاب وکړي؟

موږ ټول مسلمانان یو، الله ﷻ پر هرې مومنې او مسلمانې ښځې باندې  حجاب کول فرض کړي، الله ﷻ  تل مسلمانانو ته د هغو کړنو امر کړی، چې په هغه کې یې هم دنیوي او هم اخروي ښېګڼې وي، یو له هغو حجاب دی. مسلمانې ښځې اړ دي چې حجاب وکړي او د حجاب په کولو سره خپل عزت او حیا خوندي کړي. اوس شاید تاسو ته داسې پوښتنه پیدا شوې وي چې حجاب څه ته وایي؟ 

موږ حجاب داسې تعریفولای شو. حجاب عربي کلمه ده چې په لغت کې پردې ته ویل کېږي او په اصطلاح کې هغه جامې دي چې مسلمانې ښځې يې د ځان، کورنۍ او ټولنې د ارامۍ او عزت د ساتنې لپاره، چې د اللهﷻ له خوا ورته امر شوی دی اغوندي. د دې ترڅنګ حجاب کول بې شمېرې ګټې لري چې له ځینو یې موږ په دې لیکنه کې یادونه کړې ده. 

که تاسو هم غواړئ د حجاب له دنیوي او اخروي ګټو خبر شئ، دا لیکنه تر پایه ولولئ!

 

۱. د عزت خونديتوب

کله چې یوه مسلمانه نجلۍ یا ښځه له کوره بهر وځي د حجاب په کولو سره یې عزت خوندي پاتې کېږي یعنې کله چې یوه ښځه یا نجلۍ له کوره په داسې جامو کې بهر وځي چې د بدن هر غړی یې پکې ښکاري،  همدا بې حجابي او ناسمې جامې یې عزت او حیا له خطر سره مخ کوي او ورته بېلابېلې ستونزې پېښېږي.

 

۲. د فساد مخنیوی

په هغو ټولنو کې چې اسلامي حجاب نه مراعت کېږي، هغه ټولنې د فساد او بدو کړنو سرچینې دي، نجلۍ یا ښځه د خپل حجاب په واسطه یوه ټولنه له هر ډول فساد څخه ژغورلی شي، په ځانګړې توګه له اخلاقي فساد څخه، کله چې ښځه د خپل بدن هغه برخې چې ورته امر شوی پټ کړي چې د نارینه وو ورته پام نه شي همدا خپله د فساد او بدو کړنو  مخنیوی او د حجاب له ګټو څخه یوه ګټه ده. 

 

۳. حجاب د درناوۍ وسیله ده

هغه ښځې چې تل په حجاب کې له کور څخه وځي حجاب یې د دې لامل کېږي چې خلک ورته درناوی وکړي، نارینه تل د ځان لپاره داسې ښځه خوښوي چې کړنې یې د اسلامي  اصولو په چوکات کې وي او جامې یې هم د اسلام له دین سره برابرې وي.

 

۴. حجاب جنت ته دننه کېدو کیلۍ ده 

هغه مسلمانه نجلۍ یا ښځه چې تل حجاب کوي، د نامحرمو کسانو سره ناسته ولاړه نه کوي او له ناوړه کارونو ځان ساتي پرته له شکه چې د دې ښځې ځای به جنت وي، خو د دې ټولو نېکو کړنو لارښود حجاب دی، ځکه کله چې یوې مومنې ښځې حجاب وکړ، د نېکبختۍ لارې یې خپله مخې ته راځي او نور نېک کارونو تر سره کوي.

د حجاب په اړه په قرانکریم او ډېرو حدیثونو کې یادونه شوې ده، هره مومنه او مسلمانه ښځه باید حجاب وکړي چې له یوې خوا په دې دنیا کې سرلوړي او ارامه و اوسي او له بلې خوا به په اخرت کې د همدې حجاب په واسطه د جنت په غوره برخه کې و اوسي.

Related Articles

May 07, 2021
2,076 views

د اتمان خیلو د اتمان خیلۍ پیژندنه۔

د اتمان خیلو د اتمان خیلۍ پیژندنه۔ یم پیدا د اشنــــغرهخو په فکر اتمان خیلیوه کږه ورانه ویجاړهغوندی زاڼه د دے سیل لیونے فلسفې قلندر مزاجه شاعر د بهرام خان نمسې غنی خان چې په ګرد پښتنو کښې یو ځانګړې حیثیت لرې۔ غنی خان د اتمان خیلو سره ډیرې ناستی پاس...

Jan 05, 2021
6,612 views

کتاب لوستل څه ارزښت لري؟

مارک توین وایي: کتاب هغه ملګری دی چې په لوستو یې وجدان آرام، روح تازه او په ژوند کې له ستړیا پرته د پرمختګ او ښه ژوند کولو لارې چارې انسان ته په ګوته کوي. هر انسان باید له کتاب اخیستلو وړاندې د کتاب لوستلو لپاره وخت واخلي، ځکه کتاب د لوستو لپاره وي ن...

Apr 11, 2022
4,098 views

د نارینه تناسلي الې بې حسي څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   د انسان په ژوند کې جنسي ناروغۍ ډېرې ځورونکي وي. په ځانګړې توګه پهژباړه ـ ریاض مقامزی  د انسان په ژوند کې جنسي ناروغۍ ډېرې ځورونکي وي. په ځانګړې توګه په سنتي او وروسته پاتو ټولنو کې، چې د جنسي ستونزو بیانول د ځان لپاره شرم او عا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,100 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,891 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...