خوشحاله ټولنه/کورنۍ څنګه جوړېږي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 23, 2021
4 years ago
3,457 views
خوشحاله ټولنه/کورنۍ څنګه جوړېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

هر انسان غواړي نور خلک یې وستايي، مرسته یې وکړي، احترام یې وشي او بالاخره یو خوشحاله ژوند ولري. ددې خوښۍ د ترلاسه کولو لپاره اړینه ده، چې په ټولنیز ژوند کې ځينو ټکو ته پام وکړو. په دې لیکنه کې پر همدې خبرې شوي، چې څنګه کولا شو، یوه خوشحاله ټولنه/کورنۍ جوړه ولرو.

 

خوشحاله ټولنه/کورنۍ څنګه جوړېږي؟

کله چې د "ټولنې" لفط اورو/لولو، فکر کوو ټول کلی، ولسوالۍ او لویې سیمې په بر کې نیسي. خو داسې نه ده. د افرادو یوې کوچنۍ ټولګې ته هم د ټولنې خطاب کولای شو. تر ټولو ښه مثال یې زموږ او ستاسو کورنۍ دي. د خپلې کورنۍ، کلي او سیمې د خوښۍ لپاره څه کولای شو؟ ځواب یې هم عجیب دی. یوازې د "قرآنکريم" د "الحجرات" سورة پر لاښوونو باید عمل وکړو. ددې سورة په بېلابېلو ځايونو کې  انسانانو ته دا لارښوونې شوي دي.

 

"یو بل په بدو الفاظو مه یادوئ!"

په ټولنیز ژوند او کورنۍ کې نورو ته په بدو الفاظو غږ کول د مقابل لوري ته د خفګان سبب کېږي. ممکن ستاسو مخاطب غبرګون و نه ښيي؛ خو په اوږدمهال کې یې ستاسو پر وړاندې په زړه کې یې کرکه پیدا کېږي. ممکن له نورو لارو په استفادې له تاسو خپل غچ واخلي. آن که غچ هم نه اخلي، همدا هم ډېره بده ده، چې د نامناسبو الفاظو له کبله مو یو تن خفه کړی دی. 

 

"له عدل څخه کار واخلئ!"

عدل او انصاف هغه تګلاره ده، چې هر انسان ته سکون او خوښي وربخښي. آن هغه انسان هم وجداناً د راحت او خوښۍ احساس پیدا کوي، چې ملامت ګڼل شوی دی. نو هڅه وکړئ، په ټولنیز ژوند کې له عدل او انصاف څخه کار واخلئ. آن که ډېر کوچني مسایل هم وي، باید د عدل او انصاف له لارې حل شي.

 

"پر یو بل مسخرې مه کوئ!"

له بده مرغه زموږ د ځوانانو اکثره بنډارونه د مسخرو لپاره جوړېږي. په دې توګه د څو شېبو خندا لپاره د ډېر عمر خفګانونو زېږوو. هره ټولنه، په ځانګړې توګه ځوانان باید دې ټکي ته ډېر پام وکړي. مه هېروئ! د خندا، ساعت تېرئ او خوښۍ سلګونه نورې لارې شته. په مسخرو د نورو عزت او خوښي مه خرابوئ!

 

"د خبر ښه تحقیق کوئ!"

د الحجرات سورة بله مهمه لارښوونه همدا ده. که هره خبره کوئ، پرېکړه کوئ او قضاوت کوئ نو لومړی مو باید ښه تحقیق کړی وي. په تحقیق سره تاسو د مسایلو عمق ته رسېږئ او په دې توګه کولای شئ عدالت وکړئ. 

 

"بدګماني مه کوئ!"

بدګماني او شک د ایمان زوال دی. کله چې ستاسو په زړه کې بدګماني ځای پیدا کړي، کینه پیدا کوئ او په دې توګه ستاسو له زړه نه مینه، محبت او خوښي کډه کوي، همدارنګه له ذهن څخه مو آرامي د تل لپاره ورک کېږي. هڅه وکړئ، هرڅه په نېک او مثبت نظر وګورئ.

