بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 11, 2021
4 years ago
19,820 views
بي دوه پنځوس" څه ډول الوتکې دي؟"

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په هېواد کې د جګړو له پراخوالي سره سم امریکايي ځواکونو اعلان وکړ، چې د بي.۵۲ الوتکو پر مټ به پر تالبانو هوايي بریدونه وکړي؛ همداسې وشول او په بېلابېلو سیمو کې یې د وسله والو تالبانو ډلې په نښه کړې. خو اوس پوښتنه دا ده، چې بي ـ ۵۲ څه ډول الوتکې دي او کومې ځانګړتیاوې لري؟ 

ددې لیکنې تر پايه به مو دواړه پوښتنې حل شي. 

 

ځانګړتياوې 

وړاندې له دې چې ددې الوتکې په اړه نور جالب معلومات ولولئ، مهمه ده، چې په اړه یې لږه عمومي پوهه ترلاسه کړئ.

  1. نوم ـ بي دوه پنځوس (B - 52)
  2. ډول ـ بم غورځوونکې 
  3. جوړونکی هېواد ـ امریکا
  4. شرکت ـ بوئينګ 
  5. لومړنۍ الوتنه (پرواز) ـ "۱۹۵۲م" د اپرېل پنځلسمه
  6. د جوړو شوو الوتکو شمېر ـ ۷۴۴
  7. اوسنی شمېر ـ ۶۴ الوتکې
  8. د هرې الوتکې قیمت ـ ۱۴/۴۳ میلیونه ډالر

 

د بي ـ ۵۲ الوتکې وړتیاوې

"بي دوه پنځوس" د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو د باور وړ بم غورځوونکي الوتکې دي. تر اوسه په لویو جګړو کې کارول شوي دي. دا چې امریکا څو کاله وړاندې ځينې نويوالي په کې راوستل نو وړاندوينه کېږي، چې تر راتلونکو څو نورو لسیزو به هم وکولای شي خپل محبوبیت وساتي.

دا د نړۍ له پیاوړو بم غورځوونکو الوتکو څخه شمېرل کېږي، چې کولای شي په ډېرې چټکټيا سره پر خپلو اهدافو بریدونه وکړي. یو له پیاوړو ځانګړنو څخه یې په لوړه ارتفاع کې پرواز کول دي، چې کولای شي تر دولس زره مترو په لوړوالي کې پرواز وکړي. د سرعت اندازه یې حيرانوونکې ده. کولای شي په یوه ساعت کې ۱۰۰۵ کیلو مټره مساحت طی کړي.

همدارنګه د تېلو له نوي والي پرته کولای شي، تر ۴۱ ساعتونو پورې "۱۲۰۰۰" کیلومتره پرواز وکړي. 

په اوس وخت کې یوازې بي.۵۲ ایچ ماډل یې په نظامي خدماتو بوخت دي. د امریکا هوايي ځواک یې ۶۴ الوتکې په لاس کې لري (کاروي) او اته نور یې ساتل شوي دي.

 

ځینې نور جالب معلومات

  • بشپړ نوم یې B52 استراتوفورترس دی.
  • ددې الوتکو د وزرو اوږدوالی ۵۶ مترو ته رسېږي.
  • د ويتنام په جګړه کې یې د پام وړ رول درلود.
  • په اوس وخت کې دې الوتکو ته د BUFF خطاب هم کېږي.
  • د الوتکې اوږدوالی تقریبا ۴۹ مترو ته رسېږي او لوړوالی یې شاوخوا ۱۲ متره دی.
  • په دې الوتکه کې د جيټ له اتو انجونو ګټه اخیستل شوې ده. 
  • کولای شي ۳۱ تر ۳۲ زره کیلوګرامه وزن پورته کړي.
  • دا الوتکه اصلا د جنرال کرتیس* درناوي لپاره طراحي شوې وه. (* ـ "کرتیس له می" د امریکا هوايي ځواک قومندان و، چې ددې هېواد هوايي ځواک یې ډېر مجهز او پیاوړی کړ."
  • په الوتکه کې د وسلو، بمونو او نورو نظامي تجهیزاتو ځانګړي ځايونه موجود دي.
  • په هر ساعت پرواز کې تقریبا ۱۳ زره لیتره تېل مصرفوي. همدارنګه د یو ساعت پرواز قیمت یې شاوخوا ۷۴ زره ډالر محاسبه شوی دی.

Related Articles

May 06, 2021
2,130 views

اخماتووا؛ شاعره، ژباړنه او کره کتونکې!

د ادبیاتو په نړۍ کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم خپله برخه زیار او زحمت ویستی، چې له دې ډلې یې د اخماتووا نوم هم ځلانده دی. د لیکنې تر پایه به یې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.    پېژندنه د روسيې ددې نوموتې ژباړنه، شاعره، لیکواله او کره کتونکې ب...

Jun 26, 2023
1,207 views

عرفې مبارکه ورځ

د عرفې مبارکه ورځ کی لاندې کارونو ته متوجي شي!۱- کوښښ وکړی روژه ونيسه ځکه د يو کال وروستني او يو کال مخکني ګناهونه معاف کوي.۲- سهار لمونځ نه وروسته به تکبيرات شروع کيږي تر د اختر څلورمې پورې به جاري وي چې ټول ۲۳ لمونځونه راځي چې هېر يې نه کړې!د تکبير...

Jun 02, 2023
2,283 views

ډاکټره عافیه صدیقی

واکمن چې غلام شي ولسونه لیلام شي! ډاکټره عافیه صدیقي چې په خټه پاکستانۍ ده مسلک یې طبابت وو،  لومړنی زده کړې یې په پاکستان کې او د عصبي جراحۍ لوړې زده کړې یې په امریکا کې وکړې ددې سره په څنګ کې یې اسلامپاله او مذهبي میرمن وه ،په 2003 میلادي کال کې پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,508 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,878 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...