د المپيک لوبو لنډه تاريخچه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 26, 2021
4 years ago
3,012 views
د المپيک لوبو لنډه تاريخچه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

المپيک لوبې څه دي؟ چېرته رامنځته شول؟  څنګه یې بشپړتیا ومونده او اوسنۍ بڼه یې غوره کړه؟ د لیکنې تر پایه به ددې ټولو پوښتنو ځواب ومومئ.

المپيک د ورزشي لوبو تر ټولو ستر جشن دی. تاریخ لیکونکي پر دې باور دي، چې دا لوبې د لومړي ځل لپاره په لرغوني یونان کې ترسره شوې؛ خو په اوسنۍ بڼه د نولسمې پېړۍ په وروستيو کې پیل شوې.

په لرغوني وختونو کې اکثرو جشنونو مذهبي رنګ درلود؛ نو ځکه خو د المپيک جشن هم زیوس (د لرغوني يونان ستر خدای) ته د احترام لپاره په المپيا کې ترسره کېده.

المپيا په یونان کې د یوې دښتې نوم هم دی، چې په اوس وخت کې د نړېوال ميراث په توګه له یونیسکو سره هم ثبت شوی دی. د المپيک لوبې ګډونوال به هغه نارینه وو، چې شتمن وو. یونانيانو به دا جشن اکثره په جنګونو کې تر بیا وروسته او یا هم د واکمنانو د پيدايښت او مړينې په ورځو کې ترسره کاوه. البته دا لوبې به هر څلور کاله وروسته ترسره کېدې. په لومړيو کې یوازې غير حرفوي لوبغاړو د ګډون حق درلود؛ مګر وروسته مسلکي لوبغاړو هم په دې لوبو کې د ګډون حق ترلاسه کړ.

د لومړي ځل لپاره دا جشن په "۷۷۶" قبل المیلاد کال کې ترسره شو او تر "۳۹۴" میلادي کال پورې یې دوام وکړ؛ مګر کله چې روميان پر یونانيانو برلاسي شول المپيک لوبو خپل شهرت او خوند له لاسه ورکړ. په دې وخت کې له حېواناتو سره د انسان د مقابلې لوبو بازار تود شو. ښه مثال یې د "غوا او انسان" خطرناکه لوبه ده، چې اوس هم په اروپايي هېوادونو کې ترسره کېږي.

په لرغونو وختونو کې غلامانو نه شوای کولی په المپيک لوبو کې ګډون وکړي، یوازې او یوازې آزادو انسانانو په دې جشن کې د ګډون حق درلود. له واده شوو نجونو هم د ګډون حق اخیستل شو و. یوازې مجردو نجونو د مسابقې حق درلود؛ خو هغوی به هم د زیوس مېرمنې په ستاينه کې له اصلي جشن یوه ورځ وروسته سیالۍ کولې. په لومړيو کې یوازې د ځغاستې سیالي د المپيک جشن برخه وه؛ خو وروسته غېږه نېونه، بوکس او ټوپ وهل ور زیات شول.

 

په نوي شکل د المپیک لوبې

له "۳۹۴م" کال وروسته د المپيک لوبې وځنډېدې؛ آن تر "۱۸۹۶م" پورې بېخي له پامه غورځول شوې وې. همدارنګه د المپيا ميدان هم په سختو زلزلو کې له منځه تللی و.

بالاخره په "۱۸۹۶میلادي" کال کې د المپيک غونډه ترسره شوه او د ګڼو هېوادونو ملاتړ یې ترلاسه کړ. په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې دا لوبې به په هرو څلورو کلونو کې په یوه ستر هېواد کې ترسره کېږي. ددې ترڅنګ "د المپيک نړېواله کمېټه" هم رامنځته شوه، ترڅو دا لوبې چمتو او دقیقه څارنه یې وکړي. اوسمهال د نړۍ ګڼې لوبې ددې جشن برخه دي او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لوبغاړي خپله وړتيا او استعداد د نړۍ مخې ته څرګندوي.

Related Articles

Aug 03, 2021
2,676 views

چيک جمهوريت وپېژنئ!

ژباړه ـ ریاض مقامزی د نړۍ د ښکلو او لرغونو هېوادونو په لړ کې د چیک (چک) هېواد نوم هم د پام وړ دی. تاریخي کلاګانې، د ژوند مناسب شرایط، طبیعي ښکلاوې او ورته مسایل هغه څه دي، چې ددې هېواد برم یې ساتلی دی. تاسو به په دې لیکنه کې د چیک جمهوریت په اړه هر...

Mar 13, 2023
1,430 views

له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب

له مور او پلار سره د تعامل 35 اداب(1) د هغوۍ په حضور کي موبایل بې ضرورته نه استعمالول(2) د هغوۍ خبرو اوریدلو ته خاموش اوسیدل(3) د هغوۍ نظر پوره اوریدل او منل(4) د هغوۍ د خبرو موافق عمل کول(5) په مجلس کي هغوۍ ته په عاجزۍ سره کتل(6) همیشه د هغوۍ ستاینه...

Oct 04, 2020
16,659 views

کوم ډول خلک بايد کېله ونه خوري

که څه هم کېله ځيني ګڼې ګټي لري خو دغه ميوه ځينې عورايض او تاووانونه هم لري.چې په لاندي ډور ورته اشاره کوو. دغه خوږ ميوه د خپل ځانګړي خوند، او نرموالي له امله په ټوله نړۍ کې مشهوره ده. ګېله کوم ډول زيانونه لري. ۱: د وزن زياتوالی دـ ځينو نورو خوړو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,521 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...