تور قارچ (قارچ سیاه) څه ډول ناروغي ده؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 15, 2021
4 years ago
2,866 views
تور قارچ (قارچ سیاه) څه ډول ناروغي ده؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی

په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د شمېر له ډېرېدو سره سم روغتيا وزارت د یوې بلې وژونکې ناروغۍ د خپرېدو خبر ورکړ. د ډېرو هېوادوالو لپاره ددې ناروغۍ نوم بېخي نوی و؛ نو د تل په څېر کتابتون ادارې وپتيېله، چې خپلو هېوادوالو ته ضروري معومات چمتو کړي.  په همدې موخه، په دې لیکنه کې ددې ناروغۍ پر پېژندنې او علایمو خبرې شوي دي. 

 

تورقارچ څه ډول ناروغي ده؟

ددې ناروغۍ علمي نوم "میوکورمایکوزیس" دی. دا د فنګسي (قارچې) ناروغيو یو نادر او وژونکی ډول دی. اصلي لامل یې د "میوکورماسیتیس" په نوم یوه ډله فنګس دي، چې د پوپنکو کورنۍ پورې اړوندېږي.

دا ناروغي د تنفس، له ککړې خاورې سره د تماس، پوپنک وهلو ډوډۍ، پر دې پوپنک ککړو توکو له لارې د انسان بدن ته داخلېږي او د انسان جوفونه، ځيګر، پوستکی او دماغ اغېزمنوي. 

له بده مرغه باید ووایو، چې دا آفت پر انسان د عمر په هره مرحله کې راتللای شي؛ ډېری هغه کسان پرې.اخته کېږي، چې د بدن کمزوری دفاعي سیستم ولري. 

د یادونې وړ ده، چې د شکر، ايډز، سرطان، په وینه کې د سپينو کروياتو کمښت، د اعصابو درمل خوړلو، د نشه یې توکو استعمال او ضعیف غذايي رژپم له کبله د انسان دفاعي سیستم کمزوری کېږي.

له دې ټولو سره د خوښۍ خبر دا دی، چې تور قارچ کومه ساري ناروغي نه ده، له ناروغ کس څخه روغ ته نه انتقالېږي.

 

د ناروغۍ نښې نښانې

ددې ناروغۍ نښې په دې پورې اړه لري، چې ناروغۍ د بدن کومه برخه ډېره اغېزمنه کړې ده او د بدن په کومه برخه کې وده کوي. مګر په ټوله کې له ځينو علایمو یادونه کوو. 

  • ـ تبه
  • ـ ټوخی
  • ـ د سینې درد
  • ـ د ساه لنډېدل
  • ـ د بدن د ځينو برخو پړسوب
  • ـ سردرد
  • ـ التهاب
  • ـ د پوزې ترڅنګ او د ژبې پر سر تور رنګه داغونه او زخمونه
  • ـ د خېټې درد
  • ـ زړه بدوالی
  • ـ وینه بهېدنه 
  • ـ نس ناستی 

که چېرې د بدن جلد (پوستکی) په تور قارچ ککړ وي، سور رنګه داغونه پيدا کوي او ورو ـ ورو دا داغونه تورېږي او ګرم والی پېدا کوي. دا ناروغي د وینې د جریان له لارې د بدن نورو برخو ته هم خپرېږي. په سختو ډولونو کې د رواني ګډوډۍ، کوما او آن د مرګ سبب کېدای شي.

همدارنګه په جدي ډولونو کې وینه، پنډ کېږي او د عصبي رګونو د ويجاړۍ سبب کېداي شي. که ددې ناروغۍ درملنه پر خپل وخت و نه شي، نو کېدای شي انسان ووژني. که څه هم ددې ناروغۍ په اړه دقیقا څه نه دي ویل شوي، خو روغتياپالان پر دې باور دي، چې که درملنه یې و نه شي، نو د پنځوس سلنه ناروغانو احتمال شته. له همدې کبله ددې ناروغۍ د نښو د لیدلو پر مهال باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي، ترڅو ستونزه تشخیص او مناسبه درملنه یې ترسره شي.

Related Articles

Aug 09, 2020
14,681 views

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو

د خپل مخ پوستکی څنګه ښکلی کړو، چې د هرچا د خوښې وړ وګرځي؟پر پوستکي مختلف داغونه د مختلفو عواملو له امله پیدا کېدی شي لکه د لمر د وړانګو له امله، د ځینو درملو د استعمال له امله او یا کېدای شي د عمر په زیاتېدا سره هم ځینې نښې نښانې را څرګندې شي. په هم...

Jun 07, 2023
1,484 views

پر ځان باور

پر ځان باور یا Self-Confidence په ټولنه کې ډیر خلک وینو چي په لوړ موقف یا ډیر بریالې دي. بریالیتوب او خپلو موخو ته رسېدل ډیر زحمت، او د بیلابیلو لارو چارو استفاده کول غواړي، چي یوه مهمه او بنسټیزه لاره یې په خپل ځان باور دی.پر ځان باور یا ډاډمنتیا چې...

Jun 18, 2023
2,233 views

پایلوچان او کندهاري پایلوچان څوک دي؟

پایلوچان او کندهاري پایلوچان څوک دي؟ نذیر احمد سپېڅلی پایلوچانو د ابولیث صفاري په وخت کي ژوند کاوه او نوې څهره یې په لومړي ځل د حاجي میرویس خان نیکه په وخت کي په کندهار کي راښکاره سوه. ډېر خلګ د پایلوچانو له نامه څخه غلط تعبییر اخلي خو حال دا چي پ...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,530 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,104 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,899 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...