آیا د ذهني آرامۍ پر دې لارو چارو پوهیدئ؟

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 05, 2021
4 years ago
2,646 views
آیا د ذهني آرامۍ پر دې لارو چارو پوهیدئ؟

لیکنه: لیمه دلیل

ذهني آرامي او د ذهن کنټرول

  • آیا تاسو هم له ډیرو فکرونو ځوریږئ؟
  • آیا ذهن مو خپل کنټرول کې دی؟

که ژوند کې بریا غواړئ، نو له ذهن نه مو باید په غوره شکل استفاده وکړﺉ او دا هغه وخت شونې ده چه ذهن مو راټول وي او خپل افکار مو کنټرول کې وي. خو که فکرونه کنټرول نه کړئ، دا به ستاسو او د ژوند تر منځ ډیر واټن رامنځته کړي.

 

بې کنټروله ذهن ته د هر ډول فکرونو تګ راتګ بې له کومې دمې څخه ممکن په ساعتونو دوام وکړي. دا ډول به مو ذهن ډیر مصروف وي او دا به یې ستړی کړي. په پایله کي به مو په وجود کی هم بې له دې چې کوم کار مو کړی وي ژوره ستړیا احساس کوئ. دا فکرونه به هر ډول وي راځی، دمه کوي او تاسو ځان سره مصروفوي. همداسې دا ځي بل راځی. مثلاً که تاسو نیم ساعت خپلې سترګې پټې کړﺉ او ذهن ته متوجه شئ، و به ګورئ چې ډېر زیات او هر ډول فکرونه دي، چې ذهن ته مو ځي او راځي. ممکن دا فکرونه د کور، دفتر، مملکت، خلکو، ژوند، تېرمهال، راتلونکې او... اړوند واوسي.

 

خو اصلی موضوع دا ده چه که ذهن مو خپل تسلط او اختیار کی ونه نیسئ، تاسې به د آرام ذهن او آرام ژوند له نعمت څخه بې برخي شئ. ممکن ژوند کې ډېر څه ولرۍ خو چې فکري آرامښت و نه لرئ، داسې یې وګڼئ چې هیڅ نه لرئ.

تاسو باید پام وکړﺉ چې د خپلو فکرونو بنديوان نه شئ.  مولانا څه ښه وایي: "بریا د هغو انسانانو په برخه ده، چې د خپلو افکارو حاکم و اوسي نه محکوم." او دا حتی د خوشبختۍ یو لوي راز ده چه ذهن مو خپل کنټرول کې ونیسئ او هر ډول فکر بې له خپلې اجازې ذهن ته ور پرې نږدﺉ.

 

دوه مهم تکتیکونه

په دې برخه کې به تاسو د ذهن د کنټرول او پر فکر د واک پيدا کولو دوه ډېرې آسانې او ښې طریقې وپېژنئ. ترڅو په راتلونکي کې د خپل فکر اختیار پخپل لاس کې واخلئ. 

 

لومړی

که غواړئ چې ذهن مو کنټرول کړﺉ، یعنې ذهني آرامښت او تمرکز ولرئ باید د مزاحم کوونکو افکارو راتګ ته "نه" ووایئ. داسې چې مزاحم فکر مخاطب کړﺉ او ورته ووایئ: "زه اوس نه غواړم ستا اړوند فکر وکړم." که د فکر مزاحمت او راتګ بېحده زیات وو نو نظر په موضوع د یو څو شېبو یا یو ساعت لپاره ورته یا هماغه اوس او یا وروسته وخت ورکړئ او په اړه یې فکر وکړئ، خو بیا بېخي د هغه اړوند فکر مه کوﺉ. دا ممکن لومړیو کې سخت وي؛ خو ورو ـ ورو ذهن عادت کېږي. کله چې ذهن وګوري تاسو هر ډول فکر ته په هر وخت کې د راتګ اجازه نه ورکوئ وروسته یې دی هم پر مخ دروازه بندوي او ذهن به مو په مربوطه موضوع کومه چې تاسو غواړئ متمرکز وي.

 

دویم

بل دا چې که ذهن د یو څه مودې لپاره بېخي له هر ډول فکر او سوچ لرې او کاملاً تش وساتئ، یعنې ذهني سکوت ولرئ نو عالي بدلون به ووینئ. که حتی د دېرشو ثانیو لپاره هم ذهن تش وساتئ ممکن د ساعتونو ـ ساعتونو ستړیا مو رفع شي. د دې لپاره هم یو میتود دا ده چې ذهن ته ووایئ : "زه ګورم چې اوس مې لومړی کوم فکر ذهن ته راځي؟ "ستاسو به پام شي چې ذهن ته به مو د یو څه مودې لپاره هیڅ هم رانه شي داسې به ډېر زیات د آرامۍ احساس وکړﺉ.

دا ډول د ذهن کنټرول په تمرین او د وخت په تېرېدو سره لا پیاوړی کولای شئ. یوازې باید په جدیت او قاطعیت سره ادامه ورکړئ.

د خپل وخت او انرژۍ ضایع کول بند کړﺉ. د پیاوړي ذهن، ژور تمرکز او ذهني آرامښت سره مو ژوند ته خوشحالي راولئ.

Related Articles

Apr 04, 2023
1,327 views

Steel Hook سیخ چنګک کړل

#موضوع: د سیخ چنګک (Steel Hook) اندازي محاسبه په مختلفو زاویو bend،  او overlap حالت کې محاسبه.#ژباړن. استاد صابرشاه صابريکله چې یو سیخ په مختلفو زاویو لکه °90, °45 او °180درجو سره سیخ کوږ شوي وي یا چنګک یې اخیري برخه کې جوړ شوي په لاندې ډول اضافه طو...

Mar 01, 2021
2,015 views

د نړۍ لس تر ټولو مشهورې ژبې

دوه پوښتنې :ا. نړۍ کې په کومو ژبو تر ټولو زېاتې خبرې اترې کېږي ؟ځواب :1. انګريزي ، چې 1 میلیارد او 132 ميليونه خلک پرې غږېږي2. چينايي ، 1 ميليارد او 117 ميليونه خلک3. هندي ، 615 ميليونه4. هسپانوي ، 534 ميليونه5. فرانسوي ، 280 ميليونه6. عربي ، 274 ميل...

Sep 07, 2021
3,721 views

د وږو لس روغتيايي ګټې

ژباړه ـ ریاض مقامزی  د اوړي په را رسېدو سره د وږو بازار هم ګرم وي؛ وږي د ښه خوند له کبله ګڼ شمېر خوښوونکي لري. په کلیوالو سیمو کې ځوانان سره ټولېږي او په ګډه د وږو پخولو مېله کوي. دې چارې ته "ډاډه" ویل کېږي. خو اوس پوښتنه دا ده، چې وږي کومې روغتيايي...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,978 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,203 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,188 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...