څنګه د خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟

i
imranghani
Author
Sep 11, 2021
4 years ago
3,611 views
څنګه د خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟

لېکنه: شکېبا نادري، څنګه د خپل خاوند یا ښځې خپګان له منځه یوسوو؟

 

که ژوند هر څومره خوږ او له خوښیو نه ډک وي، ترڅنګ یې هرو مرو ستونزې هم شته لکه، د ښځې او خاوند ترمنځ جنګ او جنجال، دا جنګونه ځینې وخت کم او پخلاکېدل پکې اسانه وي، خو ځینې وخت بیا ستونزې دومره ژورې شي چې د پخلاکېدو لپاره ټولې حللارې وتړل شي. 

موږ باید تل یوه خبره په یاد ولرو د غوسې په حالت کې داسې خبرې او کړنې ترسره نه کړو چې د بیا پخلا کېدو جرأت رانه واخلي. 

موږ په دې لیکنه کې د خاوند او یا مېرمنې د پخلاکېدو لپاره څو اړینې حللارې یادې کړې دي، هیله ده چې د دې لیکنې لوستل درسره د خپل خاوند او یا مېرمنې په پخلاکولو کې مرسته وکړي! 

 

۱. غرور شاته پرېږدئ!

کله مو چې په ګډ ژوند کې له خاوند او یا مېرمنې سره په کومې خبرې جنګ کاوه نو د غرور لپاره له پخلاکېدو څخه مه پر شا کېږئ. په ګډ ژوند کې غرور نه مینه اړینه ده، نو هڅه مه کوئ چې د غرور او کبر لپاره خپله مینه او مېرمن یا خاوند له لاسه ورکړئ.

 

۲. د خبرو کولو لپاره وخت ورکړئ!

که غواړئ چې ستونزه مو ژر حل شي، نو خپل خاوند یا ښځې ته د خبرو کولو لپاره وخت ورکړئ، ښې خبرې یې ومنئ او د ناسمو خبرو لپاره یې د قناعت وړ دلیلونه وړاندې کړئ.

 

۳. ملامتیا مو ومنئ!

غور وکړئ که تاسې ملامت وئ،  خپله ملامتیا ومنئ له خاوند او یا مېرمنې څخه مو بښنه وغواړئ. د ځینو کسانو په اند چې بښنه خپل غرور تر پښو لاندې کول دي، خو دا اند بېخي غلط دی. په بښنې سره ستاسې درناوي د مقابل لوري پر وړاندې دوه برابره کېږي او د هغوی پام خپلې نیمګړتیا ته کېږي.

 

 ۴. مناسب وخت ته په تمه اوسئ!

ډېری وخت ستونزه هغه وخت لا زیاتیږي چې په ناسم وخت کې پرې بحث وشي، کله چې پوه شوئ چې خاوند یا مېرمنه مو ډېره غوسه ده هڅه وکړئ، چې څه ورته ونه وایئ مناسب وخت ته په تمه شئ، ځکه د غوسې په حالت کې انسان په خپلو کړونو او خبرو نه پوهېږي او هغوی وخت او ارامتیا ته اړتیا لري.

 

 ۵. له بل چاسره مشوره وکړئ!

 په پښتو کې یو مشهور متل دی وایي: "کار چې په صلاح شي، بې بلا شي." دلته هم همدا خبره ده ځیني وخت له انسان څخه لاره ورکه شي حیران شي چې څه وکړي د ستونزو لپاره حللارې نه لري په داسې حال کې باید له خپلو داسې ملګرو سره مشوره وکړي، چې ورباندې باور لري او ستاسې د ګډ ژوند په اړه څه ناڅه معلومات ولري.

د ګډ ژوند  بنسټ په نکاح اېښودل کېږي هر وخت به هر ډول ستونزې را منځته شي، خو دا اړیکه دومره کمزورې نه ده چې په کوچنیو ستونزو له منځه لاړه شي، جنګونه به کېږي، خپګان به رامنځته کېږي، خو بېرته به د پخوا په څېر له خوښیو نه ډک ژوند پیلېږي، ځکه نکاح هغه عقد دی چې د الله له لوري پر بندګانو امر شوی. خو بیا هم جنګ او خپګان په ګډ ژوند کې حتمي او لازمي راځي، موږ د دې ستونزو د له منځه وړلو لپاره په پورتنۍ لیکنه کې څو اړین ټکي ذکر کړل، کېدای شي چې د دې حللارو ترڅنګ لسګونه نورې حل لارې هم شته وي چې تاسې ورڅخه د خپل خاوند او یا مېرمنې د خپګان د له منځه وړلو لپاره ورڅخه ګټه اخیستلی شئ.

Related Articles

Aug 12, 2022
2,674 views

د حافظې ارواپوهنه

د حافظې ارواپوهنه (د حافظې پېژندنه، جوړښت، هېرجني او د هېرېدلو علتونه) ژباړه او لنډیز - ریاض مقامزی ــــــــــــــــ...   په ارواپوهنه کې چې کله د «حافظې» اصطلاح کاروو، معنی يې د پېښو او مطالبو زده کول، په یاد لرل او په یاد راوړل وي. په اصل کې ح...

Apr 30, 2022
1,429 views

د پاریس دېوالونه

د پېړیو په اوږدو کې پاریس له مرکز (Île de la Cité) څخه څو ځلې پراخه شوی او د ښار برخو کې دیوالونه جوړ شوي تر څو د ښار برخې محصورې کړي. په درېمه پېړۍ کې بربریانو د پاریس ښار لوټ کړ له لوټ کېدو وروسته په لوګي له تورو شوو ډبرو دیوال ترې چاپېره شو تر څو...

Mar 09, 2023
2,821 views

وظایف انجنیر ساحوی

#وظایف انجنیر ساحوی (Field Engineer's Responsibility) Collector By : 👷❤📚🖋Arch Nasser Mansoor ➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖➖ 1-وظایف شخصی(personal Responsibility)2- وظایف ساحوی (Site Responsibility) 3- وظایف دفتر (office Responsibility) 4- وظایف مشترک(com...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,533 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,105 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...