"ملي بیرغ ، ملي هویت او ملي عزت"

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 16, 2021
4 years ago
6,089 views
"ملي بیرغ ، ملي هویت او ملي عزت"

حکومتونه ځي راځي ، تنظیمونه او ګوندونه هم ځي راځي ، خو په یو ملت او وطن کې ځينې داسې تلپاتې اعتقادي او ملي ارزښتونه وي چې پر هغو باندې د ټولو ملت ټولیز توافق او اجماع موجوده وي، هغه که هر ګوند او ډله واک وځواک ته رسېږي ، نه یوازې د دې ارزښتونو د تغیر هڅه نه کوي ، بلکې  د هغو د پاللو او ځلولو لپاره هم هلې ځلې کوي، په افغانستان کې اسلامیت چې د اسلام جوهر دی او افغانیت چې د افغان جوهر دی ، دا دواړه زموږ اعتقادي او ملي ارزښتونه دي ، پالنه او ځلونه یې د هر مسلمان افغان مسولیت او مکلفیت دی، د تاریخ په اوږدو کې چې هر فرد او سیاسي ډلې دې ارزښتونو ته په سپکه کتلي او یا یې په دې دوو کې یو له پامه غورځولی ، هغوی سپک شوي او د تاریخ له یوې درنې څپېړې سره مخامخ شوي دي.

په دې تېرو شلو کلونو او په تېره بیا د ډاکتر صیب غني د حکومت په بهیر کې چې د قدرت پر سر د طالبانو او د حکومتي پوځونو تر منځ جنګ روان و ، د ټولو هیله دا وه چې دواړه خواوې باید لږ تر لږه پر دیني او ملي منل شویو ارزښتونو توافق ولري او هغو ته ستونزې پېښې نه کړي ، خو اوس چې ګورو د طالبانو د تحریک له لوري چې کومې سیمې ونیول شوې له ټولو نیول سیمو څخه د افغانستان ملي بېرغ را کښته شو او پر ځای یې د طالبانو د اسلامي تحریک یا اسلامي امارت بیرغ پورته شو.اکثره خلکو فکر کاوه چې طالبان په ګرمه وینه دي ؛ کله چې یې کابل ونیو دې ارزښت ته به پام وکړي او سیاسي رهبري به یې د ملي بیرغ د راکوزولو مخه ونیسي ، خو داسې و نه شول او خبره ان د ارګ تر بیرغه هم ورسېدله.دلته غواړو په لنډیز سره د طالبانو د تحریک مشرتابه ته څو ټکي بیان کړو ، چې سره له همدا اوسه ورته پام  وکړي او دنه پاملرنې په حالت کې یې زیان ټول ولس او په تېره بیا د طالبانو تحریک ته متوجه دی:

۱- د افغانستان ملي بیرغ هم ملي دی او هم تر ټولو اسلامي دی. ملي ځکه دی چې هر رنګ یې د خپلې زمانې د حالاتو او زموږ د پلرونو د تورو څرګندونه کوي ، که دې بل اړخ ته یې واړوې ، نو د رنګونو له مخې اسلامي ځکه دی چې د اسلام په ټولو غزواتو کې له تور ، سپین او شین رنګونو زیاته ګټه پورته شوې ، نو له دې اړخه له درې برخو څخه یې دوه برخې له اسلامي رنګونو رغېدلې دي او د اسلام په ښکلې کلمه هم مزین شوی دی.

 د دې تر څنګ زموږ ملي بیرغ په ملي نښان هم ښکلی شوی ، چې دا نښان بیا په خپل ذات کې  د اسلامي  اعتقاداتو له جوهرونو رغېدلی ؛ منبر لري ، محراب لري ، مسجد لري ، مناره لري او  (الله اکبر ) یې هم په سر کې لیکل شوی دی.د هېڅ اسلامي هېواد په بیرغ کې د دین دومره کیفیت نه دی تمثیل شوی ، نو بیا ولې له دې بیرغه ګټه نه پورته کېږي چې پر ځای یې بل بیرغ  ته ترجیح ورکول کېږي؟

۲- د طالبانو د تحریک او یا د اسلامي امارت بیرغ هم اسلامي دی ؛ هم یې رنګ اسلامي دی او هم په کلمې مبارکې ښکلی شوی، خو ملي نه دی او د دیني ارزښتونو د اعتقادي ریاضي له مخې هم ترې زموږ د ملي بیرغ ضریبونه زیاتېږي.

۳- د طالبانو اسلامي تحریک کولای شي خپل دا بیرغ لکه د نورو  تنظیمونو د بیرغ په شان د یو تنظیمي بیرغ په توګه وکاروي او د ملي بیرغ تر څنګ یې وکاروي ، خو هېڅکله یې باید د ملي بیرغ عوض نه کړي او نه یې د هغه د تضعیف وسیله کړي.

۴-طالبان تر اوسه پورې یوازې نازک مذهبي مشروعیت لري ، چې هغه یې هم د تورې او برچې په زور تر لاسه کړی دی، له دوی څخه د یو زیات شمېر افغانانو د ملاتړ یو علت همدا و چې دوی له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې نه وو ، او د ووی اساسي سیاسي مخالفین سخت ملت صد عناصر وو، نو که دوی د ملي بیرغ په مقابل کې همدې ډول چلند ته دوام ورکړي، نو د یو زیات شمېر هغو افغانانو له ژورې کرکې ، خفګان او غبرګون سره به مخ شي ، چې ملي بیرغ سره مینه یې رګونو ته ورننوتې او د ملي احساس یوه اساسي برخه یې جوړوي.

