ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښېږي؟

i
imranghani
Author
Sep 08, 2021
4 years ago
2,889 views
ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښېږي؟

لېکنه: شکېبا نادري، ولې د ډېری نارینه وو سینګار نه خوښوي؟

سینګار کول د ښځو د خوښې کړنه ده، ډېری ښځې خو په دې باور دي چې سینګار د ښځو سلیقه ده، هغه ښځې چې سینګار نه کوي له ځان نه یې لاس پر سر دي، د ځان لپاره وخت نه لري، خو د نارینه وو بیا د ښځینه وو دا کړنه هېڅ نه خوښېږي، کم داسې نارینه شته چې د سینګار کولو پلویان وي او له خپلو مېرمنو وغواړي چې سینګار وکړي. 

اوس کېدای شي تاسې ته داسې پوښتنه پیدا شوې وي، چې ولې ډېری نارینه نه غواړي چې مېرمنې یې سینګار وکړي؟

هیله ده چې د دې لیکنې په لوستلو   خپل ځواب ترلاسه کړئ!

 

۱. ډېری نارینه طبیعي ښکلا ته ارزښت ورکوي

لکه څنګه چې د نارینه او ښځینه په بدني او فزیکي جوړښت کې له یو بل سره توپیر لري، همداسې د ټاکلو او فکر کولو په برخه کې هم له یو بل سره توپیر لري لکه، ښځینه تل هغه څه خوښوي چې ظاهر یې ښکلی وي، که هغه طبیعي وي او که مصنوعي، خو نارینه برعکس هغه څه خوښوي چې په طبیعي ښایست سمبال وي، دوی د ښځینه وو د سینګار په اړه هم همداسې نظر لري. دوی وایي چې ښځې پرته له سینګاره ښایسته دي، نو سینګار ته څه اړتیا ده.

 

۲. سینګار د مخ پوستکی خرابوي 

موږ ټول پر دې پوهېږو چې د سینګار وسایل له بېلابېلو کېمیاوي توکو څخه جوړېږي او پوستکي ته زیان رسوي، خو د دې لپاره چې سینګار مو خوښېږي بیا هم ترې ګټه اخلو. خو ډېر نارینه د دې لپاره چې نه غواړي د مېرمنې پوستکی یې خراب او یا یې مېرمنه مخکې له وخته زړه ښکاره شي، خپله مېرمنه له سینګار کولو منع کوي. 

 

۳. سینګار په نارینه وو کې د بخیلۍ لامل کېږي 

دا ښکاره خبره ده چې کله کومه نجلۍ یا ښځه سینګار وکړي ښکلا یې دوه برابره کېږي، دا ښکلا د دې لامل کېږي چې د ډېرو کسانو پام ځانته راواړوي، هېڅ خاوند دا نه شي زغملی چې مېرمنې ته یې بل کس وګوري هغه هم د سینګار په حالت کې، همدا لامل کېږي چې خپلې ښځې ته د سینګار کولو اجازه  نه ورکوي.

 

۴. سینګار د اړیکو د جوړېدو مخنیوی کوي

ډېری نارینه په دې نظر دي، هغه ښځې چې له دوی سره د یوې پاکې او تل پاتې اړیکي ساتل غواړي، له دوی سره په داسې حالت کې لیدنې کوي، چې هېڅ ډول سینګار یې نه وي کړی، ځکه دوی غواړي خپله طبیعي او ذاتي ښکلا هغوی ته ور وښیي نه منصوعي، تر څو هغوی هېڅکله له خپلې پرېکړې او خوښې پښېمانه نه شي.

د ښځې او خاوند اړیکه په مینه پیل او په دوه اړخیزه درناوي دوام پیدا کوي، دوی هېڅکله نه غواړي د یو بل لپاره داسې څه خوښ کړي چې ورته ستونزه او زیان پېښ کړي دوی تل د یو بل د عزت، ارامتیا، ښکلا او روغتیا په اړه فکر کوي، په هرکار کې له یو بل سره مشورې کوي او په ګډه د شریک ژوند پرېکړې کوي.

Related Articles

Jan 25, 2021
1,828 views

دستان كوچك

دستان كوچك  مصطفی عمرزی سیاه روزی ها، بدبختی ها و ناسازگاری روزگار، از پدیده هایی سرچشمه می گیرند که شماری برخاسته از طبیعت اند و شماری زاده ی افکار، اندیشه ها و کردار.  انسان با سرپیچی و  هوای نفس، با پی آمد ها و بی خانمانی های جنگ نیز مواجه می ش...

May 10, 2021
2,077 views

جامعه ی منحط

جامعه ی منحط مصطفی عمرزی وقتی می نویسم «جامعه ی منحط»، نهایت نارضایتی ما را آشکار می سازد. ببینید! ما ناگزیریم حتی بر مواردی هم انتقاد کنیم که رفع و روب آن ها خیلی آسان است. به عبارت دیگر، ناتوانی مدیریتی در افغانستان، شکل حاد دارد.  از چند ماه به...

Jun 10, 2023
2,537 views

زړه او رګونو ناروغيو عام اعراض

د زړه او رګونو ناروغيو عام اعراضد سينې درد chest pain‏ په د سينې درد له خورا معمولو بېړنيو حالتونو څخه دی او باید په پوره توګه وارزول شي د سينې درد ممکن د مايوکارد د احتشا شان د سختې ناروغۍ په وجه را منځته شي او يا کېدای شي يوازې عضلي درد وي نو لومړی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,986 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,205 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,196 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...