چيک جمهوريت وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Aug 03, 2021
4 years ago
2,689 views
چيک جمهوريت وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ د ښکلو او لرغونو هېوادونو په لړ کې د چیک (چک) هېواد نوم هم د پام وړ دی. تاریخي کلاګانې، د ژوند مناسب شرایط، طبیعي ښکلاوې او ورته مسایل هغه څه دي، چې ددې هېواد برم یې ساتلی دی. تاسو به په دې لیکنه کې د چیک جمهوریت په اړه هر اړخيز جالب معلومات ترلاسه کړئ.

 

چیک جمهوریت!

دا هېواد د اروپا په مرکزي برخه کې پروت دی، چې د اروپايي اتحاديې غړیتوب لري. د آلماني او اسلاوي فرهنګ ګډ ترکیب ددې هېواد د جوړښت اساس دی. پلازمینه یې پراګ نومېږي. 

چیک جمهوریت سیلانيانو ته ځانګړی ځای دی؛ هر کال ګڼ شمېر سیلانیان له دې هېواد څخه لیدنه کوي. په همدې دلیل یې اوسېدونکي د نورو هېوادونو له وګړو سره بلدیت لري او ښه رویه ورسره کوي.

چیک نسبتا کوچنی هېواد دی؛ آن د امریکا متحده ایالاتو کارولینا آیالت ترې لوی دی. خو دا په دې معنی نه ده، چې تاسو له ورک کېدو بېخي ډاډه اوسئ. که لږه اشتباه وکړئ، ممکن لاره ورکه کړئ. چیک له المان، اتریش، لهستان او ځينو نورو هېوادونو سره ګډه پوله لري. ګڼو ځنګلونو او غرونو ددې هېواد ښکلا څو چنده کړې ذه.

خلک یې له خوړو او څښاک سره ډېره علاقه نه لري؛ ممکن دا له دې کبله وي، چې چیکیان په کافي اندازه دوديزې مېلې او جشنونه لري. رسمي ژبه یې "چیکي" ده. همدارنګه د پپسو واحد یې کرون دی. د دین په برخه کې یې باید یادونه وشي، چې ډېر مذهبي خلک نه دي. ۳۴،۵ سلنه وګړي یې هېڅ دين نه مني. یوولس سلنه یې عیسویان دي او پاتې نور یې له بېلابېلو دينونو پیروي کوي. د یادولو وړ ده، چې چیکیان پر خدای باور لري. یعنې مطلق ملحدين نه دي.

 

په زړه پورې معلومات

 

  • د کلاګانو هېواد؛ په چیک جمهوریت کې نږدې ۲۰۰۰ سترې کلاګانې او پاتې شونې یې موجود دي، چې په نړېواله کچه په یوه هېواد کې دا لوی رقم ګڼل کېږي.
  • د غرونو وطن؛ کولای شو، چې ووایو، دا هېواد په بشپړه توګه د غرونو د لړۍ په واسطه احاطه شوی دی.
  • د عاید وطن؛ که د سړي سر عايد محاسبه شي، په دې برخه کې د پراګ اوسيدونکي په ټوله اروپا کې لومړی مقام لري.
  • په دویمه نړېواله جګړه کې المانيانو ددې هېواد د مالکيت دعوه درلوده، د چیک اوسېدونکي اکثریت اسلاو قوم پورې اړوندېږي؛ مګر یو شمېر یې د الماني ريښې دعوه هم لري.
  • د نړۍ تر ټولو لویه ودانۍ د "پراګ کلا" بلل کېږي، چې د دنیا د ریکارډونو په کتاب "ګینیس" کې هم نوم ثبت شوی دی.
  • د چیک جمهوریت له دوو پادشاهيو جوړی شوی دی. له تاریخي نظره، د چیک جمهوریت له Bohemia او March of Moravia څخه تشکیل شوی دی.
  • په چیک کې تر ټولو مشهوره لوبه هاکي ده.
  • په ټوله اروپا کې مجهز طبي اسانتياوې لري.
  • ددې هېواد د پیسو واحد کرون دی.
  • د چیک په جمهوریت کې تر ټولو لوړ ځای Snezka نومېږي، چې "۱۶۰۲ متره" لوړوالی لري.
  • ددې هېواد نوي سلنه وګړي په متوسطه کچه زده کړې کړي دي.
  • په پراګ کې د چارلز پوهنتون په ختيځه اروپا کې تر ټولو پخوانی پوهنتون بلل کېږي، چې په "۱۳۴۸م" کال کې تاسیس شوی دی.
  • په شرقي اروپا کې دویم شتمن هېواد بلل کېږي.

Related Articles

Mar 11, 2021
2,458 views

گنجینه ی پشتو

گنجینه ی پشتو مصطفی عمرزی در سلطنت به یادمانی اعلی حضرت شاه محمد ظاهر(رح)، زبان پشتو، فراتر از سلایق و پرداخته های خورد و ذوقی، مورد توجه واقع می شود. با رسمیت زبان پشتو در سال 1936 میلادی، استراتیژی رشد این زبان، اجندایی و برنامه یی می شود. در این...

Oct 12, 2020
4,161 views

اپلاتون (افلاطون) څوک و ؟

اپلاتون د سقراط ( Socrat )شاګرد او د ارسطو ( Aristotle) استاد و .مبالغه به نه وي که ووايو چې اپلاتون د نړۍ تر ټولو نامتو فېلسوف او عالم و . د هغه د مړينې څخه د شاوخوا 2400 کلونو تېرېدلو وروسته هم د هغه نوم د خلکو په ژبه دی ، لا هم په شعرونو او متلونو...

Aug 28, 2021
6,701 views

ډیپریشن (ژور خفګان) او درملنه یې

هره هغه کړنه، چې پرله پسې تکرارېږي او د انسان په روان منفي تاثیر وکړي، رواني ناروغي ګڼل کېږي. رواني ناروغي یو جسمي احساسي غبرګون دی، چې د پېښې په مقابل کې هغه وخت منځ ته راځي، کله چې د انسان اړتیاوې زیاتې او امکانات کم وي، نو دغه ډول ناروغي رامنځته ک...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,743 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,142 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,030 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...