هاینریش هاینه وپېژنئ!

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 22, 2021
4 years ago
3,304 views
هاینریش هاینه وپېژنئ!

لیکنه ـ ریاض مقامزی

 

په نړۍ کې ډېر شمېر شاعران تېر شوي او لا هم دا لړۍ روانه ده؛ مګر د ګوتو په شمار شاعران او لیکوال پر نړيوال دريځ ځان څرګندوۍ. یو له دې نوموتو شاعرانو څخه د المان ستر شاعر "هاینریش هاینه" دی. تاسو به په دې لیکنه کې د نوموړي په اړه بشپړ معلومات ترلاسه کړئ. 

 

هاینه څوک و؟

د المان هېواد ددې ستر شاعر بشپړ نوم هاینریش هاینه "Heirich Heine" دی. نوموړی په "۱۷۹۷" زیږدیز کال کې د آلمان په "دوسلدورف" ښار کې وزېږېد. مور او پلار یې د شالونو د خرڅلاو کار کاوه، نو ځکه کورنۍ یې بډايه نه وه. په دیني لحاظ یې د کورنۍ غړي یهوديان وو. 

نوموړی یو ذهین ماشوم و؛ دا چې په کورنۍ کې د څلورو خویندو ترمنځ لومړنی ورور و، نو ځکه نازولی هم و. له ډېرې مینې یې کور کې ورته "هاري" نوماوه.

کله چې یې ښوونځی بشپړ کړ، په "۱۸۱۳" زیږدیز کې یې مور او پلار نوموړی فرانکفورت ته ولېږه، ترڅو هلته صرافي وکړي. په دې وخت کې د هاینه عمر شپاړلس کاله وو. دا عمر د روانپوهنې په لحاظ هغه وخت بلل کېږي، چې انسانان له شتمنۍ او پیسو سره مینه لري؛ مګر هاینه د پیسو پر ځای له زده کړو سره مینه درلوده. له یو څه مهال وروسته یې په فرانکفورت کې زړه تنګ شو او بېرته خپلې سیمې (دوسلدورف) ته ستون شو.

وروسته د خپل مهربانه تره "کاکا" په غوښتنه فرانکفورت ته لاړ. هغه یې د زده کړو مصارف ومنل او په دې توګه هاینه په فرانکفورت کې د حقوقو پوهنځی پیل کړ. مګر له یو کال زده کړو وروسته هلته په درسونو بندیز ولګېد. له یو څه ځنډ وروسته د زده کړو لپاره برلین ته لاړ؛ هلته یې د مېرمن "فان اینسي" هغه دېرې ته لاره ومونده، چې د وخت نامتو پوهانو په کې ناستې او مجلسونه کول. نوموړي هلته ډېر مسایل زده کړل. همدارنګه په برلین کې له لوی فیلسوف "هیګل" څخه هم زده کړې وکړې. وروسته د برلین له پوهنتون څخه "ګیتینګین" پوهنتون ته لاړ؛ هلته یې د حقوقو په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ.

په "۱۸۲۵" زیږدیز کال کې یې خپل دین له یهودیت څخه مسیحیت ته بدل کړ. همدارنګه بېلابېلو سیمو ته یې سفرونه هم ترسره کړل او د وخت له نامتو لیکوالو سره یې لیده کاته کول. 

د نوموړي مشهور آثار عبارت دي له: "اوسني شعرونه"، آتاترول"، "فرانسوۍ چارې"، "رومانیک ښوونځی" او "د فلورینتین شپې".

هاینه له ګڼو ادبي منډو ترړلو وروسته په "۱۸۴۵م" کې ګوزڼ وواهه. اووه کاله په بستر پرېوت. بالاخره په "۱۸۵۶م" کې د نهه پنځوسو کالو په عمر ومړ. 

اوس مهال د "دوسلدروف" ښار پوهنتون د "هاینریش هاینه پوهنتون" په نوم نومول شوی دی. 

 

 

د شعر بېګله

 

زما ترانې ټولې په زهرو لړلي دي 

ولې به نه وي لړلې؟

آیا تا زما د زندګۍ په جام کې زهر توی نه کړل؟

زما ترانې ټولې په زهرو لړلي دي 

آیا زه پخپل زړه کې په زرهاوو ماران نه لرم؟

آیا له دغو ټولو مارانو بغیر

ته زما په زړه کې ځای نه لرې؟

ای زما دلداره!

Related Articles

Apr 09, 2022
1,388 views

هغه اصطلاحات چې په عدلي طب کې کارول کېږي

 لیکنه ـ وړانګه اکبر Abrasion: پوستکي ته په سطحي ډول زیان رسېدل د abrasion په نوم یادېږي چې په اصل کې د ټپ یو ډول دی.کله چې د پوستکي سطحي برخه د کوم ځيږ څيز سره په تماس کې راشي،ګرېدلی ښکاري چې همدا ګرېدنه د abrasion په نوم یادېږي او شونې ده چې بېلاب...

Dec 26, 2020
2,781 views

لاځوابه پوښتنې

لاځوابه پوښتنې هغه ډول پوښتنې دي، چې د ځان ارزونې او ځان پوهونې په موخه له موږ سره ترټولو زیاته مرسته کوي، دا پوښتنې کومه هوايي او تیوریکي بڼه نه لري، بلکې ددې پوښتنو هرځواب، هر لوستونکی د عمل ډګر ته بیایي، هلته يې خپل ځان او حالت ته په دقیق ډول متوج...

Jul 22, 2020
3,503 views

مطالعه ولې مهمه ده او څنګه يې دود کړو؟

زما شخصي تجربه داده چې کتاب لوستل انسان سيدې لارې ته وربولي او له کږو لارو يې را ګرځوي، زه د خپل عمر هغه وخت په ياد لرم چې سواد مې زده وو خو مطالعه مې نکوله او هماغه وخت چې له نن سره پرتله کوم په ځان کې زيات توپير وينم دغه توپير چې د تجربې او مطالې ل...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,530 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...