د جوبايډن لنډ ژوندلیک!

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 30, 2021
4 years ago
3,286 views
د جوبايډن لنډ ژوندلیک!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

امریکا د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو څخه ده. ددې هېواد قوي اقتصاد، پوځ او سیاست ددې سبب شوی، چې په نړيواله کچه یو له اغېزناکو هېوادونو څخه وشمېرل شي. له همدې کبله یې ولسمشر هم د ځانګړي قدرت خاوند وي. تاسو به په دې لیکنه کې د همدې هېواد د ولسمشر "جوبايډن" په اړه هر اړخيز معلومات ولولئ.

 

جوبایډن څوک دی؟

د امریکا د اوسني ولمسشر بشپړ نوم "جوزف رابینت بایډن جونیور" دی. خو تر ډېره د "جوبایډن" په نوم پېژندل کېږي. نوموړی د "۱۹۴۲" زیږديز کال د نومبر په شلمه نېټه وزېږېد. د زېږېدو ځای یې د پنسلوانيا ایالت، اسکرانتون ښار دی. باید یادونه وکړو، چې هغه د خپلې کورنۍ مشر اولاد دی. که څه هم د بایډن پلار شتمن و؛ خو د نوموړي د زېږېدنې په وخت کې له یو لړ اقتصادي ستونزو سره مخ و. نو ځکه یې کورنۍ تر یوه وخته له نيکه سره اوسېده. په لس کلنۍ کې یې کورنۍ یوه اپارتمان ته کډه شوه او هلته یې ژوند غوره کړ، خو څه موده وروسته یې خپل کور هم واخیست. د کورنۍ مالي وضعيت یې ښه شو او پلار یې د کارول شوو ماشینونو یو ښه سوداګر شو.

بایډن د زده کړو پر مهال چندان لایق نه و، آن په ښوونځي کې یو ځل ناکام شوی هم دی. مګر بیا یې هم لوړې زده کړې ترسره کړي دي. د ښوونځي له دورې وروسته یې د دلاویر پوهنتون څخه دوه ديپلومونه د "تاریخ او سیاسي علومو" په برخه کې ترلاسه کړل. ورپسې یې په سیراکیوز پوهنتون کې حقوق ولوستل.

 

کورنۍ

بایډن په "۱۹۶۶ز" کال کې چې لا څلورويشت کلن و له نیلیا هانتر سره واده وکړ. دا هغه وخت و، چې نوموړي لا خپل تحصیلات نه وو بشپړ کړي. وروسته یې درې اولاونه وشول، چې جوزف بایډن، رابرټ هانتر او نائومي کریستينا نومېږي. په ترتیب سره یې د زېږېدو کلونه "۱۹۶۹، ۱۹۷۰ او ۱۹۷۱ز" دي.

په "۱۹۷۲ز" کال کې د بایډن مېرمنه د کریسمیس سودا لپاره له خپلو اولادونو سره ښار ته تلله، چې ګاډي یې ټکر وکړ. د بایډن مېرمنه او یوه کلنه لور یې مړه شول او دوه نور ماشومان یې ټپيان شول. آن مشر زوی یې څو کاله د معیوبینو په بایسکل کې ګرځېده.

له دې پېښې وروسته جوبایډن پنځه کاله یوازې ژوند وکړ او د خپلو اولادونو پالنه یې کوله. خو په "۱۹۷۵ز" کې له جیل ټریسي سره اشنا شو. دوی د "۱۹۷۷ز" کال د جون په اولسمه نېټه ګډ ژوند پیل کړ. له دې مېرمنې څخه یوازې یوه لور لري، چې اشلي بلیزر نومېږي. دا نجلۍ په "۱۹۸۱ز" کې زېږېدلې ده.

د جوبایډن دویم زوی "رابرت هانتر" یو وکیل دی. لومړی زوی یې چې قاضي و، د عراق په جګړه کې هم ګډون درلود. د "۲۰۱۵ز" کال د می په دېرشمه نېټه د مغزو د سرطان له کبله ومړ. باید یادونه وکړم، چې په دې وخت کې یې عمر "۴۶" کاله و.

 

نور په زړه پورې معلومات

  • جوبایډن یو له هغو سیاسي څېرو څخه دی، چې له "۳۱" کلنۍ وړاندې یې سنا مجلس ته لاره موندلې ده. په دې توګه هغه د امریکا په تاریخ کې شپږم ځوان سناتور دی. بایډن په "۳۰" کلنۍ کې د سنا مجلس غړی شو.
  • په دې وخت کې د نوموړي روحي حالت ښه نه و. ځکه بایډن اړ و چې هم مهاله د سنا مجلس کارونه او د خپلو اولادونو روزنه ترسره کړي. 
  • بايډن ته اجازه ورکړل شوې وه، چې د اولادونو د اړتيا پر وخت کولای شي مجلس ته حاضر نه شي. همدارنګه هغه به د مېرمنې او لور د مړینې په ورځ سنا مجلس ته نه حاضرېده او دا ورځ یې د هغوی په یاد کې تېروله. 
  • په "۱۹۷۴ز" کې ټايم مجلې "بایډن" په هغه لیست کې ځای کړی و، چې په راتلونکي کې به مشهورې څېرې شي او دا وړاندوینه یې له واقعیته لرې نه وه. 
  • بایډن اووه ځلې د "۱۹۷۲، ۱۹۷۸، ۱۹۸۴، ۱۹۹۰، ۱۹۹۶، ۲۰۰۲، ۲۰۰۸ز" کلونو په ټاکنو کې بریالی شو او ثنا مجلس ته یې  لاره ومونده.
  • د څو کالو راهیسې پر بایډن تور دی، چې نوموړی هڅه کوي مېرمنې لمس کړي. له همدې امله ورته د "لمس کوونکي سیاسمتدار" لقب ورکړل شوی. د داسې پېښو انځورونه هم شته؛ خو بایډن دا تور په کلکه ردوي.

Related Articles

Mar 28, 2023
1,137 views

سالنګ سیند څخه کابل د اوبو د لېږد پروژه

د سالنګ سیند څخه کابل د اوبو د لېږد پروژه، چې ځینې رسنۍ یې خبر کښته پورته کوي، هېڅ درک نه لري. تېر کال چارواکو د خلکو د ارامولو لپاره د دې پروژې د کار خبر ورکړ، خو په حقیقت کې د اوبو او برېښنا وزارت یې ډیزاین ته ظرفیت نه لري. دا چې سږ کال واورې لږ وو...

Jul 11, 2022
1,884 views

د تندي او مخ د ګونځو علت او چاره یې

د تندي او مخ کونځې عموماً په زړښت کې پڅرګندېږي خو ځیني وختونه کیدای شي ګونځي تر زړښت مخکې هم پیدا سي. په ورځني ژوند کې ستړیا او دماغي فشار ستاسو ګومځې زیاتولی شي. په اوس وخت کې دا ستونزه تر ډیره عامه سوې ده نو ځکه تاسو اړ نه یاست چې په اړه یې ډیر اند...

Feb 26, 2021
4,320 views

مرخېړي کومې روغتيايي ګټې لري؟

مرخیړیوته دپښتنو په بیلا بیلو سیموکې خریړي ،خامیړي ، خار میري ،خرړي ،ستوری ، دوړنګ ،ډينګرۍ، ايرړۍ،ګو بلکه ،خرمره ،مار پوچکي،خوټوری ـ خوړخوړکی ،کټوخی ـ کوړکوچک ، ځمکۍ غوښه ،پوڅکۍ ،پو چکۍ

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,970 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,199 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,182 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...