۵- اسلامي امارت یو ځل بیا د نړیوال مشروعیت له بحران سره مخ دی، د هېواد ملي بیرغ ټولې دنیا په رسمیت پېژندلی ، دا به هغوی ته یوه ښه پلمه شي چې دا ډول یو حکومت ، چې له خپل بیرغ او تاریخ سره ستونزه لري ، نو موږ سره به څه ډول نرمښت او تفاهم وکړي ، نو ښه ده چې هېڅ ورسره اړیکي و نه ساتو او په چورلټ ډول یې له رسمییت پېژندنې څخه تېر شو.

۶-دلته مخکې نورو واکمنو ډلو پخوا هم د ملي ، دیني او تاریخي هویت د مسخه کولو هڅې کړي دي ، خو په پای کې له ناکامۍ سره مخامخ شوي دي. د کرزي او غني په تېرو واکمنیو کې افغان ضد او اسلام ضد عناصرو هڅه وکړه چې د هویت په تذکره کې د دین او ملت ستون له منځه یوسي او په دې ډول په تذکره کې د (اسلام )او (افغان) کلمو د لیکلو مخه ډب کړي ، خو شعوري ملتپالو او اسلامپالو افغانانو یې پر ضد پراخ لاریونونه وکړل او د تصویب شوي قانون بیا سمون

ته یې لاره اواره کړه ، نو د طالبانو د تحریک مشرتابه باید دې ملي نزاکتونو او حساسیتونو متوجه وي ، داسې نه چې د ملت له یوه مخالف موج سره ځان مخامخ کړي.

۷-همدا نن او سبا کې طالبان مجبور دي ؛ تر هغه پورې چې خپل نوی اساسي قانون جوړوي ، له نړېوالو سره د تعامل او د ورځنیو چارو د پرمخیون په خاطر په موقت ډول یا د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د وخت ، یا د سردار  محمد داود خان د وخت او یا هم د اوسني تېر جمهوریت پر همدې نوي اساسي قانون ډډه ولګوي ، په دې ټولو کې خو همدا درې رنګه بیرغ منل شوی او تصویب شوی دی.

۸-موږ د طالبانو له مشرتابه څخه په ډېر جدیت او صمیت هیله کوو چې د ملي بیرغ په برخه کې مو پر پالیسۍ له سره غور وکړئ، همدا ملي بیرغ چې په حقیقت کې تر ټولو اسلامي بیرغ هم دی، تایید کړئ ، ویې ځلوئ او ویې رپوئ ، د ځان پر خلاف بله جبهه مه خلاصوئ . عجیبه خبره خو دا ده چې طالبان خپل مخالفین لکه تورن اسمعیل خان او نور ، چې د دوی ورسره د سوونو مړو حساب او کتاب پاتې و ، هغه یې ټول په غېږ کې ونیول ، خو خپل ملي بیرغ په غېږ کې نه نیسي؟

۹-طالبانو ګورئ تېروتنه ونه کړئ ، خدای مه کړه چې ستاسې مخالفین او لنډغر ، چې کلونه کلونه یې د همدې ملي بیرغ د مسخه کولو لپاره هلې ځلې کړي ، د همدې بیرغ ساتنه پلمه کړي ، ستاسو او د ولس تر منځ تضاد پیدا کړي او بیا وروسته دې بیرغ ته هم شا کړي او خپل بیرغ ته

مخه.

۱۰- وروستۍ خبره مو همدا ده چې څو ورځې نور هم طالبانو انتظار کوو، چې دوی په هېواد کې داستقرار او امنیت جوګه شي ، تر هغه به وروسته د طالبانو مشرتابه ته ورځو ، دلیل او منطق به ورسره وایو او د دوی په اصطلاح د شریعت په رڼا کې به خپل ملي هویت ګټو، ټول ملتپال او اسلامپال افغانان دې د داعيې د ګټلو لپاره یو ځل بیا سره متخد شي."

 

ملي بیرغ دې رپاند وي

#افغانستان_زنده_باد

 

محمد اسماعیل یون

Related Articles

Nov 17, 2021
1,878 views

د تور چای په اړه درې ناسم او څلور سم معلومات

د تور چای په اړه ګڼ شمېر ناسم معلومات یا خرافات ورکول کیږي، خو دغه چای د بدن داخلي برخو سربېره خارجي برخو ته هم خورا زیاته ګټه رسوي، دلته هغه ناسم او سم معلومات وړاندې کوو چې د تور چای په اړه خپاره شوي:ناسم معلوماتشین چای له تور چای څخه زیات ګټور دید...

Jul 23, 2023
1,151 views

اسلام کې دمبائل استعمال احکام او آداب

په اسلام کې دمبائل استعمال احکام او آداب!راټولوونکى:مولوى عبدالاحد عتيد1ــ که لمانځه کې دمبائل آواز خلاص پاتې وو اودعمل کثيرڅخه پرته دبندولو امکان وو نو په يو لاس دبند کړي اوکه نه وو نو لمونځ د ورته نه ماتوي.شامي ج1ـ 441.2ــ مبائل کې موسيقى اچول حرام...

Jun 17, 2022
1,275 views

shrinkflation

Shrinkflation آیا زمونږ په هېواد کې هم دغه ډول انفلاسیون شتون لري؟ د لوی اقتصاد په برخه کې Shrinkflation اصطلاح یوه جالبه اصطلاح ده، د اقتصاد پوهانو په نظر باندې دا هغه پروسه ده چې په کې د یو جنس په سایز(اندازه) او وزن کې کموالی د تولیدونکو لخوا را...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,533 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,105 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...