ماشومان له مطالعې سره څنګه علاقه پیدا کوي؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 08, 2021
4 years ago
3,793 views
ماشومان له مطالعې سره څنګه علاقه پیدا کوي؟

کتابتون ویبسايټ د خپلو ګټورو لیکنو په لړ کې دا ځل د "ماشومانو روزنه" تر سرلیک لاندې د لیکنو لړۍ پيلوي. ددې لړۍ په لومړۍ لیکنه کې به زده کړئ، چې ماشوم څنګه له مطالعې سره علاقه پیدا کړي.

 

له مطالعې سره د ماشومانو علاقه

لومړی اړینه ده چې پوه شئ، ماشومانو ته په ډېر ویلو سره (چې درس ووایه، کتاب ولوله) د دوی شوق له کتاب سره نه ډېریږي. همدارنګه که له شدت او سختۍ نه ورسره کار واخلو مثلا غصه کېدلو، خفه کېدلو، وهلو او رټلو یا داسې نور نو ممکن د دوی شوق له مطالعې سره کم شي خو ډېر نه.

 

نو باید څه وکړو؟

دا تل یې په یاد ولرئ،

لومړی: ماشوم هغه وخت مطالعې او کتاب سره شوق پیدا کوي، کله چې د کورنۍ غړي په خاصه توګه پلار او مور د مطالعې شوق ولري. مثلاً که پلار یا مور خپله مطالعې ونه کړي، نو له اولاد څخه دې هم دا تمه نه لري، چې حتمي دې مطالعه وکړي. ځکه هغوی له دوی الګو او مثال اخلي. هغه کورنۍ چې لوستي (باسواده) کسان نه لري یا خپله دوی (پلار او مور) لوستي نه وي، نو دوی ته توصیه دا ده چی د خپل ماشوم په پار د ځینې وخت کتاب لاس کې اخلي. یا دې هم ځینې سوالونه ورته که څه هم زده یې وي د کتاب په خلاصولو سره ځواب کړي، یعنې ماشوم باید پلار او مور په لاس کې کتاب وویني او ماشوم باید پوه شي، چې که پلار او مور یې لوستي هم نه دي؛ خو شوق یې لري او عمل کی یې هم باید ورته وښایي.

 

دوهم: د کور او کورنۍ محیط کې باید مطالعې ته وخت ورکړل شوی وي. یعنې که په کور کې د کورنۍ ټول غړي په ساعتونو تلویزیون ته ګوري خو حتی نیم ساعت هم د مطالعې لپاره نه پاڅېږی او وخت نه ورکوي نو تمه مه لرﺉ چه د داسې کورنۍ ماشوم دې د مطالعې او کتاب اهل واوسي.

 

  • نور مهم ټکي

داسې مکوﺉ!

چې تاسې تلویزیون یا موبایل سره بوخت یاست او ماشوم ته ووایئ، چې ورځه هغه بله کوټه کې درس ووایه!

 

داسې وکړﺉ!

  • بیا هم وایو که ماشوم یو سوال وپوښتي که څه هم په ځواب یې پوهیږئ؛ خو د یو کتاب له خلاصولو نه وروسته یې ورته ځواب کړﺉ. تر څو هغوی پوه شي چې کتابونو کې هر ډول موضوعاتو شته او دوی هم خپلې پوښتنی هلته ځواب کولای شي.
  • په سهار یا ماښام کې یو ساعت د ټولو لپاره د مطالعې ساعت وټاکئ، هغه وخت کې دې د کورنۍ هر غړی کتاب راواخلي، که څوک لوستي وي یا نالوستي.
  • په کور کې کتابونه باید موجود وي او لاسرسۍ ورته آسانه وي.
  • ماشومانو ته په شوق، لوړ آواز او ښکلی لهجه کتاب لولئ.
  • ماشومان کتاب پلورنځیو ته بیایئ او ښه کتابونه ورته اخلئ.

 

ددې لړۍ په بله لیکنه کې د ماشومانو اړوند پر کومه موضوع پوهېدل غواړئ؟

خپل نظر کمینټ کې پرېږدئ، ترڅو موږ پرې لیکنه چمتو کړ.

 

لیکنه: لیمه دلیل

Related Articles

Oct 10, 2023
1,584 views

مسجدالاقص او ژیړ رنکه ګنبده فرق

په بیت المقدس کې د مسجد قبة الصخره ګنبده د اسلامي معمارۍ په تاریخ کې تر ټولو لرغوني ګنبده ده چې په ۷۲ هجري کال کې جوړه شوي.یوه یادونه باید وکړم ځیني ملګري ژیړ رنګه ګنبده د مسجد الأقصی په نوم یادوي پداسې حال کې چې اصلاً دغه د قبة الصخرة ګنبدې په نوم ی...

Dec 28, 2020
2,579 views

د قوانينو د انفاذ مراحل!

ليکنه:  ولي الله حنيفي  هر وخت چې يو قانون وضع کېږي، لاندې مرحلې طی کوي، د تسويد مرحله، د تدقيق مرحله، د تصويب مرحله، د توشېح مرحله، د نشر مرحله، د مهلت مرحله او د انفاذ مرحله، چې په لاندې ډول يې د بحث لاندې نيسو.  ۱: تسويد مرحله: د تسويد مرحله د ق...

Jan 15, 2023
1,445 views

د جزا په قانون کې د خنثی اشخاصو جنسي جرمونه || Sexual crimes of non-binaries in Penal Code of Afghanistan

نام نویسنده: محمدمصطفی محمدیار (کارشناس ارشد در رشته حقوق خصوصی) Writer’s name: Mohammad Mustafa Muhammadyar د هېواد د جزا قانون د ۱۳۹۶ کال مصوب، چې د بل هر انساني کار په څېر، د انسان له لنډ فکر څخه سرچینه اخستلي، د ډېرو ګټو ترڅنګ ګڼې نیمګړتیاوې هم...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,522 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,101 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,892 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...