ویلیام بلیک وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 29, 2021
4 years ago
3,055 views
ویلیام بلیک وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ نامتو لیکوالو په نوملړ کې "ویلیام بلیک" هم د ښه نوم او مقام خاوند دی. نوموړی یوازې لیکوال نه و؛ ښه انځورګر او حکاک هم و. په دې لیکنه کې د نوموړې پېژندنه، ویناوې او د شعر بېلګه ولولئ!

 

ویلیام بلیک څوک و؟

د انګلستان هېواد ددې ستر ادیب او انځورګر بشپړ نوم ویلیام بلیک "William blake" دی. نوموړي په "۱۷۵۷زیږديز" کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. دی د نړۍ په یو لوی او مشهور ښار (لندن) کې وزېږېد. د مور او پلار په اړه یې ډېر څه نشته، خو خپله یې له یوې نالوستې نجلۍ سره واده کړی و. په ماشومتوب کې یې د ملټن آثار، لاتيني کتابونه، د شکسپير شعرونه، انجيل او د وخت ورته نور آثار یې لوستي و. رسمي زده کړې یې د انځورګرۍ په برخه کې کړې وې او په همدې برخه کې یې د تدریس چاره پرمخ وړله. 

بلیک په ژوند مئين انسان و؛ د نوموړې مېرمنه چې نالوستې وه، وکولای شول د بلیک په مرسته لوست او حکاکي زده کړي.

مشهور آثار یې، "د تل کتاب"، "بیت المقدس"، "د تجربې غزلونه"، "د سپېڅلتيا غزلونه" یې مشهور آثار دي. له ګڼو ادبي او هنري فعالیتونو وروسته د اویا کلونو په عمر ومړ.

 

د بلیک ویناوې

  • هڅه وکړه، چې د نېکمرغۍ او خوشحالۍ خبرې زیاتې په خوله راوړې، نه د غم او بدمرغۍ.
  • د دښمن بخښل، د دوست تر بخښلو اسانه دي
  • که غواړې د ګل له ښکلا او بوی څخه خوند واخلې، باید اغزي یې هم وزغمې.

 

 

د شعر بېلګه

زه دې وینم، چې رنځور یې سور ګلابه

ژر به ولوېږې، د ژوند له آب او تابه 

یو چینجی دی، چې په سترګو نه ښکارېږي

نه په شپه او نه په ورځ کې معلومېږي

خپروي په نیمه شپه کې وزرونه 

په توپان کې یې په برخه دي مزلونه

ستا بستر دی، دې ظالم چینجي لیدلی

تر غونچې پورې څو ځله درغلی

ستا پر سر نازکو پاڼو باندې پرېوځي

ستا د زړه ستا د سینې په اوبو کښېوزي

له ښکلا سره دې کړي نامرده مینه

وچوي دې د سینې رنګينه وینه

Related Articles

Jul 06, 2020
6,828 views

پلان څه شی ده؟

پلان له وړاندي څخه  جوړي شوي ذهني طرحي څخه عبارت دى چي دهغې په مرسته په منظمه اوسيستماتيکه توگه خپلو اهدافوته رسيدلي شو. مخکي دکار دترسره کولو نه په ذهن کي يو چوکاټ جوړول چي نوموړي فعاليتونه څه ډول ترسره شي هغي ته پلان وايي. د پلان په وسیله کولی شو...

Dec 29, 2020
2,412 views

کوانټم کمپیوټېنګ (Quantum Computing)

کوانټم کمپیوټېنګ (Quantum Computing)کوانټم کمپیوټېنګ یو ډېر خطرناک او ویروونکی نوښت ښکاري سره د دې چې لا تر اوسه پورې په تحقیقاتي او څیړنیزو حالاتو کې موقعیت لري بیا هم ځینې څیړني نوموړی نوښت د تکنالوژي په برخه کې یو ډېر خطرناک او بې ساري نوښت ګڼي. ن...

Jun 29, 2021
2,827 views

یونان؛ د تمدن د پیل مرکز

ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ له سلګونو هېوادونو یې ممکن موږ یوازې د لسګونو له نومونو سره اشنا یو او کېدای شي د ګوتو په شمار هېوادونو په اړه معلومات ولرو. کتابتون ویبسايټ د خپلو لوستونکو د معلوماتو ډېرولو په پار د وطنونو لړۍ پيل کړې ده. ددې لړۍ په دې لی...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,287 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,290 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,465 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...