د غوښې روغتيايي زیانونه

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 20, 2021
4 years ago
3,584 views
د غوښې روغتيايي زیانونه

ژباړه ـ ریاض مقامزی

دا سمه ده، چې غوښه ګڼې ورغتيايي ګټې لري. په خپل غذايي رژيم کې باید حتما غوښې ته ځای ورکړو؛ مګر په هر څه کې افراط او تفریط له ستونزو خالي نه وي. که ډېره غوښه خورئ پرته له شکه به ډېرې روغتيايي ستونزې هم تجربه کړئ. په دې لیکنه کې پر همدې موضوع خبرې شوي دي. د لیکنې تر پایه به پوه شئ، چې غوښه کومې روغتيايي ستونزې پېښولای شي.

 

د غوښې زیانونه

 

د وزن ډېرښت

که څه هم زموږ افغانان چاغوالی د ښه صحت په توګه تعبیروې، مګر په نوره نړۍ کې دا جدي روغتيايي ستونزه ګڼل کېږي. که ډېره غوښه خورئ، نو وزن مو له مناسبې اندازې ډېرېږي او له ګڼو ستونزو سره به مخ شئ.

 

د ژر زړښت سبب کېږي

ژر زړښت د غوښې یو له هغو زیانونو څخه دی، چې ممکن ډېر خلک ترې خبر نه وي. له همدې امله روغتياپالان توصیه کوي، چې د غوښې پر ځای سبزیجات او مېوې وخورئ.

 

انرژي مو کموي

دا به ډېره جالبه وي، چې پوه شئ غوښه د انرژۍ د ډېروالي پر ځای کموي. ددې پر ځای هڅه وکړئ، مېوې او سبزیجات وکاروئ. ترڅو بدن مو د خپلو ورځنيو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره په کافي اندازه انرژي ترلاسه کړي.

 

د بدن بوی ډېروي

ترسره شوې څېړنې ښيي، چې د هغو کسانو بدن چې ډېره غوښه خوري، نسبت هغوی ته چې کمه خوري بدن یې ډېر بوی کوي.

 

د وینې فشار لوړوي

غوښه د کلسترول څخه ډکه وي؛ له همدې امله ستاسو د بدن د وینې فشار لوړوي. خو هېره دې نه وي، چې په کمه (مناسبه) اندازه د غوښې استعمال د وینې فشار طبیعي (عادي) حالت ته ګرځوي.

 

د هاضمۍ سیستم ګډوډي

د غوښې له سختو زیانونو څخه چې باید اشاره ورته وشي، هغه د هاضمي سیستم ګډوډول دي. ددې اصلي علت دا دی، چې په غوښه کې د فایبر کچه ټيټه ده. همدارنګه په اختر کې په ناڅاپي توګه د ډېرې غوښې خوړل پخپله معدې ته د یو ډول فشار ور وستل دي. نو هڅه وکړئ، د خوند پر ځای خپل صحت غوره وګڼئ.

 

له دې ټولو سره ـ سره د غوښې نامنسابه خوراک، کولای شي دا لاندې ستونزې هم پيدا کړي.

  • ـ پر شکرې ناروغۍ د اخته کېدو ګواښ، د سبزي خوړونکو په پرتله په غوښه خوړونکو وګړو کې ډېر وي.
  • ـ په بدن کې د التهاب سبب کېږي.
  • ـ د ډېرو سرو کړو یا سیخ کړو غوښو خوړل د سرطان سبب کېږي. 
  • ـ د زړه ناروغۍ زېږولای شي.

 

د غوښې مناسبه اندازه څومره ده؟ 

د غوښې خوند او ګټو ته په کتو، ممکن له تاسو سره پوښتنه پيدا شوې وي چې د غوښې مناسبه اندازه څومره ده؟ موږ یې درته ځواب وايو.

د روغتيايي چارو شنونکي پر دې باور دي، چې د غوښې خوړلو مناسبه اندازه په اونۍ کې ۵۰۰ ګرامه ده. چې په ورځني ډول یې ۷۰ ګرامه ښودلای شو. که له دې کچې ډېره غوښه خورئ، نو حتما به له روغتيايي ننګونو سره مخ کېږئ.

Related Articles

Jul 17, 2022
2,765 views

کوچنی کارو بار (سوداګري): څنګه ځان لپاره يو کوچنی بزنس شروع کړو؟

هغه سوداګري يا کاروبار چې په کوچنۍ او ټاکلې کچه فعالیت کوي؛ کمه اندازه پانګونه په کې کېږي؛ د انساني ځواک شمېر يې لږ او مادي ځواک يې ټاکلی او يوازې يو څو ماشيونونه او نور تجهيزات ولري، کوچنۍ سوداګري ورته وايي او انګلېسي کې دا ډول بوختياوې د Small Scal...

Jun 17, 2022
1,671 views

ژغورونکی

حکايت دی، چې د سیند په غاړه ولاړ کس ناڅاپه یوه چیغه واورېده. یو څوک لاهو کېده او مرسته يې غوښته. ولاړ کس دریاب ته ودانګل، سړی يې بچ کړ؛ خو سا یې لا نه وه سمه شوې، چې د دوو نورو چېغې يې واورېدلې. ده هغوی هم له اوبو راوايستل وروسته يې يو بل کس او بيا څ...

Jul 06, 2020
6,751 views

پلان څه شی ده؟

پلان له وړاندي څخه  جوړي شوي ذهني طرحي څخه عبارت دى چي دهغې په مرسته په منظمه اوسيستماتيکه توگه خپلو اهدافوته رسيدلي شو. مخکي دکار دترسره کولو نه په ذهن کي يو چوکاټ جوړول چي نوموړي فعاليتونه څه ډول ترسره شي هغي ته پلان وايي. د پلان په وسیله کولی شو...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,435 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,076 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,827 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...