هشټګ څه شی دی او ولې کارول کېږي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 09, 2021
4 years ago
5,136 views
هشټګ څه شی دی او ولې کارول کېږي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په دې وروستيو کې به تاسو هم بېلابېل هشټګونه لیدلي وي؛ په امریکا کې د تورپوستو په ملاتړ، په مقبوضه پښتونخوا کې د پي.ټي.ام په ملاتړ او اوس ـ اوس په افغانستان او کوزه پښتونخوا کې د پاکستان ضد هشټګونه تر سترګو کېږي. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع مفصلې خبرې شوي دي؛ د لیکنې تر پایه به په دې اړه لا ډېر پوه شئ. 

 

هشټګ څه ته وايي؟

هر کله چې ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټويټر، لینکدین او ...) ته سر ور ښکاره کوو، نو له بېلابېلو هشټګونو سره مخ کېږو. په اوس وخت کې اکثرو ټولنیزو رسنیو ـ چې په خلکو کې محبوبیت لري ـ دا ځانګړنه جوړه کړې ده. دا چاره د هش (#) علامې په مرسته ترسره کېږي، نو ځکه ورته د "هشټګ" نوم ورکړل شوی دی. ددې په مرسته د ټولنیزو رسنیو کاروونکي پر دې توانېږي چې موضوع بارزه کړي او د خلکو پام ور واړوي.

 

هشټګ چا رامنځته کړ؟

د لومړي ځل لپاره دا نظریه د ګوګل کمپنۍ یوه پخواني کارکوونکي (کریس مسینا ـ Chris Messina) له لوري رامنځته شوه. هغه په "۲۰۰۷م" کال کې د #Barcamp په نوم هشټګ په ټويټر کې خپور کړ. بیا را وروسته په "۲۰۱۰م" کال کې د هشټګ (Hashtag) کلمه د اکسفورډ په وييپانګه (قاموس) کې ځای پر ځای شوه.

 

له هشټګ نه څنګه ګټه واخلو؟ 

تر هرڅه لومړی باید ووایم، هرڅوک کولای شي یو هشټګ رامنځته کړي. مګر ټول هشټګونه د پام وړ نه ګرځي. یوازې او یوازې هغه هشټګونه د پام وړ شي، چې ډېر خلک یې وکاروي. او په یو ټرینډ بدل شي. ددې لپاره چې ښه هشټګ رامنځته کړو، مهمه ده لاندې ټکو ته پام وکړو.

 

  • هشټګ د "#" په ايښودلو پیل کړئ. که ستاسو هشټګ یوه کلمه نه وي، کولای شئ ترمنځ یې Underline کېږدئ. مثلا: #موږ_سوله_غواړو.
  • که کلمه یا جمله په "#" علامې پیل نه شي، پر هشټګ نه بدلېږي. 
  • که د جملې په سر کې د هش "#" علامه کېږدو او د نورو د کلمو ترمنځ د "_" علامه نه وي، نو یوازې هماغه د پیل کلمه په هشټګ بدلېږي. مثلا: #موږ سوله غواړو
  • په پورتنۍ بېلګه کې به فقط "موږ" پر هشټګ واوړي. نو اغېز به یې هم تقریبا هېڅ وي.  
  • که هشټګ مو په انګلېسي وي. نو هڅه وکړئ، د هرې کلمې لومړی توری لوی ولیکئ. مثلا: #SanctionOnPakistan او همداسې نورې بېلګې هم جوړولای شئ.
  • که جمله د هشټګ په توګه کاروئ نو هڅه وکړئ، چې د کلمو ترمنځ د فاصلې (Space) له راوړلو ډډه وکړئ. یا ټولې کلمې پرته له فاصلې ولیکئ او یا هم "_" علامه وکاروئ. 
  • همدارنګه د جملې د بېلابېلو برخو ترمنځ ټکی "." هم باید و نه کارول شي.

 

باید ووایم، چې د هشټګ لپاره د ټولو ټولنیزو رسنیو اصول یو ډول نه دي. هره شبکه ځانته خپل اصول او ځانګړنې لري؛ خو دا یو حقیقت دی، چې په ټویټر او انسټاګرام کې هشټګ تر فیسبوک ډېر اغېزمن دی او ډېر ژر د کاروونکو د پام وړ ګرځي.

Related Articles

Sep 01, 2020
4,783 views

د پښو د ګرميدو علت څه شی دی؟

خبريال ويبپاڼه/ په عمومي توګه د پښو د ګرميدا علت په بدن کې د ځيني عصبنو (عصبي رشتو) ته د زيان رسيدو له امله وي.چي ډيری وخت دغه ناروغي د شکري ناروغۍ پوري هم تړاو لري. چې د پښو په ځينو برخو کې ضربه يا زخمي کيدا هم کيدای شي د پښو.د ګرميدا سبب شي. هيره...

Jul 23, 2020
2,467 views

هغه خلک چې غاښونه نه بورس کوي، په سرطان اخته کېداى شي

روغتياپالانو خلکو ته خبردارى ورکړى دى، چې د غاښونو نه بورس کول ستاسې د خولې او خېټې په سرطان د اخته کېدو خطر زياتوي. د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، د امريکا په بوسټن پوهنتون کې په يوه څېړنه کې دا خبره څرګنده شوې ده، چې د غاښونو بورس کول نه يواز...

Feb 28, 2023
1,562 views

د کمپیوټري سافټویرونو فری ویب سایټونه

د کمپیوټري سافټویرونو مفت یا ( free) ویب سایټونه کله چې تاسو غواړئ د کمپیوټر سافټویرونه راډاونلوډ کړئ نو په لاندې ویب سایټونو کې سرچ ورکړي.  1- Getintopc.com تر ټولو ښه یې همدا دی چې د انسټالولو او اکټیویټ(activation ) کولو مکمله طریقه هم په ویډیو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,834 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,163 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,102 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...