ولې ځینې انسانان مخکې له وخته زړېږي؟

i
imranghani
Author
Sep 01, 2021
4 years ago
4,558 views
ولې ځینې انسانان مخکې له وخته زړېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري

 

ولې ځینې انسانان مخکې له وخته زړېږي؟ څنګه ځوان پاتې کېدلای شو؟ دا هغه پوښتنې دي چې د هر انسان په ماغزو کې ګرځي چې موږ په دې لیکنه کې د همدې دوو بنسټيزو پوښتنو ځوابونه ویلي، هیله ده چې تر پایه یې ولولئ او خپل ځوابونه تر لاسه کړئ! هر انسان غواړي چې تل ځوان او ښایسته و اوسي، خو دا کار شونی نه دی، ځکه ټول انسانان د وخت په تېرېدو سره زړېږي، خو ځینې وخت داسې هم کېږي چې په کم عمر کې انسان د زړو په څېر ښکاري، دا ستونزه ګڼ شمېره لاملونه لري چې ځینې یې دلته بیانوو:

۱. د وزن زیاتېدل کله چې د انسان وزن زیات شي، په بدن کې یې بېلابېل بدلونونه رامنځته کېږي چې دا بدلونونه انسان تر خپل اصلي عمر زوړ ښیي.

۲. سګرټ څکول موږ ټول پوهېږو چې سګرټ څکول انسانان له ډېرو ستونزو سره مخ کوي، لکه تنفسي ستونزې، د زړه ناروغي، د غاښونو خرابېدل، ژر زړښت او د داسې نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

۳. اندېښنه او غم اندېښنه هغه ناروغي ده چې جوړ انسان تر مرګ پورې رسوي، په انسان کې د ارامۍ حس له منځه وړي، ځوروي یې، په ناسمو سوچونو کې ځان ورکوي ځان او شاوخوا کسان له هر ډول ستونزو سره مخامخ کوي، د دې ټولو ترڅنګ په زړښت کې هم مهم رول لري.

۴. په تودو اوبو ځان وینځل تودې اوبه داسې ځانګړنه لري چې د انسان د بدن پوست وچوي، کله چې د بدن پوست وچ شي، نو ګونځې پیدا کوي چې ګونځې خپله د ژر زړښت نښې دي.

۵. بې خوبي بې خوبي انسان ته ګڼ شمیر زیانونه لري، لکه د حافظې کمزورتیا، د وېښتانو خرابېدل، رواني ستونزې او ژر وخته زړښت. کله چې انسان ډېر بې خوبه شي د سترګو شاوخوا ته یې تورې حلقې پیدا کېږي، چې د وخت په تېرېدو سره نور پوستکی هم همداسې توریږي او د ژر وخته زړښت لامل کېږي.

۶. په لمر کې ګرځېدل کله چې لمر د انسان پر بدن په مستقیم ډول ولوېږي، د بدن پوست خرابوي، پر پوست باندې د یو ډول لکو ښکارېدل او د پوست د رنګ بدلون د  ژر زړښت مهم  لامل دی.

۷. چاپېریال چاپېریال دانسان د ځوان پاتې کېدو یا برعکس د ژر زړېدو لپاره تر ټولو لاملونو مهم او با ارزښته لامل دی، ځکه چې د انسان ټول ژوند له هغه ځای سره تړاو لري، چې پکې ژوند کوي، د هغه ځای له اوبو، هوا، خوراک او نورو ټولو سره، نو چاپېریال هم د انسان په ځوان پاتې کېدو کې اړینه ونډه لري. خو ځینې داسې کړنې هم شتون لري چې په ترسره کولو یې موږ کولای شو ځان له ژر وخته زړښت نه وژغورو: ـ د لمر ضد کریم څخه ګټه اخیستل، خو د دې کریمو څخه په ګټې اخیستلو کې باید دا په یاد ولرو چې دا مناسب او د باور وړ کریم دي او زموږ پوست ته زیان نه رسوي. - د ویټامین سي خوړل ډېرې داسې مېوې او ترکارۍ شته چې ویټامین سي لري لکه: ليمو، مالټې او داسې نور باید وخوړل شي. ـ په بهر کې باید عینکې پر سترګو کړو چې د لمر وړانګې مو د سترګو شاوخوا نازک پوست خراب نه کړي. ـ سپورټ یا ورزش هغه کړنې  چې د انسان د روغتیا لپاره اړینې دي یو هم سپورټ دی، سپورټ د انسان د پوست په سموالي کې مستقیمه ونډه لري، خو دا هم باید هېر نه کړئ چې له سپورټ وروسته د ځان وینځل د بدن پوست نور هم ښکلی او تازه کوي. ـ د ګېلاس او سرکیو جوس څښل دا هغه جوسونه دي چې د انسان د بدن پوست پاک او ښکلی کوي. ـ په یخو اوبو ځان وینځل یخې اوبه هم د انسان د پوست د تازه کېدو او ښایست لامل کېږي. په لسګونو داسې نور لاملونه شته چې د انسان د ځوان پاتې کېدو او ښایست لامل کېږي.

Related Articles

Dec 12, 2024
1,647 views

د پوهې درې اساسي مرحلې

د ماشوم نړۍ ته راتګ د یوې تشې پاڼې په څېر دی، یو سپین کاغذ چې د ژوند چاپېریال پرې خپل اغېز پرېږدي. هغه څه چې ماشوم یې په کور، ښوونځي او ټولنه کې زده کوي، د هغه لومړنۍ پوهه او شخصیت جوړوي. دا زده کړې ښې هم کېدای شي او بدې هم، ځکه ماشوم له وړاندې د انت...

Mar 27, 2021
1,481 views

نماینده گان تمدن ها؟!

نماینده گان تمدن ها؟! مصطفی عمرزی فرهنگ نمایی های حوزه یی که گویا در برابر توحش پشتون ها شناخته می شوند، به حد مسخره گی نیز درآمده اند. درست است که یک بخش جامعه ی ما در افراطیت دینی گیر مانده، اما به دلیل سرمایه گذاری هایی که بود غرب به خاطر تضعیف...

May 30, 2023
1,388 views

آیا Chat GPT شعور لري؟

آیا Chat GPT شعور لري؟ لیک: قریب آرین عموماً انساني ذهن پۀ دوو برخو، شعور او لا شعور وېشل کېږي. شعور د ذهن هغه ویښه برخه ده، چې ټول کړۀ وړۀ د انسان د ارادې لۀ مخې ترسره کوي او لۀ پنځه ګونو حواسو سره تړاو لري. مثلاً: غواړئ لاس ته مو حرکت ورکړئ یا غو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,504 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,094 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,873 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...