څو جملې څو کتابه (۲)

R
Riaz Muqamzai
Author
Jul 02, 2021
4 years ago
3,784 views
څو جملې څو کتابه (۲)

لیکنه ـ ریاض مقامزی

د کتابتون ویبسايټ اداره تل په دې هڅه کې ده، چې د خپلو لوستونکو د فکري ودې او پرمختګ لپاره لیکنې چمتو کړي. ددې هڅې په جریان کې کتابتون د معلوماتي لیکنو بېلابېلې لړۍ پیل کړي دي. دا د "څو جملې څو کتابه" لړۍ دویمه لیکنه ده.

د لیکنو په دې لړۍ کې ډېرې معلوماتي خبرې نه وي، بلکې یوازې څو جملې وي او لوستونکي د همدې جملو په بار ـ بار لوستلو سره د ویناوو معناوې او درسونه پیدا کوي. د ارواپوهنې وروستۍ څېړنې هم دې پایلې ته رسېدلي، چې انسان په تفکر سره تر هر څه ښه زده کړه کولای شي. 

د "څو کتابه څو جملې" په دې لیکنه کې به تاسو ته د روسیې د نامتو ریالیست لیکوال نیکولای ګوګول (Nikolao Gogol) څو ويناوې ولولئ. دا عادي ویناوې نه دي. بلکې هره جمله د یو کتاب خبرو خلاصه ده. نو تاسو د یو ښه لوستونکي په توګه باید هره جمله په دقیقه توګه ولولئ او معنا یې هضم کړئ. 

 

د ګوګول څو خبرې  

  • ـ  د ژوند په ډګر کې خپله هڅه وکړئ، که بریالي نه شوئ، لږ تر لږه خپل وجدان ته خو به ملامت نه یئ. 
  • ـ یو بې ځايه شک، ډېرې پر ځای پرېکړې خاورې کوي. 
  • ـ د انسان ژبه هغه مار دی، چې بېرته پخپله انسان چیچي.
  • ـ د تخلیق له خونده بل لوړ لذت نشته.
  • ـ تاسو دې ته وګورئ، چې څوک ستاسو خوښېږي او که نه؟ دې ته مه ګورئ چې تاسې د چا خوښېږئ.
  • ـ د مور او پلار لومړنۍ دنده د خپلو اولادونو د استعداد کشفول دي.
  • ـ هر څومره چې عقل او پوهه زیاتېږي انسان هماغومره احتیاط کوي.
  • ـ پسرلی هم د نورو موسمونو په څېر یو موسم دی، اصلا موږ په تبلیغ کې افراط کړی دی.

 

د ګوګول کومه وینا ستاسو خوښه شوه او تاسو ترې څه درس واخیست؟

خپل نظرونه مو راته په کمینټ کې پرېږدئ!

Related Articles

Jun 24, 2021
4,109 views

په کورني ژوند کې کومو ټکو ته پام وکړو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی په ټولنيز ژوند کې د کورنۍ ټول غړي ځانګړي مسولیتونه لري، چې په دې ډله کې مشرانو ته تر نورو ډېرې سترګې ور اوړي. باید ووایو، چې له مشر څخه موخه یوازې "پلار" نه دی. بلکې هر هغه کس چې خبرې یې پر نورو غړو اغېز لري، مشر ورته ویلای شو. ه...

Jan 10, 2022
2,447 views

ولې ځينې خلک په خوب کې ګرځي؟

ژباړه ـ ریاض مقامزی   کېدای شي تاسو هم اورېدلي وي، چې "فلانی" په خوب کې ګرځي او یا هم داسې څوک به پېژنئ، چې کله ویده وي نو په خوب کې پاڅېږي او ګرځي. ځينو خلکو ته دا چاره هسې ټوکې ښکاري او په فاعل یې ملنډې وهی؛ مګر اصلا دا یوه روغتیایي ستونزه ده، چې...

Jun 08, 2023
3,059 views

Monitoring نظارت

انجینرانو لپاره اړین معلومات Monitoring and Evaluation?نظارت Monitoring   نظارت د یوي پروژي/پروګرام د فعالیتونو د دوامداره او سیستماتیکی کتنې نه عبارت دی، چی په تعین شوو وختونو کې ترسره کیږي.یا په بل عبارت: • د تعین شوو شاخصونو په چوکاټ کې په دوران...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,985 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,204 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
27,195 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...