 

"د یو بل غیبت مه کوئ!"

په غیبت سره د ټولنیزې آرامۍ او خوښۍ جرړلې وځي. که تاسو یا بل کس غیبت کوي، دا په دې معنا ده، چې د ټولنې د وګړو ترمنځ کينه او ټګي موجوده ده. هڅه وکړئ، د نورو د غیبت پر ځای د هغوی صفت بیان کړئ، ممکن له اوصافو یې نور خلک اغېزمن شي او نېکې لارې ته برابر شي.

 

"تجسس مه کوئ!"

که څه هم د حقایقو د پیدا کولو لپاره تجسس او پلټنه شرط ګڼل کېږي؛ خو د یو چا د شخصي ژوند، ستونزو او عیبونو په اړه تجسس کول نامناسبه چاره ده. البته باید ووایم، چې په دې ځای کې له تجسس څخه موخه خبرو پسې ګرځېدل دي. موخه یې داسې اشخاص دي، چې غواړي په هرڅه پوه شي او د خلکو عیبونه وپېژني. نو کوښښ وکړئ، پر همدې خبرې عمل وکړئ، چې "ولا تجسسو"

 

"پیغور مه ورکوئ!"

پیغور ورکول ډېر خراب عادت دی. په افغاني/پښتني ټولنه کې خو آن شخص ته د هغه د کورنۍ او یا هم د کورنۍ د کوم غړي په اړه هم پېغور ورکول کېږي، چې په هغه کې مخاطب هېڅ ملامت هم نه وي. په هر حال که مقابل شخص ملامت هم وي، باید پیغور ور نه کړو. ددې پر ځای باید مقابل کس ته ډاډ او روحیه ورکړو.

 

که پورتنۍ ټولې لارښوونې عملي کړو، کولای شو یوه سالمه، خوشحاله، د یو او بل په درد دردمنه کورنۍ/ټولنه ولرو. هڅه وکړئ، دا خبرې مو خپلو ملګرو او د کورنيو غړو ته هم وکړئ

Related Articles

Dec 10, 2021
1,925 views

د غوره سلفي اخیستو لپاره باید څه وکړو؟

لیکنه: شکېبا نادري، د غوره سلفي اخیستلو لپاره باید څه وکړو؟   په اوس مهال کې د ټولو انسانانو که هغه هلکان وي، که نجونې او یا مشران عکسونه اخیستل یې خوښېږي، خو دا څرګنده خبره ده چې د مشرانو په پرتله د ځوانانو علاقه له سلفي اخیستلو سره څو برابره زیات...

Nov 23, 2023
1,009 views

سی خصیصه مرد باناموس و باوقار || Thirty characteristics of an honest and dignified man

سی خصیصه‌‏ی مرد باناموس و باوقار نویسنده: محمدمصطفی محمدیار || Mohammad Mustafa Muhammadyar این خوب است که در مورد زنان، امروزه محتوای قریب به اتفاق نوشته‏ها، سخنرانی‏ها و دروس را حقوق زن تشکیل می‏دهد و هزینه‏های مالی و زمانی هنگفت را صَرف آن میکنن...

May 04, 2021
2,553 views

د پښتنو د ازادۍ پښتون مجاهد خانداد بابا

د پښتنو د ازادۍ پښتون مجاهد خانداد بابا د خانداد بابا په اړه باندې پښتانۀ دانشوران او تاریخ پوهان وخت په وخت خپلې تبصرې کوي دا ډېره ښۀ خبره ده چې خپل اتلان ژوندي وساتلے شي ، خپل اتلان یادول د ژوندي قامونو کار دے زۀ دغه کار ته خوش بین ضرور یم خو په د...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,051 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,218 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,248 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...