د لوی درذ څخه مخکی څه وه او د کائینات په هغه وخت کي کله چي مطلق هیڅ هم نه وه ماده څنګه په وجود راعله

J
Jalil Khan
Author
Jun 09, 2021
4 years ago
2,285 views
د لوی درذ څخه مخکی څه وه او د کائینات په هغه وخت کي کله چي مطلق هیڅ هم نه وه ماده څنګه  په وجود راعله

ګرانو ملګرو د انسان دماغ له  سوالاتو ډک دی او په دغه سوالاتو کي دومره طاقت سته چي په واسطه یي دنیا بدلیدلای سي.نن همداسي یو سوال زما  په دماغ کي هم  ژوند اخیستی او سوال دا دی چي د لوی درذ څخه  مخکي څه وه؟آیا د مادې څخه  ډک یو کوچنی جسم وو کوم چي  د ټوله کائینات کتله  یی درلودل؟که هغه وخت  د مادې څخه ډک  یو کوچنی شکل شتون درلود نو دا شکل څنګه په وجود راغلی په داسي حال کي چي هغه وخت  یعني د کائینات د پیدایښت یعني لوی درذ څخه مخکي د ساینس په وینا مطلق هیڅ هم نه وه.

په عامه توګه د نړۍ هر شخص په دا خبره باور لري چي د کائینان له  پیدایښت یعني لوی درذ څخه مخکي ددغه کائینات کتله  په یو کوچني ګردې شکل کي شتون درلود یا قید وه.دا یوازي د ساینس له نګاح څخه بلکه په قرآن کي هم دا  ثابته ده  په صورت الأنبیاء آیات نمبر دیرش کي.

ترجمه:چي بیشکه دا آسمانونه او ځمکي وه پیوسته او بیا موږ دوي سره بیل کړه.

اوس که موږ دغه  آیات ته زیر شو نو دا خبره ثابته ده چي دا شکل شتون درلود ځکه په دغه  آیات کي دا صفا ذکر سوي دي چي آسمانونه او ځمکي وه سره  پیوسته یعني هغه وخت د ټوله کائینات مادیعات سره  یو ځای وه.خو اوس دا سوال پیدا کیږي چي دغه شکل او په دغه  کي موجوده ماده  څنګه پیدا سوه؟

ددغه  سوال  په جواب کي زه تاسو ته دا وایم چي ددغه  شکل د جوړېدو څخه مخکي انرژي شتون درلود.اوس به په تاسو کي زیاتره داسي فکرونه به کوي چي دا خو ناشونې ده ځکه ساینس موږ ته دا وایي چي هغه وخت چي دغه شکل شتون درلود شاوخوا مطلق هیڅ هم نه وه او ساینس غلط کیدای نه  سي ځکه  په تجربه ولاړ دی.زه دلته  تاسو ته  یوه خبره کول غواړم د مثال په توګه که تاسو ته زه  یو داسي ځای په لاس درکړم چیري چي مطلق هیڅ هم نسته نه ماده سته،نه انرژي او نه هم داسي نور شیان.بس خالي یوه تشه ده او دلته  که  زه تاسو ته ووایم چي تاسو له دغه تشي څخه یا خالی ځای څخه چیری چي مطلق هیڅ هم نسته ما ته یوه ماده  په لاس راوړې یا جوړه یی کړئ په داسي حال کي چي ستاسو سره نه انرژی سته او نه هم کوم بل شی.نو تاسو به وایاست چی دا خو ناشونې یا ناممکنه ده،بغیر له انرژي څخه زه ماده  څنګه په لاس راوړم یا جوړه کړم او موږ  د نړۍ غټ ساینسپوه اېنسټېن خیله وایلي دي چي ماده د انرژی تبدیل سوی حالت دی،که انرژي نه وي ماده  به جوړه  نه سي.نو چي اینسټین خپلع دا خبره کړې ده چي ماده تبدیل سوی حالت دی د انرژي نو د لوی درذ څخه مخکي ماده داره شکل څنګه په وجود راغلی،په داسپ حال کي چي د ساینس به وینا هغه وخت مطلق هیڅ هم نه وه.نو ددغه مثال او ددغه  خبري په واسطه د ساینس دا غلطه ثابتیږي چي د لوی درذ څخه مخکي مطلق هیڅ هم نه وه ځکه د انرژی پیدایښت له دغه  چاودني او شکل څخه مخکي سوی دی او د همدغه انرژي په واسطه ماده جوړه سو او د مادې په واسطه دغه شکل او بیا دغه لوی درذ رامنځته سو.اوس زیاتره خلک دا هم وایی چي کائینان د لوی درذ په واسطه جوړ  سوی خو یا کائینات له دغه  درذ څخه نه دی جود  سوی کائینان خو له دغه څخه مخکي لا  پیدا وو.انرژی هم دده له  پیدایښت سره  یو ځای پیدا سوه او ددي برعکس لوی درذ یوازي د مادې او د اټوم د خپریدو عمل وو.اول خو  په کائینات کي د مطلق هیڅ هم نه وختي نه وې او که وې هم نو هغه وخت وه کله چي کائینات لا نه وو او نه هم انرژي.

