ویلیام بلیک وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 29, 2021
4 years ago
3,050 views
ویلیام بلیک وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د نړۍ نامتو لیکوالو په نوملړ کې "ویلیام بلیک" هم د ښه نوم او مقام خاوند دی. نوموړی یوازې لیکوال نه و؛ ښه انځورګر او حکاک هم و. په دې لیکنه کې د نوموړې پېژندنه، ویناوې او د شعر بېلګه ولولئ!

 

ویلیام بلیک څوک و؟

د انګلستان هېواد ددې ستر ادیب او انځورګر بشپړ نوم ویلیام بلیک "William blake" دی. نوموړي په "۱۷۵۷زیږديز" کال کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې. دی د نړۍ په یو لوی او مشهور ښار (لندن) کې وزېږېد. د مور او پلار په اړه یې ډېر څه نشته، خو خپله یې له یوې نالوستې نجلۍ سره واده کړی و. په ماشومتوب کې یې د ملټن آثار، لاتيني کتابونه، د شکسپير شعرونه، انجيل او د وخت ورته نور آثار یې لوستي و. رسمي زده کړې یې د انځورګرۍ په برخه کې کړې وې او په همدې برخه کې یې د تدریس چاره پرمخ وړله. 

بلیک په ژوند مئين انسان و؛ د نوموړې مېرمنه چې نالوستې وه، وکولای شول د بلیک په مرسته لوست او حکاکي زده کړي.

مشهور آثار یې، "د تل کتاب"، "بیت المقدس"، "د تجربې غزلونه"، "د سپېڅلتيا غزلونه" یې مشهور آثار دي. له ګڼو ادبي او هنري فعالیتونو وروسته د اویا کلونو په عمر ومړ.

 

د بلیک ویناوې

  • هڅه وکړه، چې د نېکمرغۍ او خوشحالۍ خبرې زیاتې په خوله راوړې، نه د غم او بدمرغۍ.
  • د دښمن بخښل، د دوست تر بخښلو اسانه دي
  • که غواړې د ګل له ښکلا او بوی څخه خوند واخلې، باید اغزي یې هم وزغمې.

 

 

د شعر بېلګه

زه دې وینم، چې رنځور یې سور ګلابه

ژر به ولوېږې، د ژوند له آب او تابه 

یو چینجی دی، چې په سترګو نه ښکارېږي

نه په شپه او نه په ورځ کې معلومېږي

خپروي په نیمه شپه کې وزرونه 

په توپان کې یې په برخه دي مزلونه

ستا بستر دی، دې ظالم چینجي لیدلی

تر غونچې پورې څو ځله درغلی

ستا پر سر نازکو پاڼو باندې پرېوځي

ستا د زړه ستا د سینې په اوبو کښېوزي

له ښکلا سره دې کړي نامرده مینه

وچوي دې د سینې رنګينه وینه

Related Articles

Jun 15, 2022
9,004 views

ژوند څه شی دی؟

وایي:  "ژوند د B څخه تر D پورې دی خو د B او D تر منځ C دی؛ نو C څه شی دی؟" ژوند د زیږون څخه تر مړینې (مرګ) پورې دی او تر منځ یې انتخاب، غوره کول او پریکړه شتون لري. زیږون/زیږېدل = B=Birth مرګ/مړینه = D=Death انتخاب/غوره کول = C=Choice ژوند د ا...

Jun 08, 2023
1,216 views

د کور عایق کول  House insulation

د کور عایق کول      House insulationایا غواړۍ چې په ګرمۍ کې مو کور یخ وي ؟  ایا غواړۍ په یخنۍ کې مو کور ملایم ګرم وي ؟ که داسې کور غواړۍ نو ددې ستونزې حل ډیر اسانه او ارزانه دي ،دداسې کور د  د جوړولو پرمهال په کې عایق وکاروۍ .د عایق په کارولو سره انر...

May 27, 2025
1,141 views

د پیسو چاپ او کنټرول

۱. د پیسو چاپ څه ته وايي؟ د پیسو چاپ هغه بهیر ته ویل کېږي چې یو هېواد له خپل مرکزي بانک څخه نوي پیسې جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي. دا پیسې کولای شي کاغذي وي، یا هم سکې (فلزي پیسې). د پیسو چاپ یواځې د حکومت له‌خوا ترسره کېږي، او دا کار باید ډېر دق...

Recommended For You

Jun 02, 2023
30,281 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,287 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,460 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...