د هندواڼو اته روغتيايي ګټې

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 05, 2021
4 years ago
3,190 views
د هندواڼو اته روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی

هندواڼه یو له هغو خوندورو مېوو څخه ده، چې خلک یې په اوړي کې د ښه خوند ترڅنګ د یوې یخې مېوې په توګه هم خوري. دا مېوه ګڼې روغتيايي ګټې لري، چې ممکن له ځينو یې خبر نه اوسئ. په دې لیکنه کې یې په اړه لا ډېر پوهېدای شئ. 

 

لومړی ـ د زړه روغتيا تضمينوي 

وروستيو څېړنو موندلې ده، چې هره ورځ لږه اندازه هندواڼه خوړل کولای شي د هغو بدو کلسټرولونو د راټولېدو مخه ونیسي، چې د زړه د ناروغيو سبب کېږي. همدارنګه په رګونو کې د غوړو ټولېدنه په کافي اندازه کمولای شي. باید یادونه وکړو، چې ددې چارو اصلي سبب په هندواڼه کې شته سیترولین دي.

 

دویم ـ د التهاب په ښه والي کې مرسته کوي

په هندواڼه کې د شته ګټورو ترکیباتو له جملې یو هم لیکوپن دی، چې ډېرې ګټې لري. یو لوی خاصیت یې همدا دی، چې د التهاب ضد دی.

په مختلفو کارتنويیدونو کې لیکوپن تر ټولو غوره ګنل کېږي. د التهاب ضد اغېزو په برخه کې آن له بتاکاروتن څخه ګټور ثابتېږي.

 

درېيم ـ انرژي

هندواڼه د ويټامین بي (B) یوه غني سرچينه بلل کېږي، چې دا ويټامين په بدن کې د انرژۍ د تولید اصلي مسول بلل کېږي. دا مېوه د لوړې انرژې بخښونکې ده. که هره ورځ هندواڼه خورئ، نو د ورځې په اوږدو کې به د راحت احساس لرئ. همدارنګه په هندواڼه کې شته پوتاشیم کولای شي، ستاسو د بدن ستړيا ختمه کړي.

 

څلورم ـ د سرطان پر وړاندې مبارزه کوي 

د څېړنو موندنې ښيي، چې په هندواڼه کې شته "لیکوپین" پر سرطان د اخته کېدو ګواښ کموي. د هندواڼو په دوه ګیلاسه اوبو کې "۲۰" ملي ګرامه لیکوپن شته، چې په بدن کې د آزادو رادیکالانو پر وړاندې مبارزه کږي او د سرطان په مقابل کې د بدن ساتنه کوي. له دې سره ـ سره لیکوپن د HPV په درملنه کې هم ګټور ثابتېږي، پرته له دې د رحم د سرطان حتمي کېږي. 

 

پنځم ـ د عضلاتو درد کموي 

که له یوې ستړې کاري ورځې وروسته د ځان درد احساس لرئ، هندواڼه یې ښه درملنه کېدای شي. دا مېوه د امینو اسیدونو او الکترولیدونو ښه منبع ده، چې د عضلاتو د درد ښه تسکین کېدای شي. نو که ستړي کاري ورځې لرئ، هڅه وکړئ هندواڼو ته پخپل غذايي رژيم کې ځای ورکړئ.

 

شپږم ـ هضمیت

لکه څنګه چې پوهېږې، هندواڼه په کافي اندازه اوبه لري، نو ځکه کولای شي د هضم پروسه ښه کړي. همدارنګه په هندواڼو کې شته فایبر د هضم په ښه والي او د قبضيت په مخنيوي کې ګټور ثابتېږي. 

 

اووم ـ د وزن په کمولو کې مرسته کوي

د هندواڼو له مهمو روغتيايي ګټو څخه یو هم دا ده، چې په ښه توګه د وزن په کمولو کې مرسته کوي. څېړنو ښودلې ده، چې هندواڼه په بدن کې د مېتابولېزم سرعت ډېروي او د وینې غوړ کموي، چې په پایله کې ستاسو وزن د کمېدو سبب کېږي. 

 

اتم ـ د بدن دفاعي سیستم پیاوړی کوي 

هندواڼه د ويټامين سي (C) یوه ښه منبع بلل کېږي، چې دا ويټامين د بدن ایمني ځواک ته پیاوړتيا وربخښي. ددې ترڅنګ ویټامین بي شپږ چې انتي باډي تولیدوي د بدن دفاعي سیستم قوي کوي. په دې برخه کې ويټامین ای "A" هم د یادولو وړ دی. 

Related Articles

Jun 02, 2023
1,673 views

که مو انګلیسي ښه نه وي،  څنګه په انګلیسي ژبه مالومات پلټلی شئ؟

که مو انګلیسي ښه نه وي،  څنګه په انګلیسي ژبه مالومات پلټلی شئ؟ لاندې اسانه طریقه وکاروئ  ۱. خپله پوښتنه مو لنډه په دقیقه پښتو ژبه ګوګل ټرانسلیټ کې واچوئ له یو کلیک ورسته سمه دمه انګلیسي پوښتنه ترې جوړیږي. ۲. پوښتنه له ګوګل ټرانسلیټ څخه را کاپي کړئ...

Apr 03, 2024
1,944 views

صد سوال انجنیری

صد سوال انجنیری:۱.به طورعموم ميل به چند نوع است، نام گرفته و ميل مجاز سرك در كوتل ها، تپه ها و بلندی ها چند فيصد محاسبه می گردد؟جواب: به طور عموم چهار نوع ميل وجود دارد كه عبارتند از : 1- ميل نشيبي. 2- ميل بلندي. 3- ميل طولي. 4- ميل عرضي.۲.ميل مجاز س...

Jan 14, 2023
1,318 views

چرا نویسنده باشیم؟ || Why to be a writer?

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar آیا تا اکنون اندیشیده‏اید که چرا در این دنیا پا به هستی گذاشته‏اید؟ خیلی افراد از جمع ما هستند که پاسخ خاص به این پرسش ندارند و رسالت وجود...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,971 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,200 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,183 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...