E=mc² دا د اینسټن نیمګرې فورموله ده.ددغه فورمولې بشپړ حالت داسي دی.

E²=(mc²)²+(pc)²

اوس په دغه  فورموله کي موږ ته ویل سوي دي چي E انرژي ده،M کتله,C د نور ثابت او pc د حرکت اندازه ده.

اوس که  په دغه فورموله کي زه  m صفر کړم نو  ټوله ²(mc²) به صفر سي او موږ ته  به په لاس راسي E=pc عملیه په لاندي توګه ښودا سوې ده.

E²=(mc²)²+(pc)²

E²=(0)²+(pc)²

E²=(pc)²

E=pc

له دغه فورمولې څخه زما مطلب دا دی چي کله  په دغه فورموله کي زه کتله صفر کړم نو بیا هم انرژي شتون لري او دا غورموله له موږ سره دغه مرسته کوي چي که چیري یو ځای کی ماده  شتون ولري هلته  مخکي له مخکي لا انرژي شتون درلود او دغه عملیه او فورموله ددي ثبوت دی چي د ساینس دا خبره غلطه چې د لوی درذ څخه مخکي کله چي د ټوله کائینات کتله  په یو ګردې شکل کي قید وه هغه وخت مطلق هیڅ هم نه وه.بلکه ددي برعکس چي کوم شي شتون درلود د کوم  په واسطه چي دغه ماده داره شکل رامنځته سو هغه انرژي وه او دا انرژي د کائینات له پیدایښت سره  یو ځای رامنځته  سوې او کائینات له لوی درذ څخه مخکي لا شتون درلود.

دا نظریه د جلیل احمد ارمان له خوا رامنځته  سوې ده.

Related Articles

May 18, 2021
1,542 views

تاریخی‌گری، جواب تاریخی‌گری!

تاریخی‌گری، جواب تاریخی‌گری! سید مرتضی حسینی تاریخی‌گری به زبان ساده؛ عقب‌گرد به دوران‌های موهوم طلایی است. دوران‌های بسیار دور که سر بر دامن اساطیر شکوهمند و منزه می‌رسید. تاریخی‌گری، بازگشت یک گروه یا جامعه‌ی غرقه در مشکلات، معضلات و پتیاره گی‌ها...

Oct 11, 2023
1,415 views

مهترلام تعمیراتی او محافظتی موادو پلورنځی

یو تجارتی اعلان د انجینر صیب شمشاد زهیر په اجازه مهترلام تعمیراتی او محافظتی موادو پلورنځی زمونږ د کارو بار کیټلاګ👇🏼Our Work #Catalogue#Mihtarlam #Security_materials. مهترلام بابا تعمیراتی او محافظتی موادو پلورنځیدلته تاسو هر رقم امریکایی سیم خا...

Oct 29, 2023
1,269 views

!د ژوند مهارتونو زده کړه لازمې ده

!د ژوند مهارتونو زده کړه لازمې ده عمران اختر د ژوند مهارتونه د وړتیاوو یوه ټولګه ده چې افرادو ته په ورځني ژوند کې د ننګونو، غوښتنو، فعالیتونو او مختلفو حالاتو کې باور رامنیځته کوي. دا مهارتونه د ژوند په مختلفو برخو کې د شخصي پرمختګ، هوساینې او بریا...

Recommended For You

Jun 02, 2023
29,509 views

وړیا PDF کتابونو معتبر سایټونه

وړیا pdf کتابونه چیرته پیدا کړو؟ ځواب: 👇 دلته میلیونونه کتابونه موندلی شئ  دا چې یو زیات شمیر کتاب لوستونکو او څېړونکو هیواد پریښی او له بده مرغه نورو هیوادونو کې د پښتو او فارسي کتابونو چاپي نخسې نه موندل کیږي او ددې ترڅنګ د هیواد په دننه کې هم د...

Nov 26, 2020
29,097 views

د نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه

هورمونونه په بدن کې ورو ورو خو ژور او دومداره اغېز لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه ورو ورو تاثیر پيلوي خو دا تاثيرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هيدرات او شکرو غوندې نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته...

Dec 18, 2020
26,881 views

که جرأت نه لرئ، مه خفه کېږئ! دلته يې لاملونه او حللارې لوستلای شئ

 ژباړه: هدایت الله همت ارواپوهانو له نظره، بې جراتي او پر ځان نه باور له هغو ستونزو دي، چې ځوانان د ماشوم والي له دورې ورسره لاس و ګرېوان کېږي. دوی ته دا حق نه ورکول چې له خپلو حقه حقونو ساتنه وکړي او که کله دوی دا کار کوي نو د کورنۍ د مشرانو له خوا...